همکاري

په ملګرو ملتونو کې د اصلاح شوي څو اړخیزتوب لپاره غږ پورته کول

مسله 05, 2020

په ملګرو ملتونو کې د اصلاح شوي څو اړخیزتوب لپاره غږ پورته کول

اسوک موکرجي |لیکوال

مسله 05, 2020


د کلونو په تېرېدو، په ملګرو ملتونو کې د هندوستان ځای لا پیاوړی شوی. د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د لومړي وزیر موډي وروستۍ وینا تر شا سفیر اسوک کمار موکرجي د هیواد اړتیاوې په اصلاح شوي او اوږد مهاله منتظر نړیوال جوړښت کې لټوي

د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي، د ملګرو ملتونو (UN) 75 مه ناسته کې د نړیوال جوړښت سږ کلني یادګاري غونډو لپاره د خپل هیواد تعهد بیا ښکاره کړ. هغه د اصلاح شوي څو اړخیزتوب په اړه تکراري غږ په شدت سره پورته کړ. په دموکراتیک ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (UNSC) تصمیم نیولو لپاره دا حتمي اړتیاوې دي؛ د ملګرو ملتونو کارونو لومړیتوب ته د پراختیايي کارونو راوستل؛ او د ملګرو ملتونو عملکرد تغیر د څو اړخیزه غړي په توګه چې ټولو ننګونو ته د ګټور ځواب ورکولو تیاری ولري.

د 2020 کال د سپتمبر 15مه او 30مه، د ملګرو ملتونو مجازي عمومي ناستې UNGA ته د لومړي وزیر موډي د وینا ریکارډ شوې ویډیو څخه اخیستل شوی انځور

د اصلاح شوي څو اړخیزتوب غږ د هندوستان د بهرنۍ تګلارې اصلي برخه ګرځیدلې ده، د 21مې پیړۍ اصلي ځواکونو په منځ کې خپل ځای لټوي ترڅو په څو اړخیز سیستم کې پراخه او چټک ګډون ولري. یوه پیړۍ وړاندې، د شاوخوا 1.3 میلیونو په شمېر هندي عسکرو د بریالي متحده ځواکونو خوا کې وجنګیدل چې د لومړۍ نړیوالې جګړې ګټونکي شول، چې دې سره هندوستان د 1919 ویرسایلس پیمان یې لاسلیک کړ او د ملتونو د لیګ بنسټ ایښودونکی غړی شو. د 2.5 میلیونو څخه ډیر هندي عسکر د متحده ځواکونو سره اوږه په اوږه دویمې نړیوالې جګړې کې ګډون وکړ، چې ورسره د واشنګټن 1942 ملګرو ملتونو فرمان لاسلیک کړ او بیا یې د په 1945 کې د ملګرو ملتونو منشور په سانفرانسیسکو کې لاسلیک کړ. د داسې هیواد په توګه چې د نړۍ شپږمه برخه نفوس او ژوندۍ دیموکراسي لري، هندوستان د څو اړخیز سیستم فعال غړی دی.

د 2020 کال د جولای په 17مه د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیز شورا لوړپوړي ناستو کې د دوامداره سولې او نیکمرغۍ لاسته راوړلو لپاره د څو اړخیزه تګلارې غږ  اوچتولو  وروسته، لومړي وزیر موډي د ملګرو ملتونو 75مه ناسته کې د 2020 کال د سپتمبر په 21مه د اصلاح شوي څو اړخیزتوب لپاره غږ پورته کړ، چې د نن ورځې حقایق منعکس کړي، او د ټولو ګډونوالو غږ اوچت کړي، او معاصر ننګونې حل کړي، او د بشر په ښیګڼه غور وکړي. د 2020 کال د سپتمبر په 26مه د ملګرو ملتونو عمومي ناسته (UNGA) بحث کې د لومړي وزیر نریندرا موډي، د هندوستان لیدلوری پر اصلاح شوي څو اړخیزتوب روښانه کړ.

د دې لیدلوري اصلي ټکی د هندوستان باور دی چې د ملګرو ملتونو غړي د نن ننګونو مقابله د تاریخ تیره بنسټونو سره نشي کولای. د معاصر اصلاحاتو پرته، ملګري ملتونه د ډاډمنتیا کړکیچ سره مخ دي. د ملګرو ملتونو یواځینی بنسټ چې د ډیموکراتیک اصولو خلاف یا د اکثریت رایو خلاف تصمیم نیسي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ده، چې پنځه په خپل سر انتخاب شوي دایمي ویتو ځواکونه کولای شي دیموکراتیک تصمیم نیول رد کړي.  لومړي وزیر د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا کلکه نیوکه وکړه ځکه چې نشی کولای د ملکي جګړو او ټروریستي بریدونو په شمول د جنګونو مخه ونیسي، چې پایله کې یې د زرګونه ماشومانو په ګډون ډیر عادي انسانان مړه کیږي. میلیونونه خلک چې د جګړو له امله بیځایه شوي، کډوالۍ ته اړ شوي. هغه اضافه کړه چې دا ټول پداسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو غړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د سولې او امنیت ساتلو برخه کې ارزښتناکه مرسته کړې. لومړي وزیر برسیره کړه چې هندوستان د ملګرو ملتونو 50 بیلابیلو ماموریتونو کې د 240،000 څخه ډیر عسکر لیږدولي دي، چې د ملګرو ملتونو سوله ساتو ځواکونو منځ کې تر ټولو لوړ شمېر تلفات د هندوستان شجاع ځواکونو ته رسیدلي دي.

د ملګرو ملتونو مرکز د نیویارک په ښار کې د غړو هیوادونو بیرغونو سره

د 2020 کال د جون میاشت کې هندوستان د 193 رایو څخه 184 رایې لاسته راوړې او د دوه کلونو لپاره د 2021 څخه تر 2022 کال پورې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لپاره وټاکل شو. دا د 1949 څخه اتم ځل دی چې د ملګرو ملتونو عمومي ناستې څه باندې دوه-دریمه برخه غړو د هندوستان ټاکنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپار ستایلې ده. لومړي وزیر اشاره وکړه چې د هندوستان خلک د ملګرو ملتونو اصلاحاتو بشپړېدو لپاره د ډیرې اوږدې مودې راهیسې انتظار دي. هغه وپوښتل: نن د هندوستان خلک انديښنه لري چې دا اصلاحات به کله هم یوې منطقي پایلې ته ورسیږي. او تر څو به هندوستان د ملګرو ملتونو د تصمیم نیولو جوړښت څخه لرې پاتې شي؟

د ملګرو ملتونو 75مه کلنۍ ناسته کې، لومړي وزیر موډي په خپله وینا کې د نړیوالو مشرانو لخوا جوړې شوې اعلامیې ته د رسیدو اشاره وکړه، که ملګري ملتونه په سمه توګه اصلاحات و نه مني نو د اعلامیي لیدلوری به په بشپړ ډول عملي نه شي چې د جګړې مخنیوی، د پراختیا ډاډ، د اقلیم بدلون، د نامساواتو لرې کولو او د ډیجیټلي تکنالوژي پراختیا ده. د اصلاح شوي څو اړخیزتوب لپاره د هندوستان غږ د سولې، امنیت، او پراختیا په تړاو پام کوي. د ملګرو ملتونو یو بې ګټې امنیت شورا د هندوستان هغو ملي کوښښونو مخنیوی کوی چې غواړي په 2030 کال کط دوامداره پراختیايي موخو (SDGs) ته ورسیږي. د ملګرو ملتونو کارونو لپاره د دې نظارت تړاو په راتلونکو لسیزو کې د لومړي وزیر کتنې کې ښکاره شو چې د 2015 کال راهیسې هندوستان لوی پراختیايي نوښتونه تطبیق کړي. چې خپله ښکاره کوي چې څرنګه د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه “اصلاح کیږي – کارونه مخ ته وړي – بدلون کوي”، لومړي وزیر په هندوستان کې د تېرو پنځه کلونو تغیري بدلون ته اشاره وکړه چې سلګونه میلیونه خلکو وکولای شول رسمي مالي برخې ته داخل شي، د ازادې هوا رفع حاجت څخه خلاص شي، او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري. په رهبرۍ او د سوداګرۍ نوښتونو کې د ښځو پیاوړي کول، کوچني مالي ته لاسرسی او د د معاش سره ولادي رخصت ورکول د هندوستان غیر تبعیضي پراختیا تګلارې دي. لومړي وزیر موډي وویل چې هندوستان د پیسو ډیجیټلي لیږد رهبرانو څخه ګڼل کیږي، او د هندوستان په خپل ځان بسیا تګلاره به د کویډ-19 وبا پای ته رسیدو وروسته په نړیوال اقتصاد کې چټک بدلون رامنځ ته کړي.

لومړي وزیر هندوستان د “د خپل پرمختګ تجربو شریکولو” لپاره متعهد کړ، ترڅو د نړیوالې همکارۍ اصل تطبیق کړي چې څو اړخیزتوب پرې ولاړ دی. دې کې د اړینو درملو لیږد هم شامل و چې د کویډ-19 وبا پر وخت ورته اړتیا شته، هندوستان د نړۍ 150 څخه ډیرو هیوادونو د وبا پر وړاندې د ملاتړ لپاره درمل استوي او د هندوستان د واکسین تولید او لیږد کچه به د ټول انسانیت لپاره وي. د SDGs د تطبیق تجربې پر بنسټ، هندوستان څو اړخیزه لیدلوری په لاره واچاوه چې د ساحې مطابق نړیوال اهدافو ته لاسرسی ولري. چې دې کې ایالتي او محلي دولتونو، مدني ټولنو، ټولنې او د خلکو مداخله اړینه وه. همدا راز د هندوستان نړیواله تجربه  د مختلفو نړیوالو نوښتونو لپاره لکه سوله، امنیت او پرمختګ هم د ورته دوامداره لیدلوري پر بنسټ ولاړه ده.

ملګرو ملتونو لا وختي په خپلو فعالیتونو کې د تونیس اجیندا، او د SDG لاسته راوړنې 2030 اجیندا چوکاټ کې څو اړخیز لیدلوری په کار اچولی دی. د هندوستان بهرنۍ تګلارې په کړکیچن وخت کې د داسې اصلاح شوي څو اړخیزتوب غږ اوچت شو چې تصمیم نیول د ډیموکراتیک اصولو پر بنسټ ولاړ وي، پراختیا ته لومړیتوب ورکړل شوی وي، او ټولې خواوې دخیل وي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا لپاره د هندوستان انتخابیدل او د G20 راتلونکې 2020-2021 ناستې مشري په غاړه اخیستل د هندوستان لپاره د فرصتونو نوې دروازې خلاصوي ترڅو د ملګرو ملتونو اصلاح او بدلون کې د رهبرۍ رول ولوبوي.

اسوک موکرجي

ډیپلومات اسوک موکرجي په نیویارک کې ملګرو ملتونو ته د هندوستان سفیر او دایمي نماینده وه (2013-2015)
error: Content is protected !!