نڅا

د عمرونو نڅا

مسله 05, 2019

د عمرونو نڅا

وینیک سوریا سوامی |لیکوال

مسله 05, 2019


د نڅا مالیزیایی روزونکي، راملي ابراهیم لپاره نڅا یوه تکاملي پروسه ده. د هنري نڅا په څیر معاصرو نڅا فارمونو کې روزنه، په پخوانۍ هندي نڅا کې د پډما شري جایزه ګټونکي بدلونونه په دودونو کې د عصریتوب غوره بیلګې دي

دودونه باید د اړین بدلونونو او پرمختګونو له لارې مطالعه، تمرین او وساتل شي. په ځانګړي  توګه د هند سره، چیرته چې زښت ډیر دودونه، رواجونه او هنري بڼې شتون لري چې د اړتیا پر وخت څیړل غواړي. یو دلیل چې ولې هنرمنداونو او مفکرینو د نړۍ څخه د هندي دودونو په عملونو اوښتي او یا ورڅخه اغیزمن دي. په نړیوال ستیج کې، کله، کله د هند فرهنګي غنا ته د دوامداره دودونو تکامل او هنري میراث تړاو ورکول کیږي چې د وخت په تیریدو ډیر شوي.

پخواني معاصر خلک

روکمیني دیويهغه د بهاراتانتیام حرکتونو سره څومره اصلاحات نور هم راوړي، روکمیني دیوي د موسیقي ملګرتیا، د سندرو انتخاب، جامو او د سټیج پر سر اجرا ته ځانګړی پام درلود.
مرینالیني سراباید هند پخوانۍ ډول يوه پیژندل شوې نڅاګره او د معاصر حرکت کوونکو څخه چې د خپلو تجربو او کلاسیک نڅا لپاره مشهوره ده. هغه به بهارتانتیام، موهیني یتیام، کوچيپودي او کتکالي کې روزنه لیدلې وه.
کومودیني لکیاد هغه نڅاګر حرکتونو کار د دودیز تخنیکونو او معاصرې بڼې پیوند لاسته راوړلو کوښښ وکړ. دا حرکتونه اوس کلاسیک ګڼل کیږي، او څو نوښتونه چې هغه رواستې هغه اوس د کتک اجراګانو سره کارول کیږي.

یو داسې هنرکار مالیزیایي ډاتوک راملي ابراهیم دی، چا چې په 2018 کال پډما شري د اودیسي هنري اجرا کې د برخه اخیستلو لپاره وګاټه، چې اجراکوونکي او موسیقۍ والا د پخوانیو هندي متنونو څخه یوه خیالي کیسه غږوي. د اودیسې متعهد اجراکوونکي او نڅاګر، ابراهیم په تیرو درې لسیزو کې د خپل نڅا بڼې سره د نڅا پولو ته پراختیا ورکړې، د تولید سره تجربې کوي او د حسونو سره یې یوځای کوي ترڅو د نن ورځ ننداره کوونکو زړونو ته کښیني. د ابراهیم روزنه په هنري نڅا کې د اودیسي سره مرسته وکړه چې د هغه معاصر حرکتونو سره دا پروګرام اوس د نړیوال ستیج سره تړاو لري.

ابراهیم د خپل زدکوونکو سره د سوترا نڅا اکاډمي کې په مالیزیا کې

ابراهیم وایي: زما د نڅا سفر د هنري نڅا زدکوونکي په څیر پیل شو. ما په آسټرالیا کې انجنیري لوستله چې کله مې د حرکتونو ځواک ته پام شو او دا مې د خپل قسمت په توګه تعقیب کړ. زه د سیډني نڅا کمپنۍ سره یوځای شوم. خو ما د اسیايي تمدنونو، د هغوی تاریخ او خیالونو سره هم علاقه لرله. او دې زه هند او د هند دودونو سره بلد کړم.

د لوي هنري نڅا ګروپ غړیتوب د ده نوښتګره حرکتونو لامل نشول ځکه چې ابراهیم بیا بهارت نتیام د ادیار ک. لکشمن د روزنې لاندې ولوست. ابراهیم وویل: د دواړو هنري نڅا او لویدیځ معاصرې نڅا په اړه معلوماتو او زدکړې پر ما ښه اغیز وکړ او خپل لاره مې پیدا کړه. دا ټولو زما د لویدیځ معاصر او پخواني موزیک ستاینې او همدارنګه زما د فلسفې، خیالونو او تیاتري بڼو سره د ژوندي معاصر هنري بیان په څیر سمون درلود.

ابراهیم د ممبی په اورلي ښوونځۍ کې د ماشومانو لپاره ورکشاپ برابروي

خو ابراهیم خپلې څیړنې ته دوام ورکړ ترڅو چې اودیسي یې وموند. هغه وايي: زه پر دې پوهیدلم چې د پخوانیو هندي بڼو زدکړه او اجرا په خپله ننګونکي ده او د ټول ژوند تعهد ته اړتیا لري. ما باید لا نور هم کوښښ کړی و ځکه چې د هند څخه نه وم.

زه تل داسې احساس لرم چې معاصر هنرونه راتلونکی وړاندې کوي او د معاصر اجراګانو هنرونه به د طبیعي پروسې برخه وګرځي. او ورته د نڅا بڼې د بدلون په سترګه لیدل کیږي

راملي ابراهیم د سوترا بنسټ هنریز ډایریکټر

ابراهیم د اودیسي افسانوي مذهبي ښوونکې ډیبا پرساد ډاس تعقیب کړه، چا چې اودیسي له نږدې څخه نړۍ ته وپیژندله. ابراهیم وویل: مونږ پر دې نه پوهیدلو چې تاریخ به جوړ شي. مونږ یوازې هغه څه کول چې مینه مو ورسره لرله. مونږ د پروګرامونو سره تللو، چې مونږ یې خپل مقرر شوي تقدیر ته رسولو. زما په نظر د خپل خوښه مو چې کوم وه او څه مو چې غوښتل هغه برخه کې مو خورا لږ کار کاوه.

د هغه هنري نڅا تجربه مالیزيايي هنرکار ته د دې توان ورکړ چې خپل بدلونونه راوړي او نوي نوښتی شی پیل کړي. هغه وايي: ځینې دودیز هنرکاران او نڅاګر په ورته وخت کې د چاپیریال سره خپل ځانونه معاصر ګڼي. هغوی پر دې باور دي چې د دوی جوړ شوي کارونه د دوی چاپیریال سره معاصر دي. د هند پخواني نڅا نوښتګر لکه روکمیني دیوي، مرینالیني سرابای او کومودیني لکیا معاصر خلک و، چې د دود په منځ کې یې عمل کاوه او دود مثبت بدلون کې یې رول لوبولی. زه هم پدې برخه کې معاصر یم، په ځانګړي توګه زما د مهارتونو په وړاندې کولو کې معاصر یم.

جسمي حرکتونه

د سوترا بنسټ

به 1983 کال کې ابراهیم د سوترا نڅا تیاتر پیل کړ. کله یې چې د مالیزیا، کواللمپور په نیت پریښود هغه داسې فکر کاوه چې د نړۍ ټولو برخو کې دودونه د وخت په تیریدو د چټک بدلون په حالت کې دي او د اجرا داسې یو مرکز ته اړتیا لیدل کیږي چې د نوې تکنالوژي او چټک نوښت سره سمبال وي چې نه یوازې په هند کې وي بلکه د نڅا نورو ځایونو کې هم وي.

د خپل نصیب سره نڅا کول

په 2018 کال کې د راملي کوښښونه د پولو څخه هاخوا واوښتل او هغه ته د هند ترټولو لوړ ملکي ویاړ، پډما شري ورکړل شو. دا جایزه د هغه د لاسته راوړنو لست کې اضافه شوه. د هنر اجرا برخه کې د هند لوړه اداره، د سنګیت نتاک اکاډمي هم د ابراهیم کوښښونه او برخه اخیستل په اودیسي کې وپیژندل چې دواړو هیوادونو کې یې د نڅا سناریو بدلون کې رول درلود.

د ګروپي نڅا او اودیسي یوځای کول، د ابراهیم اجرا یو لیدل شوې منظره ده. په مالیزیا کې د استاد د اودیسي معاصره بڼو اجرا

ابراهیم د مالیزیا او هند د نڅا پخوانۍ بڼې مقایسه کوي او د دوی بدلون ته په کتنه وايي: دواړه هند او مالیزیا د خپل نڅا معاصر ډولونه له سره تعریف کوي چې اسیايي ريښې لري نه لویدیځې سرچینې. همدارنګه، هندي دودیزه نڅا د څو لويو بدلونونو سره مخ ده. او اوس داسې پیژندل کیږي چې څرنګه دودیزه نڅا په پوره ډول په معاصره ټولنه کې کار کوي.

لکه څنګه چې نڅاګر د اودیسي احساسات د معاصر سټایل سره وړاندې کوي، او د نڅا تولید د نړیوالو لیدونکو لپاره بیرته له سره تعریف کوي، مونږ د هغه څخه د دوامداره تشویق سرچینې په اړه پوښتنه وکړه. د تل په شان د سترګو رپولو او په خورا مینې سره، 66 کلن هنرکار وویل: زه فکر کوم چې دا داسې یو څه نه دي چې په خلص ډول ورته اشاره وکړم خو زما څخه لوی ځواک دی چې ما مخ ته ټیل وهي. د وخت تقاضا او د نورو اړتیا ما لپاره تل لومړیتوب لري. که څه هم، زه پوه شوم چې زه څومره ډیر کار کوم هومره ډیر بیرته ژوند کې اخلم. زه چې اوس خبرې کوم زما پیاله ډکه ده…

ولسمشر رام نات کوینډ د پډما شري جایزه ډاټوک راملي ابراهیم ته د ملکي تفویض مراسمو په ترڅ کې په راشترپتي بهاون کې ورکړه

اوس وختونو کې، هنرکاران د هیواد جلا، جلا برخو کې د هند دودیزو ښوونځیو سره یوځای کیږي او دا یې خپل تصمیم وي، دا ډیر شونی دی چې نڅا د یوې هنري بڼې په څیر په پرمختګ او ترویج کې ده. هر نوی نڅاګر دې هنري بڼې ته نوي نوښتونه ورکوي، د بیلګې په توګه، د هر نڅا سټایل او تجربه پرته له دې چې دودیز حرکتونه ورک یا تخریب کړي او پخواني ارزښتونه د هر ډول نڅا سره ګډ کړي.

وینیک سوریا سوامی

وینایک سوریا سوامي یو ډیلي میشته ژورنالیست دی. هغه په میخانیک انجنیري کې لسانس لري او د هند بحري ځواکونو سره یې د کښتۍ جوړونکي په توګه کار کړی. د ځوانۍ څخه هغه د نور کارونو ترڅنګ لیکوال هم دی، هغه خپل مسلک ژورنالیزم ته واړاوه ترڅو د لیکوالۍ او سفر لپاره خپله مینه ښکاره کړي.
error: Content is protected !!