سفر

خوشبویه غوټۍ

مسله 01, 2021

خوشبویه غوټۍ

د راجیف ویرما لیکنه |لیکوال

مسله 01, 2021


هرکال د مني او پسرلي منځ کې، په میګالیا کې شیلانګ د هیمالیايي البالو ګلانو په رنګونو پوښل کیږي. مونږ د پلازمینې شیلانګ شاوخوا یو څو د لیدلو وړ ځایونو ته کتنه کوو

د سکورا یا د البالو ګلانو موسم لنډ یاد د ظریف ګلانو بشپړ موسم ښکلي انځورونه د جاپان څخه نندارې ته وړاندې کوي. خو اړینه نه ده چې د ګلانو دې موسم لپاره یو کس ان جاپان ته سفر وکړي. یوازې باید خپل لاره د هندوستان شمالختیځ ایالت میګالیا په لور کړو.په داسې حال کې چې د نړۍ البالو ونې په پسرلي کې ګلان غوړوي، خو د میګالیا پلازمینې شیلانګ البالو ونې په مني کې غوړیږي، چې په نومبر میاشت کې د ګلانو ځانګړې ښکلې منظره برابروي. له همدې کبله د ختیځ خاسي تپې په رنګارنګ ګلانو پوښل کیږي. دا حقیقت چې د هندوستان لومړي وزیر، نریندرا موډي هم په خپل میاشتني راډیويي پیغام، (من کې بات) کې پرې ټینګار کړی. لومړي وزیر نریندرا موډي په انټرنټ کې یې د البالو ګلانو ته په اشاره وویل: تاسو کیدای شي دا فکر وکړئ چې زه د البالو غوټیو ته په اشاره د جاپان ځانګړي پيژندنې په اړه غږیږم خو داسې نه ده. دا د جاپان انځورونه نه دي. دا زمونږ د میګالیا د شیلانګ انځورونه دي. دې البالو ګلانو زمونږ د میګالیا ښایست لا ډیر کړی.

شیلانګ چې د ختیځ خاسي تپو پیژندل شوی مرکز دی، د کلني البالو غوټیو میلې کوربه هم وي. دا میله چې په 2016 کال کې پیل شوه، د ژوندي سرچینو او تلپاتې پراختیا انسټیټیوټ سره په ګډه د میګالیا دولت لخوا په لاره واچول شوه. ډیر سیلانیان د لرې سیمو څخه راځي چې دا ښکلي ګلانو میله وګوري. د دې غوټیو یوه غوره نندارې داسې کولای شو چې د وارډ جهیل کې د کښتۍ سفر وکړو. او داسې انګیرل کیږي چې د شیلانګ د ښکلي ځایونو څخه دی، د وارډ سل کلن جهیل د لرګیو یو ښکلی پول، په شنو پوښل شوې څنډې او مزین شوي باغونه لري.د شیلانګ ګلف میدان د البالو غوټیو لیدلو بل ښکلی ځای دی. د صنوبر ونو منځ کې پروت اتلس سوریو والا ګلف میدان د ښار منځ کې د ارامۍ مشهوره ځای دی. په شنه چمن اوږد واټن او ورو قدم وهل ښه خوند کوي. لیدونکي ان کولای شي د خپل ګلف سامان ځان سره راوړي او د ګلف میله ایزې لوبه کې برخه واخلي چې د خلکو منځ کې سرته رسیږي.

د البالو ګلانو موسم کې شیلانګ ته دننه او د شیلانګ څخه بهر د سړک سفر یو خوندوره تجربه ده چې د سړک دواړو خواوو ته البالو ونې قطار کرل شوي او ګلابي ګلان نیسي

شیلانګ د هندوستان هغه ښار نه دی چې یوازې د البالو غوټۍ غوړیږي. د سیلانیانو لوی مرکز دی، د سفرکوونکو هرکلی کي چې د دوی طبيعې ښکلا او تیر شوي عصر لیدنه وکړي. هغه څوک چې د ستړي ورځیني ژوند څخه دمه غواړي کولی شي د فان نانګلیت پارک عجیب چاپیریال کې یې پیدا کړي، چې پخوا د میرمن حیدري پارک په نامه یادیده. دا پارک د ښار په منځ کې پروت دی یو کوچنی ژوبڼ او د هوسیو پارک لري.

د پارک څخه لږ وړاندې (1.5 کیلومتره) لرې د عیسایانو کتیدرال مریم کلیسا موقعیت لري. چې دا ودانۍ لوړ طاقونه (کمانونه)، رنګه شیشو کړکۍ او ښکلې داخلي نقاشي لري او د سیلانیانو لپاره د لیدلو وړ ځای دی.د کلیسا څخه څلور کیلومتره وړاندې د ښار د لیدلو وړ بل ځای – د وانکار حشراتو موزیم پروت دی. دا شخصي موزیم چې د ویروینا وانکار، د نامتو هندي حشره پیژندونکي ډاکټر س. سرکار لور لخوا یې چارې پر مخ وړل کیږي، د حشرو لویه ټولګه او 1,600 ډوله پروانې او حشرات یې نندارې ته وړاندې کړي.د موزیم څخه 10 کیلومتره لرې د فیل ابشار پروت دی. چې په سیمه ایزه خاسي ژبه ورته کشید-لای-پټینګ وايي، دا ښکلی ابشار درې منزله لاندې په ځلاداره حوض کې بهیږي.

د فیل آبشار

د ښار څخه نږدې 10 کیلومتره لرې او د بحر سطحې څخه 1,966 متره لوړوالي کې پروت، د شیلانګ غاښی د ښار لوړه برخه ده. د دې ځای څخه د شیلانګ ښکلې منظره او په صاف آسمان هیمالیه تر سترګو کیږي. دلته د لیدلو ښه خوند په پار یو تلیسکوپ هم موجود دی.د ښار په بیرونۍ لمنو کې، 25 کلیومتره لرې ماوفلنګ پروت دی، چې د میګالیا غوره ځنګلونو څخه شمیرل کیږي. ډول، ډول ګل لرونکې ونې، نباتات او پکه بی بیانې لري. د سیمه ایز داستان له مخې، دا ځنګل د لینګدوه قبیلې لخوا ساتل کیږي، چې داسې باور کیږي چې د ختیځ خاصي تپو ټولو مقدسو ځنګلونو ساتونکي دي.نږدې 65 کیلومتره د ماوفلنګ څخه هاخوا ماولینونګ پروت دی، چې د آسیا پاکو کلیو څخ شمیرل کیږي. دې کلي کې د ایالت مشهوره نوهویټ ژوندۍ ريښو پول موقعیت لري – یو ځوړند پول چې د رابر انځرو ونې ریښو څخه د یو چوکاټ چاپیر د نسلونو راهیسې اوبدل کیږي.د تعادل تیږي ډیر سیلانیان ځانته جذبوي. د کلي په لمنه کې موقعیت لري، چې یوه غټه تیږه په طبیعي ډول په کوچنۍ تیږه په توازن ولاړه ده. سیمه ایز خلک وايي چې کلونو راهیسې همداسې ده او د طبیعت هیس ځواک نشو کولای چې دا تعادل له منځه یوسې.میګالیا خپلو ځنګلونو ته د لیدونکو هرکلی کوي، هغوی ته د ګلانو غوړیدل ښکاره کوي او دوی د ژوندیو ريښو څخه جوړ شویو پلونو سیل کوي. میګالیا چې ادبي معنی یې د وریځو کور دی، په ریښتیا هم د طبیعت جنت ورته ویلای شو.
https://www.northeastexplorers.in/

د راجیف ویرما لیکنه

راجیف ویرما د شمالختیځ هندوستان څخه موسمي سفر کوونکی دی چې د سیمه اوه خویندې ایالتونو ته یې ډیر سفرونه کړي. هغه د هغه خلکو لپاره سیلاني سفرونه برابروي چې غواړي د سیمې اوه خویندو ایالتونو څخه لیدنه وکړي. هغه د شمالختیځ لیدونکو بنسټ ایښودونکی دی، د ایکو سفر یو شرکت چې شمالختیځ هندوستان کې موقعیت لري. ویب پاڼه: www.northeastexplorers.in
error: Content is protected !!