ځنګلي اواز
په هندوستان کې نږدې 400 ډوله تي لرونکي حیوانات، 1250 ډوله مرغان، 460 ډوله خزندې، 240 ډوله ذوحیاتین حیوانات او 2550 ډوله ماهیان شته دي. مونږ تاسې ته د هیواد لږ پیژندل شوې خوندي شوې سیمې در پيژنو چې نه یوازې وحشي ژوند ژغوري بلکه د حیواناتو ډیر ډولونه هم د ځان سره لري
د اورنګ ملي پارک، آسام
اورنګ (راجیف ګاندي) ملي پارک ONP د آسام اوداګوري ولسوالۍ کې د برهاماپوترا سیند شمالي غاړې ته پروت دی. په 1999 کال کې د ملي پارک په نامه جوړ شو، د اورنګ ملي پارک ته کله کله کوچنی کازیرانګا ځکه وايي چې هلته د هندي یو ښکر لرونکي رینوسروس اوسیږي او هغه سیمه یې کور ګڼل کیږي. په 78.8 کیلو متره مربع سیمه کې پروت دی، سیلانیان دې پارک ته د طبیعي ښکلا او ډول ډول کډه شویو مرغانو لیدلو ته راځي.
مهم ټکي: یو ښکر لرونکي رینوسیروس، پیشو پړانګان، کډه شوي مرغان او د فیلانو سفري
د رسیدلو لار: نږدې هوايي ډګر سالوني دی، د تیزپور (چې د پارک څخه 32 کیلومترۍ کې پروت دی) څخه 10 کیلومتره لرې په سونیتپور ولسوالۍ کې، او شاوخوا 140 کیلومتره د ګواهتی څخه لرې پروت دی.
د همیس ملي پارک، جمو او کشمیر
په 1981 کال کې یې بنسټ ایښودل شوی، او د د 1988 او 1990 کلونو دوو پرله پسې پراختیاوو څخه وروسته د همیس ملي پارک د 4400 کیلومتره مربع مساحت په لرلو د سویلي آسیا ترټولو لوی پارک ګڼل کیږي. د جمو او کشمیر او لډاک متحده سیمو کې پروت دی، پارک نږدې 200 واورين پړانګان لري. پارک 1600 کسیز محلي نفوس لري او 400 کلن همیس عبادتخونه ورکې هم شته.

مهم ټکي: واورین پړانګان، اسیايي غرنی وزې او غوره تبتي پسونه. د همیس تسیچو لمانځغونډه.
د رسیدو لار: ترټولو اسانه لار هوايي لار ده ځکه چې د لِه هوايي ډګر څخه 5 کیلومتره لار لري
د کیبول لماجاو ملي پارک، منیپور
منیپور د ښکلا او ښایست له کبله یو ښکلی ځای دی. او د نړۍ یواځينی د اوبو د سر ملي پارک هم منیپور کې دی! چې نامتو لوکتک جهیل خوا ته اوسیږي، KLNP د لویو او پراخه خاورو څخه جوړ شوی چې ډول ډول، ښایسته او ځانګړي ځناور هلته اوسیږي. دا ملي پارک کم پیدا او د انقراض خطر سره مخ منیپوري هوسۍ کور دی، چې د ایات نڅاګرې هوسۍ، سنګای په نامه یادیږي.

مهم ټکي: د اوبو پر سر چمنزاره ځمکې چې فومدی ورته وايي، سنګای او د لوکتک جهیل
د رسیدو لار: د کیبول لماجاو ملي پارک د ایالت پایتخت، امفال څخه 54 کیلومتره د سړک لار لري
د جوای پړانګ خوندي سیمه، راجستان
د سیلانیانو مرکزونو اودایپور او جودپور منځ کې د جوای لږ پيژندل شوی بند پروت دی چې د بیره کلي او د جوای یا بیره پړانګ خوندي ځای ته هم نږدې دی. د شاوخوا وچو سیمو، لوی بند او غار لرونکو تپو سره دا سیمه په غارونو کې د اوسیدونکو پړانګانو کور ګڼل کیږي.داسې انګیرل کې چې پر هر سفر کې 90 سلنه شونې ده چې یو څوک پړانګ وګوري!

مهم ټکي: د غار اوسیدونکي پړانګان او د راجستان محلي ژوند تجربه
د رسیدو لار: د جوای اوبو بند یوازې دوه ساعته د جود پور هوايي ډګر څخه لرې پروت دی (148 کیلومتره) او درې ساعته د اودایپور له هوايي ډګر څخه لاره لري (170 کیلومتره).
د کیولادیو ګانا ملي پارک، راجستان
پخوا ورته د بهارتپور مرغانو ځای ویل کیده، د کیولادیو ګانا ملي پارک د ایالت شرقي پوله کې د بهارتپور ولسوالۍ کې پروت دی. په 1982 کې جوړ شوی، د دې لپاره چې 370 ډوله مرغان او ځناور یې خوندي ساتلي، په 1985 کې د یونیسکو نړیوال میراثي ځایونو لست کې شامل شو. په 1850 کلونو کې د مهاراجا د لوبو لپاره د خوندي ځای په توګه یې بنسټ ایښودل شوی و، دا پارک اوس د کم پیدا او تښتیدونکي سایبیریايي ماهي خواره مرغه ځای دی.

مهم ټکي: د کم پیدا مرغانو لیدل او په پښو سفر، د پارک شاوخوا بایسکیلونه یا ریکشاګانې
د رسیدو لار: نږدې هوايي ډګر اګره دی (56 کیلومتره لرې). دا پارک د جیپور څخه یوازې درې ساعته لرې دی (182 کیلومتره) د سړک لار.
د پن درې ملي پارک، هیمچل پردیش
د هیمچل پردیش غرني ایالت کې یوازینی لوړ ارتفاع لرونکی، یخ – دښتي پارک دی، د پن درې ملي پارک د سپیتې لاهول او سپیتي ولسوالۍ کې پروت دی. پارک لومړی په 1980 کلونو کې پیل شو او اوس نږدې 675 کیلومتره مربع اصلي سیمه لري او 1150 کیلومتر مربع ځانګړې شوې ځمکه لري. اداره یې په نږدې کزا کلي کې ده، دا پارک تر 1600 کسانو پورې د اوړي موسم کې کور دی چې 17 کلیو کې د ډوګري په نامه (اوړني هستوګنځایونو) په نامه یادیږي.

مهم ټکي: د کونګري عبادتخونه، د اوړي هستوګنځایونه، واورین پړانګان او همالیايي غرنۍ اوزې.
د رسیدو لار: پارک د کونزوم غاښي له لارې د منالي څخه د اوړي په موسم کې د سړک په وسیله د لاسرسي وړ دی او د شملې څخه د ریکانګ پیو په لار د ژمي په موسم کې د لاسرسي وړ دی.
د مهاتما ګاندي د اوبو ملي پارک، د انډمان او نیکوبار جزیرې
د هیواد یو څو د اوبو خوندي ځایونو څخه یو د مهاتما ګاندي د اوبو ملي پارک MGMNP دی او په 1983 کې یې بنسټ ایښودل شوی ترڅو مرجانو ساحل، سیمه ایزو ونو او شنو جزیرو ایکوسیستم خوندي وساتي. دا خوندي ځای نږدې 281.5 کیلومتر مربع مساحت لری. او د واندور شاوخوا سیمه ایزو اوبو کې 29 کیلومتره د بلیر بندر لویدیځ ته پروت دی.

مهم ټکي: کم پیدا بحري ایکوسیسټم، د اوبو لاندې لامبو وهل او کښتۍ ځغلول
د رسیدو لار: د انډمان او نیکوبار جزیرو پایتخت، د بلیر بندر څخه د سړک په وسیله د لاسرسي وړ دی.
د ارامه درې ملي پارک، کیرالا
د ارامه درې ملي پارک په رسمي ډول په 1985 کال کې پرانیستل شو او د کیرالا وروستی باراني ځنګل خوندي ساتي. د ارامه درې ملي پارک د نړۍ ځینې ښکلي، ځانګړي او لوړ تولیدونکوي ایکوسیسټمونه لري. د پارک سیمه د انقراض سره مخ لنډه لکۍ لرونکو شادیانو کور دی، چې د پارک مهم ډول ژوي ګڼل کیږي.

مهم ټکي: شین سیل، لنډه لکۍ لرونکي شادیان او ان 164 ډوله پکه بی بی (وزر لرونکي حشرې چې اوږد نری بدن او پراخه رنګه وزرونه لري) لري.
د رسیدو لار: د کوچې سرک له لارې پارک د لاسرسي وړ دی (5 ساعته، 200 کیلومتره) یا په ټامیل ناډو کې د کایمباتور څخه (2 ساعته، 65 کیلومتره).
د تډوبا-اندارهي پړانګانو خوندي سیمه، مهارشټرا
د تډوبا ملي پارک او د اندارهي ځناورو خوندي ځای په ګډه د تډوبا اندارهی پړانګانو خوندي سیمه TATR جوړوي چې په 625.4 کیلومتره کې پرته ده. د محلي بت تارو او اندارهي سیند په نامه نومول شوې چې خوندي سیمه کې بهیږي، د تډوبا اندارهي پړانګانو خوندي سیمه په رسمي ډول په 1995 کې جلا شوه، د ښه شمیر پړانګانو کور دی او د سیلانیانو لپاره غوره ځای دی.

مهم ټکي: د تډوبا اندارهي پړانګانو خوندي سیمه په هندوستان کې د پړانګانو یو له 50 خوندي ځایونو څخه ده.
د رسیدو لار: دا خوندي سیمه د ناګپور څخه یوازې درې ساعته لرې پرته ده (145 کیلومتره) د سړک لار.