د هندوستان آزادي کا امریت مهوتساف 75مه کلیزه
د هندوستان دولت یو نوښت چې د هیواد خپلواکۍ 75مه کلیزه ولمانځي، آزادي کا امریت مهوتساف د هیواد ټول ټولنیز-فرهنګي، سیاسي او اقتصادي هویت ګډ پرمختګونه سره یوځای کړي. د هندوستان پخوانی سفیر انیل تریګونایات څو هغه فکتورونو لیکي چې هندوستان یې د حساب وړ یو ځواک باندې بدل کړی
یو هیواد یوازې یو جغرافیه یا د خلکو یو ګروپ نه دی. یو مدني میراث دی. هندوستان چې د بهارتوارش مدني اخلاقو څخه اخیستل شوی، د هیوادونو منځ کې په خپلو معنوي لاسته راوړنو، فلسفي بحثونو او د نړیوال عمل او فکر درلودلو پیژندل کیږي. تیر کیدای شي د نوښتګر راتلونکي لپاره یوه غوره لاره وي. هندوستان چې د استثماري یوغ څخه ووت، په آسیا، افریقا او نوره نړۍ کې د هیوادونو لپاره یوه بیلګه شو، او مخکښ شو چې په غیر ډلیزه بڼه د مخ پر ودې نړۍ غږ شي. په ملګرو ملتونو (UN)، د مالیې او سوداګرۍ عمومي هوکړه (GATT)/ د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) او نورو ډیرو نړیوالو سازمانونو کې د هندوستان ونډه، هندیان څو اړخیزتوب ته اړ ایستلي چې په بنسټي کچه د هندیانو رګونو کې شته روان دي. دا هغه وخت و چې هندوستان د لوږې، غربت او وروسته پاتې هیواد په توګه د ستونزو سره لاس په ګریوان وه. خو بیا هم د نړۍ د اعتماد وړ او هیلې وړ هیواد شو. هندوستان د یووالي او تنوع بیلګه ده او د لازمي ستراتیژيک اقدام کوونکي په توګه راڅرګند شوی چې په ټولو نړیوالو محاسبو کې یې شتون اړین دی.

هندوستان په 75 کلنۍ د حساب وړ یو ځواک دی. د 1.3 میلیارده غږونو سره په اسانۍ کولای شې دوی او نړۍ سره مخ ننګونې لرې کړي. د هندوستان د پرمختګ ماډل، چې د وخت په تیرېدو بدل شوی، د 160 څخه ډیرو هیوادونو سره د بیلابیلو ظرفیت لوړونې پروګرامونو او د پاملرنې او شریکولو کوښښونو له لارې مرسته کړې. دې کار هندوستان سره مرسته وکړه چې د نړۍ ګوټ، ګوټ کې د ښه نیت لویه حوزه جوړه کړي. ان د کویډ 19 وبا پرمهال، هندوستان یو هیواد و چې د خپل ماموریت وړاندې عمل یې وکړ او د 150 څخه ډیرو هیوادونو سره یې درمل او نورې مرستې وکړې، او د 90 څخه یې ډیرو هیوادونو ته میلیونونه دوزه واکسینونه ورکړل. واکسین مایتري او واسودایفا کتومبکام د کړکیچ پرمهال یو مرستندویه عمل شو. د نړیوالو ننګونو پرمهال نړیواله همکاري د هندوستان عملي کار او نسخه ګڼل کیږي. هندوستان د یو لویې وچې په اندازه، بیلابیل فرهنګونه، دودونه، ژبې، هنر، موسیقي، فلمونه، خواړه او میلې لري. او د ا به د اګست 2023 کال او وروسته پورې د مهوتساف (لویې میلې) اصلي برخه وي.
د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي نوښت چې د 2014 کال جون میاشت په 21مه یې په ملګرو ملتونو کې د یوګا نړیوالې ورځ نړیوال ملاتړ غوښتنه یوه د حیرت وړ او بې سارې بریا وه. په نړیواله کچه د خلکو منلو وړ شوه. او د هندي دیپلوماسۍ روښانه لاسته راوړنه وه. نور نوښتونه لکه د نړیوال سولر اتحاد او د طبیعې پیښو پر ضد د زیربنا اتحاد (CDRI) هندوستان ته دا حق ورکړی چې د اقلیم بدلون سره د ګډې مبارزې په لومړۍ کرښه کې وي.

لکه څنګه چې هندوستان موخه لري د ځوان استعداد مصنوعي ځیرکتیا (AI) پر مټ د نړۍ دریم لوی اقتصاد شي – څلورم صنعتي انقلاب منځ ته راوړي، د اتمانیرباربهارت (په خپل ځان بسیا هندوستان) او د نړیوال ارزښت او تامین او اکمالاتو زنځیرونو برخه ګرځیدلو ته نږدې دی چې د (د کلیوالو لپاره د غږ) سره د کویډ-وروسته دور تمثیل وکړي. لومړي وزیر موډي د ملت په تشویق کې وویل: ”کله چې یو هندی یو قدم مخ پر وړاندې اخلي، ټول ملت 1.3 میلیارده قدمه خیز وهي“. په نړیوال ډګر کې هندوستان مخکښ دی، هندوستان په 2021 کال کې د BRICS (برازیل، روسیه، هندوستان، چین، او سویلي افریقا) او په په 2023 کال کې د G20 مشري کوي، او هیله لري چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا (UNSC) اوچت میز کې ځای لري ځکه چې د پنځه S، سمان (درناوی)، سامواد (بحث)، ساهیوګ (همکاري)، شانتي (سوله) او سامریدي (نړیواله سوکالي) له لارې په نړۍ کې د پرمختګ او سولې پراختیا لپاره کار کوي.

کله چې لومړي وزیر موډي په ملګرو ملتونو کې د وینا پر مهال وویل: ”هندوستان داسې یو ملت دی چې بودا [د هندوانو خدای ګاوتما بودا ته یې اشاره وکړه] یې وړاندې کړی نه یود [جنګ]. نو ځکه موږ د ټروریزم پر وړاندې تلپاتې ژمنتیا لرو. ټروریزم د ملګرو ملتونو بنسټي اصولو خلاف دي، او د بشریت په خاطر باید، نړۍ د ټروریزم پر وړاندې یو شي. ویشل شوې نړۍ د هیچا په ګټه هم نه ده.“ که څه هم ډیرې ننګونې لرو، خو دا مو حق دی چې د خپلو 75 وروستي کلونو په لاسته راوړنو وویاړو. که غواړو د آزادۍ سرښندونکو بیاراپاڅیدونکي، انعطاف منونکي، پیاوړي او په خپل ځان بسیا هند خوبونه رښتیا کړو، نو مونږ باید په ورته وخت کې هر ډول نوښت ته په خلاص نظر وګورو، او د ملت خدمت لپاره خپل ځانونه وقف کړو.