انځورونه

د دودونو لمانځل

مسله 05, 2019

د دودونو لمانځل

د هند لید |لیکوال

مسله 05, 2019


د هند د دودونو لویه خزانه تل په محلي غونډو کې د فرهنګي نمونو په توګه ښکاره کیږي. مونږ په دې موسم کې د هیواد ګوټ ګوټ ته سفر کو ترڅو د یو څو مشهوره غونډو تجربه واخلو او د خپل فرهنګ تعریف وکړو او هنري انداز او سطربندي یې وګورو

د پوشکار اوښانو میله

په لومړیو کې د څارویو میلې په توګه یې پیل کړی و، خو اوس د پوشکار میله څو چنده لویه وي او په نړۍ او هند کې د راجستاني عنعناتو یو لوی جشن ګڼل کیږي. دا عنعنوي میله اول د اوښانو په سیالۍ سره پیل کیږي چې د هنر، صنایعو، رختونو او څو فرهنګي او کلتوري پروګرامونو په څیر څو نندارتونونه پرانیستل کیږي.

د کیفلانګ د اوبو سر لوبو میله

په لومړیو کې د دې لپاره پیل شوه چې هندي ځوانان د اوبو سر لوبو سره بلد کړي، اوس کیفلانګ د ساحلي شایقینو لپاره په هند ګې یوه لویه سرګرمي ده. او د کلونو په تیریدو دې میلې سره نورسپورتونه هم یو ځای شوي لکه یوګا، پډل بورډ او داسې نور.

ران اوستاف

د هند یو له مشهوره میلو څخه ده، ران اوستاف د کوچ د لوی ران د ژوند عنعنو او دودونو لمانځل دي. دا میله په محطاطانه ډول د هر ډول عمر لرونکو لپاره جوړه شوې او دا میله هر کال د اکتوبر څخه تر فیبروري پورې ادامه لري.

د راجستان کبیر یترا

د عصري ورځو فرهنګي میله، د راجستان کبیر یترا د فولک موزیک د سفر میله ده چې د جیپور څخه جیسالمیر ته دهنر ريښه د څو فولک میوزیک او سندرغاړو سره جوړوي. د دې میلې موخه داده چې د راجستان غني هنري میراث بیرته راژوندی کړي او د مذهب، قوم، دین او هویت توپیرونه له منځه یوسي.

د ونګالا میله

د 100 ډولونو میلې په نامه هم یادیږي، ونګاله د حاصل ټولولو وروسته میله ده چې میسې سالجونګ، د لمر خدای څخه مننه وکړي چې خلکو ته په فصل کې برکت ورکړی. په دې میله د 100 ډولونو اجرا وي چې د هر 10 قبیلو څخه 10 ډول وهونکي انتخابیږي.

کا پومبلانګ نانګکریم   

د میګالیا خاسي قبیله د ژمې موسم پيل لپاره پخوانۍ پنځ ورځینۍ یادګاري میله کوي. د خاسي کلی چې د شیلانګ څخه یوازې 20 کیلومتره لرې پروت دی، د نانګ کریم میلې کوربتوب کوي ترڅو خپله الهه کا بلیج سنشار خوښه کړي چې خلکو ته یې ښکلی فصل او دوامداره ښیرازي ورکړې.

د هامپې میله

په سیمه کې یو د لویو میلو څخه شمیرل کیږي، د هامپې میله ډول، ډول سپورتونه لري او همداسې فرهنګي پروګرامونه هم ورکې شته لکه د پاپي نندارتون، ښایسته بریا او د سیمه ایزو دودونو محرکه نندارې. داسې ځانګړي پروګرامونه هم شته چې سیمه ایز سپورتونه د ځایي صنایعو سره یوځای کوي.

error: Content is protected !!