ختیځ ښه راغلاست
په تیره لسیزه کې هند ډیر زیار ګاللی ترڅو د خپلو ختیځو ګاونډیانو سره پیاوړې اړیکې جوړې کړي. په دې وروستیو کې لومړي وزیر نریندرا موډي تایلنډ ته د ختیځ اسیا ناستې لپاره تللی و، پخوانی سفیر انیل وادوا د دې سفر اصلي فکتورونه بیانوي
په تیرو څو کلونو کې، هند د سویل ختیځ آسیا انجمن (ASEAN) لسو غړو هیوادونو سره خپلې اړیکو ته ډیر پرمختګ ورکړی، او د دوي اړوندو چوکاټونو سره هم ښي اړیکې لري لکه د اسین ASEAN سیمه ایز فاروم ARF، د ختیځ آسیا غونډه، او د اسین دفاع وزیرانو پلس ADMM+ فارم یو همکار وه په 1966، او بیا هند د اوږدې لارې وروسته د 2002 راهیسې اوس د غونډې سطح همکار دی او په 2012 کې د اسین ستراتیژیک ملګری شو. هند په بیلابیلو برخو کې د اسین سره په 30 اوچت بحثونو کې ګډ دی. برسیره پردې د ختیځ اسیا ناستې پرمهال، لومړي وزیر موډي د اسین په غونډه کې هم ګډوه وکړ، د ختیځ اسیا څوارلسمه ناسته، او د سیمه ایزو پراخو اقتصادي همکاریو RCEP دریمه غونډه.
ستراتیژیکې اړیکې
د اسین – هند ناسته کې (د 2019 کال د اکتوبر 2 څخه تر 4) لومړي وزیر موډي د هندو – پاسفیک لیدلوری د هند او اسین ترمنځ وستایه، چې په سویل ختیځ اسیا کې د مرکزیت لید جوړوي. هغه بیا ځلي تاکید وکړ چې هند غواړي د اسین هیوادونو سره د بحر امنیت، آبي اقتصاد، او انساني مرسته او مصیبت ځپلو مرستو برخو کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي. هند به د اسین زدکوونکو لپاره په نوې ډیلې، هندي تکنالوژي انسټیټیوټ کې 1000 دوکتورا بورسونه ورکړي، چې د نړۍ په کچه د تکنالوژي یو مشهوره انسټیټیوټ دی.

هند د اسین 1.85 میلیارده پیاوړي انسانانو سره ژور اقتصادي یوځای والي ته اړتیا لري، چې ټولټال 3.8 تریلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت GDP (ناخالص کورنی تولید) لري. دوه اړخیزه سوداګري اوس د 81.33 میلیارده ډالرو په ارزښت ده. لکه څنګه چې آسین د 2000 کال آپریل څخه د 2018 کال مارچ پورې 68.91 میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت په هند کې پانګونه کړې، او هند د 2007 کال څخه تر 2015 پورې په اسین کې 36.67 میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت پانګونه کړې.

د ختیځ اسیا څوارلسمې ناستې په امنیت او سایبري جرمونو غور وکاوه. د ختیځ اسیا راتلونکو همکاریو او بدلونونو په تړاو د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو باندې یو مرور وشو. لومړي وزیر نریندرا موډي د بحري تګ راتګ لپاره هند – پاسفیک سیمه کې یو نوی خوندي نوښت پیشنهاد کړ او همداراز یې آبي اقتصاد نوښت پیاوړی کړي (د بحري سرچینو دوامداره استعمال د اقتصادي ودې لپاره). د ختیځ اسیا ناستې ګډونکوونکي

یو قاطع دریځ
لومړي وزیر د خپل سفر پر مهال د RCEP دریمه ناسته کې ګډون وکړ. RCEP د اسین 10 غړو سره یوه پیشنهاد شوې FTA د شپږو ملګرو سره ده – آسټرالیا، چین، هند، جاپان، سویلي کوریا او نوی زیلاند. که څه هم د نومبر په 4، د ګډون کوونکو هیوادونو څخه 16 یوه اعلامیه خپره کړه چې د دوی څخه 15 پایلې ته ورسیدل چې د متن له مخې به مذاکره پیل کړي او هوکړه لیک به په 2020 کې لاسلیک کړي. د اوو اوږدو کلونو مذاکرې وروسته چې ځینې مهم مسائل لا تر اوسه حل شوي نه دي، د هند نماینده وروستۍ اعلامیه خپره کړه چې ویل شوي و، د دوی ګډون به د دې موضوعاتو د منلو وړ حل سره تړاو ولري. نږدې د نړۍ نیم نفوس او د نړۍ 40 سلنه نړیواله سوداګري او 35 سلنه GDP سره، RCEP کولای شي د نړۍ پراخه آزاده سوداګرۍ سیمه شي، او هند به د دریم لوی اقتصاد سره د دې برخه وي.
“هند په پیاوړې توګه، په ښه ډول، او معنی داره لحظ RCEP سره د پیل څخه په مذاکرو کې بوخت دی خو د RCEP مسوده هوکړه په مکمل ډول اساسي هدف او د RCEP هوکړه شوي لارښوونو اساسات نه منعکسوي او ان د هند اصلي موضوعاتو او اندیښنو لپاره هم د رضایت وړ نه دی.”
نریندرا موډي د هند لومړی وزیر

په څنډو کې
لومړي وزیر د درې اړخیزه لوی سړک ارزښت باندې بیا ځلي تاکید وکړ چې هند، میانمار او تایلنډ سره نښلوي او وویله چې هند ډیر زیار باسې ترڅو دا پروژه په خپل معین وخت کې سرته ورسوي.
دوه اړخیزه ملګرتیا
د جاپان لومړي وزیر، شینزو آبې سره په لیدنه کې، لومړي وزیر موډي د دواړو مشرانو ترمنځ د ډیسمبر میاشت راتلونکي کلنی هند – جاپان 2+2 بحث ناستې باندې پام وکړ. د ویتنام لومړي وزیر نګوین خوان فوک او لومړي وزیر موډي د افراطیت او ټروریزم په اړه خبرې وکړې او خپل تعهد یې ښکاره کړ چې د ملګرو ملتونو د بحر قانون (UNCLOS) ملاتړ به کوي. د آسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن او لومړی وزیر موډي په خپل تعهد بیا ځلي ټینګار وکړ چې شفافه، ازاده او خلاص هندو – پاسفیک وي. د میانمار دولت مشاوره اونګ سان سو کي او لومړی وزیر موډي د دوی ترمنځ د هوا نښلولو او د هند پلان په اړه خبرې وکړې چې د CMLV هیوادونو (کمبودیا، لاوس، میانمار او ویتنام) لپاره به د یو سوداګریز پرواګرام کوربتوب په یانګون، میانمار د 2019 کال نومبر په پای کې وکړي