ډیپلوماسي ته یوه لنډه کتنه

د ډیپلوماټیک سفرونو ټولګه

مسله 05, 2019

د ډیپلوماټیک سفرونو ټولګه

وینیک سوریا سوامی |لیکوال

مسله 05, 2019


--

د هند ولسمشر رام نات کوینډ د جاپان او فلپین څخه لیدنه وکړه

فلپین (د اکتوبر 17 – 21)

هند تل د فلپین سره دوستانه نړیواله اړیکې درلودې او په 2006 کال کې د ډاکټر ا.پ.ج. عبدالکلام له سفر څخه وروسته فلپین ته د هندي ولسمشر لومړی سفر و چې د 2019 کال د اکتوبر 17 – 21 پورې د هند ولسمشر رام نات کوینډ لخوا ترسره شو، او پخوانۍ لوړپوړې اړیکې چې مونږ خپل ختیځ ملګرو سره جوړې کړې لا پیاوړې کړې. فلپين د اسین له ډلې څخه د هند ستراتیژیک ملګری دی چې د دوی سوداګریزه راکړه ورکړه د کال 2.3 میلیارده امریکايي ډالرو ته رسیږي (چې یوازې 1.7 میلیارده امريکايي ډالرو په ارزښت د هند صادرات دي). پداسې حال کې چې دواړه هیوادونه مخ پرودې اقتصاد لري، ځانګړی پام د جوړونې-جوړونې-جوړونې (Build-Build-Build ) پروګرام ته په فلپین کې وشي. او (په هند کې د جوړشویو) څیزونو کمپاین وکړي. د هغه د سفر پر مهال، هغه د هند-اسین او د هند-فلپين سوداګریزو غونډو ته خبرې هم وکړې.

د هند ولسمشر رام نات کوینډ د فلپین ولسمشر رودریګو دویرتې سره

جاپان (د اکتوبر 21 – 23)

ولسمشر رام نات کوینډ د اکتوبر پر 21 توکیو ته ورسید ترڅو د جاپان امپراطور ناروهیتو د امپراطورکیدو مراسمو کې ګډون وکړي. دا سفر د په 1990 کې د ولسمشر راماسوامي وینکاترامان سفر څخه وروسته لومړی سفر و چې د امپراطور اکیتو د امپراطور کیدو مراسمو کې یې ګډون کړی و او بیا امپراطور اکیتو د 2019 کال اپریل میاشت کې د خپل دندې څخه ګوښه شو. د هغه د سفر پر مهال هغه د تسوکیجي هانګوانجي بودايي مندر څخه لیدنه وکړه او هلته یې د بودا مشهوره هندۍ ونه هم کښینوله. د امپراطورۍ مراسمو وروسته په جاپان کې د هندي ټولنې غړو ته یې خبرې وکړې او هغوی ته یې اطمینان ورکړ چې د هغوی مبارکۍ پیغامونه یې امپراطور ته رسولي.

ولسمشر رام نات کوینډ د جاپان توکیو هنیدا نړیوال هوايي ډګر ته رسیږي

د هند مرستیال ولسمشر وینکایه نیډو د کمورو جزیرو، سیرا لیوني او اذربایجان څخه لیدنه وکړه

کومورو جزیرې (د اکتوبر 10 – 12)

د کومورو متحده جزیرو ته د هند لومړی لوړپوړی سفر و چې مرستیال ولسمشر وینکیا نیډو ترسره کړ او د اکتوبر په 10 د درې ورځیني سفر لپاره پلازمینې موروني ته ورسید. او د مراسمو په ترڅ کې یې ورته ښه راغلاست ووایه او د کومرو متحده جزیرو ولسمشر ازالي اسوماني او د کابینې غړو سره یې وکتل، په دوه اړخیزه خبرو کې د هند مرستیال ولسمشر هغوی ته د پراختیايي مرستو وعده ورکړه او ورته یې وویل چې د پیاوړې ستراتیژیکو اړیکو جوړولو اړتیا لیدل کیږي ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ همکاري ښه شي.

مرستیال ولسمشر ته د کومورو جزیرو ولسمشر، ازالي اسوماني لخوا په موروني کې د شین صلیب نظم جایزه ورکړل شوه چې د کمورو جزیرو لوړ ملکي مډال دی

سیرا لیوني (د اکتوبر 12 – 14)

د خپل سفر په لړ کې مرستیال ولسمشر وینکیا نیډو د اکتوبر په 12 د هندي افریقا پراخې تګلارې دویم پړاو لپاره د سیرالیوني فري ټاون ته ورسید، چې موخه یې د ډیپلوماتیکو اړیکو پیاوړې کول او د افریقايي هیوادونو سره په ګډه د څو بیلابیلو برخو کې کار کول دي. د درې ورځیني سفر پر مهال، مرستیال ولسمشر د سیرا لیوني ولسمشر بریګ (رټډ) جولیوس ماډا وني بیو سره خبرې وکړې او همدارنګه د سیرا لیوني پارلمان رئیس عباس چرنور بونډو او بهرنیو چارو وزیرې نبیلا فریده تونیا سره وکتل.

متیو سحر نیوما، د سیرالیوني پارلمان مرستیال مشر د مرستیال ولسمشر نیډو سره وکتل

اذربایجان (اکتوبر 25 – 26)

مرستیال ولسمشر و. نیډو اتلسمې نام غونډې نمایندګانو مشري کوله او د سږ کال (د بندونګ اصولو ملاتړ ترڅو د معصارې نړۍ ننګونو ته کافي او پوره ځواب ورکړي). د اکتوبر په 24 د اذر بایجان باکو ته ورسید او مخکې له دې د اکتوبر 25 – 26 د نام غونډې ته د هند ملي بیانیه واوروي هلته یې د بهر میشته هندیانو سره وکتل. د نام NAM یو بنسټ ایښودونکی غړی چې د UN وروسته لویه غونډه ده او د هند شتون ته ورکې درناوی کیږي.

مرستیال ولسمشر نیډو په باکو کې د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف سره وکتل

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار سربیا، هالنډ او فرانسې ته د نومبر په میاشت کې سفرونه لرل

سربیا (د نومبر 7 – 9)

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د ماجا ګوجکویچ، د ملي غونډې مشرې سره په بلګراد کې وکتل. د بهرنیو چارو وزیر د دواړ هیوادونو ترمنځ د پارلماني همکارۍ ډیروالي او د دفاعي سکتور اړیکو پراخوالي باندې خبرې وکړې.

هالنډ (نومبر 9 – 11)

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د خپل سفر پر مهال د ستیف بلاک، د هالنډ بهرنیو چارو وزیر سره وکتل. هغوی د دواړو په ګټه سیمه ایزو او نړیوالو ستراتیژیو باندې خبرې وکړې.

فرانسه (نومبر 11 – 12)

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار پاریس ته د خپل سفر پر مهال د فرانسې ولسمشر ایمانویل کامرون سره خبرې وکړې او د پاریس سولې فارم کې یې وینا وکړه چې د ډیجیټلي هوښ او دولت داري ګټې یې بیان کړې.

 

ایټالیا (د ډیسمبر 6-8)

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د ډیسمبر 6 – 8 د ایټالیا روم څخه لیدنه وکړه ترڅو د مدیترانې بحث (MED) پنځم پړاو کې ګډون وکړي، چې د ایټالیا د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزارت لخوا جوړ شوی. ډاکټر جیشانکار د مدیترانې بحث کنفرانس کې د هند په اړه یو ځانګړی بیان ورکړ او د هند ګټې یې په سیمه کې په لنډ ډول بیان کړې. د بهرنیو چارو وزیر د ایټالیې لومړي وزیر ګویسیپه کونته سره وکتل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا یې بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار ا ایټالیا لومړي وزیر ګیوسپې کونته سره

د امریکا متحده ایالتونه (د ډیسمبر 18-19)

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د هند دفاع وزیر راجنات سینګ سره په ګډه د امریکامتحده ایالتونو په لور سفر پیل کړ. دواړه نمایندګان واشنګټن ډي سي ته د ډیسمبر په 18 د بهرنیو او دفاع وزیرانو بحث دویمې 2+2 ناستې ته ورسیدل. د امرکیا بهرنیو چارو وزیر مایکل ر. پمپیو او د دفاع وزیر مارک ټ. ایسپر د خپل هندي سیالانو کوربه ول. دواړو خواوو پر دې هوکړه وکړه ترڅو د نړیوالو تهدیدونو، ټروریزم، د مصیبت ځپلو سره مرسته او د بحري امنیت برخو کې خپلې همکارۍ لا ژورې کړي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار او د دفاع وزیر راجنات سینګ د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایلک ر. پمپیو او د امریکا دفاع وزیر مارک ټ. ایسپر سره

کاناډا (د ډیسمبر 20 – 21)

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د ډیسمبر په 20 د کاناډا څخه د دوه ورځیني سفر په لړ کې لیدنه وکړه او په اوټاوا کې یې د خپل کاناډایي سیال فرانسویس فیلیپي چمپاګنې سره وکتل. د لیدنې پرمهال دواړو وزیرانو د سرحد هاخوا ټروریزم او امنیت باندې خبرې وکړې. هغه همداراز د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټریډو او د سوداګرۍ وزیرې ماري نګ سره وکتل ترڅو د دوه اړخیزه سوداګرۍ او پانګونې چارو کې پراختیا راوړې

کیڼ خوا: د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د کاناډا سوداګرۍ وزیرې ماري نګ سه د کاناډا په ټورنټو کې وکتل

ایران (د ډیسمبر 22 – 23)

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د ډیسمبر 22-23 ایران څخه لیدنه وکړه چې ترڅو د ایران بهرنیو چارو وزیر ډاکټر محمد جواد ظریف سره په ګډه د هند – ایران نولسمې ګډې کمیسیوني ناستې مشري وکړي. هغوی د شاهد بهشتي بندر پرمختګ په اړه خبرې وکړې او د چابهار بندر بشپړولو چټک کوښښ باندې یې بحث وکړ(چې لومړی به یې اصلي برخه وي). دواړه دا بحري بندرونه ددې قوت لري ترڅو د هند لویې وچې، ایران، افغانستان، مرکزي اسیا او اروپا ترمنځ د لارې په توګه وکارول شي.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر یوسف بن علوي سره

عمان (د ډیسمبر 23 – 25)

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د ډیسمبر په 23 مسکت څخه د درې ورځیني سفر په لړ کې لیدنه وکړه. عمان ته د بهرنو چارو وزیر لومړی سفر و چې د 2019 کال مې میاشت وروسته د بهرنیو چارو وزیر په توګه هلته ولاړ، او پام یې د خلیج سیمې سره د پراخو اړیکو لرلو او عمان سره د بحري ترانسپورت په اړه و. د بهرنیو چارو وزیر او یوسف بن علوي بن عبدالله، د عمان سلطنت د بهرنیو چارو وزیر، د خلیج سیمې ثبات او امنیت په اړه د خپلو ګډو ګټو تعهد بیا وکړ.

د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر س. جیشانکار د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف سره وکتل

وینیک سوریا سوامی

وینایک سوریا سوامي یو ډیلي میشته ژورنالیست دی. هغه په میخانیک انجنیري کې لسانس لري او د هند بحري ځواکونو سره یې د کښتۍ جوړونکي په توګه کار کړی. د ځوانۍ څخه هغه د نور کارونو ترڅنګ لیکوال هم دی، هغه خپل مسلک ژورنالیزم ته واړاوه ترڅو د لیکوالۍ او سفر لپاره خپله مینه ښکاره کړي.
error: Content is protected !!