بودیزم یو ګډ فرهنګ
پداسې حال کې چې بودایي فرهنګ او فلسفې د لرغوني هندوستان څخه ټولې اسیا ته رسیدلی، د سویلي اسیا هیوادونو سره یوه پیاوړې اړیکه جوړه شوه. بینوی کې بیل د سیمې بودايي میراث او معاصر تړاو ته کتنه کوي
د سمسارا، مایا او میتیا مفهوم، او د مادي نړۍ ګمراه کوونکی طبیعت، په اوپانیشاد کې د اتمې او نهمې میلاد څخه پخوا پیړیو کې ښکاره شوې وې. د ژوند لوی هدف دا و چې د خیالي پردو هاخوا اصلي حقیقت ولیدل شي. هرڅوک چې دې ته رسیده هغه ته یې بودا یا روښانه شوی او تیرتانکاراس یا د مرګ ډار باندې بریالي ویل. په راتلونکو 2000 کلونو کې دا فلسفه په لویه وچ کې نني هیوادونو لکه سریلانکا، برما، تایلنډ، لاوس، ویتنام، اندونیزیا، نیپال، بوتان، افغانستان، تبت، کوریا او جاپان کې خپره شوه. ترټولو لرې شمالي سیمې چې دا فلسفه ورته رسیدلې وه په سیابیریا کې بوریاتیا او منګولیا وې. کله چې د اسیا له ګوټ، ګوټ څخه علما راتلل او د پخواني هند نالنډا او تکشاشیلا پوهنتونونو کې درس وایه، هغوی ځان سره بودايي درسونه، متنونه او مقدس اثار وړل. له همدې کبله په اسیا کې بودایزم ژوندی شو او ان نن په سیمه کې کلک ځای لري.

برما
برما د پیړیو په اوږدو کې د بودايي نفوذ او هنر ځای و. د لومړي زر کلونو پای کې، برما د هندوستان بیهار کې بودګایا، د بودایزم مرکز سره ژورې اړیکې پاللې. په حقیقت کې په بودګایا کې د مهابودي مندر هنري بڼه د برما یولسمې – دولسمې پیړۍ بګان مندرونو ښارګوټې څخه نقل شوې ده. په دولسمه او دیارلسمه پیړۍ کې د هندوستان ځمکو کې د بودايي مرکزونو پرځیدلو سره، علما او هنرکاران د هندوستان څخه د برما روحانیت ته کډه شول. بګان یو د زرګونه بودايي مندرونو سره چې په نقاشۍ او مجسمو ښکلي شوي ول، یو مرکز شو. د دولسمې پیړۍ نقاشي د بګان مندرنو داخلي دیوالونو کې د ګاوتما بودا ژوند او جټاکا کیسو باندې څرخیږي.د برما پلازمینه، یانګون کې، یوه لویه شویداګون پګودا ولاړه ده. دا د برما معتبر بودايي مندر دی او داسې ویل کې چې د تیرو څلور بوداګانو مقدس اثار د ځان سره لري. که څه د بګان مندرونو مهندسي سټایل وي او د مندرونو منځ نقاشي وي، خو د برما بودايي میراث د هندوستان بودايي میراث ته له نږدې انعکاس ورکوي.

ویتنام
د 2018 کال اکتوبر میاشت کې، د هندوستان او ویتنام لږ پيژندل شوي فرهنګ ارزښتناکه برخه کشف شوه. تاریخپوهانو ته د ویتنام له لارې د یو بودايي ښوونکي، بودي دارما سفر معلوم نه و. داسې ویل کيږي چې په چین کې د چان بودایزم (دیانا په سانسکریت کې) بنسټ کیښودونکی دی چې په جاپان کې ورته زِن بودایزم وايي. په چین کې د نفوذ سره سره چان\زِن بودایزم ویل کیږي چې په جاپان کې یې د ډیسيپلین فرهنګ او ملي کرکتر جوړ کړی. بودي دارما د هندوستان څخه چین ته سفر وکړ او هلته یې پنځمه – شپږمه میلادي پیړۍ کې وخت تیر کړ.د بحر له لارې سویل ځتیځې آسیا ته د بودايي علماوو دوامداره تګ راتګ کیده او بودي دارما کیدای شي آسیا ته د ویتنام پخواني چمپا پادشاهۍ پر وخت رسیدلی وي، چې ثبتونه یې په هندو او بودايي مندرونو کې دي چې سویل او مرکزي ویتنام کې ښکاره کیږي.

اندونیزیا
د پخوا وختونو راهیسې، کښتیو د هندوستان، اندونیزیا او چین منځ کې مالونه وړل او راوړل. په اندونیزیا کې لرغوني پاتې شوي اثار ښکاره کوي چې 2000 کاله پخوا یې د هندوستان سره ښې اړیکې لرلې. په لومړیو زر کلونو کې، چینايي زیارت کوونکو د بحر څخه تیریدل او هندوستان کې یې ځان بودايي ځایونو ته رساوه. کله به چې هغوی بحري لاره کاروله، ډیر وخت به یې د اندونیزیا ګڼ بحري بندر کې تیراوه، چې په لیکنو کې یې یادونه شوې. له پخوا څخه هندویزم په اندونیزیا کې موجود و او بودایزم د اومې میلادي پیړۍ څخه پیل شو. ان نن د هندوستان رامایانا داستان د اندونیزیا ارزښتناکه فرهنګي دود ګڼل کیږي.په اتمه او نهمه میلادي پيړیو کې، د اندونیزیا په جاوا کې ښکلي بودايي اثار ودان شول. په مرکزي جاوا کې د بوروبودور مندر، د نړۍ یوه ښکلو بودايي اثارو څخه دی، چې دې دوره کې د شیلیندار پاچاهانو لخوا جوړ شو.د بوروبودور مندر په غوره توګه د بودايي فلسفې پوهه بیانوي. چې څو زره متره مربع ظریف کار نندارې ته وړاندې کړی، دا مندر د ماندلا په څیر ډیزاین شوی، چې درجه بندي شوې لاره لري ترڅو وروستي حقیقت صعود وکړي. د پنځمې پیړۍ راهیسې ماندلا په بودايي هنر کې راڅرګند شول، لکه چې د هندوستان، مهاراشټرا، کانهیري کې په بودايي غارونو کې لیدل کیږي. د بوروبودور مندر د هندوستان څخه د لرغونې بودايي فلسفې ښکلې او پاکه ادامه راښکاره کوي.

تایلنډ
د دیارلسمې پیړۍ څخه د څوارلسمې پيړۍ نیمايي پورې، د بودایزم یو لوی مرکز د تایلنډ په سوکوتای کې رامنځته شو. د بودايي هنر ځینې غوره ډولونه دلته وکارول شول چې تر نن ورځې مشهوره دي. د هغه دورې مندرونه د لرګیو څخه جوړ شوي و نو ځکه تر اوسه پاتې نه دي. خو هغه څه چې تر اوسه جریان لري د بودا ښکلي او ښایسته انځورونو جوړول دي. د څوارلسمې پیړۍ نیمايي کې، د تایلنډ شاه یو. تانګ د نوې پلازمینې بنسټ کیښود، چې د اوسني بنګاک څخه 85 کیلومتره د شمال په لرو موقعیت لري. دا پلازمینه د ایودیا د ښار پسې د ایوتایا په نامه ونومول شوه، ایودیا په هندوستان کې د راما زوکړې ځای دی. د ایوتایا په ویجاړو کې په زړه پورې مندرونه اوس هم شته، چې د هغې سیمې زرین بودايي میراث نندارې ته وړاندې کوي.د تایلنډ مندرونه د ګرودا څو انځورونه لري چې د هندویزم خدای ویشنو، غر دی. د پخوا څخه ګرودا په تایلنډ کې د اصلیت نښه ده. دا کیدای شي دلته ذکر شوي وي چې د ګرودا دواجا (په لرګیو یو شاهي بیرغ) د مندر زینو په کټارو شته. همدا راز د هندوستان په لویدیځ تبت، او لډاک، لهاول-سپیتي او کیناور کې د سرو زرو ګرودا د یولسمې او دیارلسمې پیړۍ په څو بودایي مندرونو کې موندل کیږي.

د واټ فو بودا مندر کمپلیکس د بنګکاک له غوره ځایونو څخه دی چې تاریخ یې اولسمې پیړۍ ته رسیږي. او هلته د 165 فوټه په اوږدوالې د بودا مجسمه ده چې په یوه بغل پروت دی. دا ورتوال د بودا پارینیروانا ته ډیر شباهت لري چې مهاراشټرا اجنتا غارونو کې هم ترسترګو کیږي. د بودا دا ډول ښکاره کول په هندوستان کې پیل شو او تر نن ورځ په ټوله آسیا کې تر سترګو کیږي.د بنګاک د مندرونو څخه ترټولو مشهوره یې چې واټ فرا کیو یا زمردي بودا دی. دا مندر د 1782 او 1784 کلونو تر منځ د لومړي شاه راما دورې پر مهال جوړ شوی. د مندر داخلي دیوالونه د رامایانا په انداز په انځورونو او مجسمو ښکلي شوي. د تایلنډ ډیر بودايي مندرونه د همدې کیسې څخه نقاشي شوي. ان نن هم رمایانا یا په سیمه ایزه ژبه، راماکین دلته د خلکو ترمنځ مشهور فرهنګي دود دی.
کمبودیا
کمبودیا بل هیواد دی چې د بودايي مذهب هنرونو او مهندسۍ غني تاریخ لري. پداسې حال کې چې د کمبودیا شاهي کورنۍ هندویزم خدایانو ته عبادت کاوه، بیا هم په پراخه کچه بوايي هنرونو ته کار شوی دی. د شپږمې او اتمې پيړۍ څخه د کمبودیا هندو او بودايي مجسمې په خپل ښکلا او ښایست کې سیال نه لري.د دولسمې پيړۍ په لومړیو کې، د کمبودیا د وخت پادشاه، دویم سوریا وارمان، د هندو مندرونو ترټولو لوی کمپلکس، انګکور واټ جوړ کړ. شیوا، براهما او ویشنو خدایانو لپاره ځانګړی شوی وي، او وروسته بیا بودایانو کاراوه.په دولسمه پيړۍ کې پادشاه اوم جایاوارمان د کمبودیا ترټولو لوی بودايي کمپلکس د انګکور واټ څخه 150 کیلومتره لرې د انګکور توم په نامه جوړ کړ. د انګکور توم د مخ برجونه په نړیواله کچه وپيژندل شول او اوس د انګکو لرغونو اثارو پارک په نامه یادیږي چې دې کې دواړه انګکور واټ او انګکور توم شاملیږي. د خندانه څیرو حکاکي چې څلور خواوو ته ګوري د بودیساتوا لوکیشوارا نړیواله خیرغوښتنه ښکاره کوي. د انګکور توم منځ کې بایون د پادشاه ځانته مقدس مندر و. او په نړۍ کې د بودایزم ارزښتناکه اثارو په جمله کې راځي.

لاوس
د سویلختیځ آسیا شبه جزیرې مرکز کې د لاوس هیواد موقعیت لري. دا خلک ژور مذهبي دي او د دوی فرهنګي بنسټ د تیراوادا بودایزم جوړوي. پنډیتان یا هغه خلک چې د ژوند ښیګڼه غواړي، خلکې يې په پراخه ډول درناوی کوي او په منظم ډول ورته خیراتونه ورکول کیږي، او دا دود ورته د هندوستان بودا وختونو څخه راپاتې دی. لاوس نږدې 5,000 بودايي مندرونه لري. د لاوس ډیری نارینه د خپل ژوند یوه برخه په بودايي مندرونو کې تیروي ترڅو د نړۍ مهربان لیدلوری او بودايي اخلاق زده کړي. دا هم د پخواني هندوستان د براماچاریا اشرام (د ژوند زاهدانه دور) یادګار پاتې دی.د سروزرو تټ لوانګ مندر د لاوس ملي سمبول دی. چې 1566 کال کې جوړ شوی او منار یې 148 فوټه لوړالی لري او داسې ویل کيږي چې د ګاوتاما بودا پاتې شوی یادګار هم دلته شته.دا چې بودا خپل ډیر وخت په هندوستان کې د خپلو فلسفو په تدریس تیر کړی، نو له همدې کبله دا هیواد د بودایزم زانګو په نامه یادیږي. که څه هم وروسته د یولسمې او دولسمې پیړیو بودایزم په هندوستان کې رکود وکړ، خو په ګاوڼدیو هیوادونو کې یې وده وکړه چې دې سره ژورې فرهنګي او ملکي اړیکې جوړې شوې.

بودایزم بیا مشهور کیږي ځکه چې د طبیعت سره سولیزه فلسفه لري او دا چې جغرافیه یې په سویلي آسیا کې ده، د بودایزم 98 سلنه نفوس په آسیا-پاسفیک سیمه کې اوسیږي. د بودایزم ګډ میراث هندوستان د سویلي آسیا وړاندې سیمو لکه جاپان، کوریا او آن چین سره نښلوي.د لومړي وزیر موډي تر مشرۍ لاندې، د ASEAN هیوادونو سره د هندوستان ختیځ لیدنې او ختیځ ګام تګلارو کې بودایزم اصلي رول لوبوي. د 2018 کال بوداجایانتي لمانځنه کې لومړي وزیر موډي د آسیا نورو هیوادونو (چې اکثریت یې بودایان دي) سره د هندوستان پر اړیکو د بودايي تعلق پر ارزښت ټینګار وکړ.سره له دې چې بودایزم د اسیايي هیوادونو اړیکو جوړولو لپاره د کتلست په توګه عمل کوي، د ټوریزم په برخه کې هم پراخه ونډه لري. سږ کال د فیبروري میاشت کې، د اسین-هندوستان د وزیرانو اتمې ناسته کې چې په مجازي بڼه ترسره شوه، پراهلاد سینګ پټیل، د هندوستان مرکزي دولت د فرهنګ او ټوریزم وزیر د هندوستان او ASEAN په فرهنګي اړیکو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ASEAN هیوادونه د بودايي ټوریزم ښه مارکیټ دی او د بودایزم لارې سره هندوستان کې هم ټوریزم وده کوي. د فرهنګ وزارت د بودایزم لارې زیربنا جوړولو کې ډیره پانګونه وکړه. او همداراز یې د بودایزم نړیوال کنفرانس په لاره واچاوه ترڅو د هندوستان بودايي میراث په اړه پوهاوی ډیر کړي او بودايي ځایونو څخه د بهرنیو سیلانیانو لیدنه ډیره شي. بودایزم په پخواني هندوستان کې د جغرافیايي پولې هاخوا فرهنګي او فلسفي اړیکې جوړې کړي او د معاصر وختونو ننګونو حل لپاره هم دا اړیکې کاریدلی شي.