پرمختګ

د بریا پروسه

مسله 06, 2020

د بریا پروسه

منوج ساهو |لیکوال

مسله 06, 2020


د جل جیوان هیله بخښونکی ماموریت په هیواد کې هرې کلیوالې کورنۍ لپاره د څښلو اوبو برابرولو په خاطر د خلکو ژوند کې بدلون راولي

د 2019 کال اګست 19 کې لومړي وزیر موډي د خپلواکۍ ورځې وینا کې د جل جیوان ماموریت اعلان وکړ، چې د 2024 کال پورې د هیواد هرې کلیوالي کورنۍ ته د اوبو فعاله نل (FHTC) ورسوي چې د ملګرو ملتونو SDG-6 موخې څخه ډیر وړاندې ټاکل شوې موخه ده. د دې ماموریت موخه د نږدې یو ملیارد خلکو د ژوند کیفیت ښه والی او د ژوند اسانتیا ده چې د هیواد کلیو کې ژوند کوي.

د سهولتونو راوستل زمونږ شعار دی

د دې پراخ پروګرام پام پر دې دی چې هر سیمه ایز کور ته د اوبو خدمات ورسوي، نه دا چې یوازې کوچنۍ زیربنا جوړه کړي. نو ځکه په ذهن کې بدلون دی او د سهولت راوړلو ذهن د اوبو رسولو په برخه کې رامنځ ته شوی. د دې ماموریت موخه ده چې سیمه ایزو کورونو ته اوږد مهال او دوامداره ډول د څښلو اوبه ورسوي. لکه څنګه چې د ماموریت موخه په ټولیز ډول ده، د برابرۍ او ټولشمولیت پر اصولو تاکید کیږي، یعنې د کلي هر کور باید د څښلو اوبو نل ولري، یو کور هم پاتې نشي. د 2019 کال اګست میاشت کې د ماموریت اعلان سره، د 190 میلیونه سیمه ایزو کورونو څخه یوازې 32 میلیونو (17 سلنه) د څښلو اوبو نل درلود.

د راجستان په یوه کلي کې ښځې د اوبو لوښي په خپلو سرونو وړي

د ټولنې ګډون

د تقاضا پر بنسټ ولاړ دې پروګرام د ملا تیر د ټولنې ګډون دی چې د اوبو رسول پلان سره پیل کیږي ترڅو په منظم ډول کار کار وکړي او په ډاډمن ډول خدمات ورسوي. هر کلی باید د یو واحد په توګه وکتل شي، ترڅو هر یو کلي ته اوبه ورسیږي. د کلي عملي پلان (Village Action Plan) د هر کلي لپاره جوړ شوی ترڅو د څښلو سیمه ایزې سرچینې تقویه شي. داسې تمه کیږي چې د کليو ټولنې به وتوانیږي چې موضوعات او ننګونې مشخص کړي، او هغه په ښکاره ډول ووايي چې کومې سرچیني د دولت لخو په بیلابیلو فعالیتونو کې کارول کیدای شي. د څښلو اوبو د پلان ترڅنګ، د څارویو نفوس هم په نظر کې نیول شوی دی. څرنګه چې څاروي په سیمه ایز اقتصاد کې ښه رول لوبوي، د کلیو اوبو پلان کې هم په نظر کې نیول شوي دي.

کلیوال د عامه اوبو رسونې اوبو ټانکر ته د بوبانیشوار لمنو کې راټول شوي، اودیشه

د دندو ډیروالی

د اوبو رسولو زیربنا دوام او اوږدمهاله خدمتونو لپاره په هر کلي کې، ماهره کارګرو لکه، سنګ کار، نل دوان، برقي او داسې نورو ته اړتیا شته. د جل جیوان ماموریت په نظر کې لري ترڅو په هر کلي کې د داسې ماهره کارګرو یوه شبکه جوړه کړي ترڅو هغوی په  خپلو پښو ودریږي او د زیربنا ساتنه وکړي چې د کارموندنې فرصتونه برابر کړي او سیمه ایز ابتکار ته پراختیا ورکړي. داسې تمه کیږي چې د دې پروګرام تطبیق سره به د ډیرو موادو لکه سمنټ، خښتو، پایپ، والونو، اوبو/ لږ مصرفي پمپونه، سولري پمپونه او د کور د نلدواني سامان آلات، د ډیرو اوبو انتقال او توزیع شبکه، د اوبو تصفیه خونې او د اوبو بیا استعمال تقاضا هم لوړه شي او همدارنګه د کار ګرو او تولیدي صنایعو بازار به هم ښه شي. دا ټول به د ځان بسیا هندوستان یا اتمانیربار بهارت موخې پوره کړي. د هندوستان کلیو ټولو کورونو ته د نل اوبه رسول به د بريښنايي پمپونو/اوبو اوچتولو تقاضا ډیره کړي. داسې انګیرل کیږي چې وچې ځمکې د وچکالۍ سره مخ وي د سولر انرژي د سولر تختو سره وکاروي ترڅو دې کار سره لاره ډیره بریښنا وکارول شي او موخې ته ورسیږو. په وروستیو 15 میاشتو کې، د کویډ-19 وبا سره، سره، 27 میلیونه کورنیو ته د نل اوبه رسیدلي او اوس مهال، نږدې 59 میلیونه (31 سلنه) کورنۍ د نل اوبو ته لاسرسی لری. د یو کال موده کې، د 16 ولسوالیو او 56000 کلیو هر کور ته ډاډمنې اوبه ورسیدلې.

د لډاک، لیه ولسوالۍ نوبرا کې د هوندر کلي کې د سولر تختې کارول شوي

منوج ساهو

منوج ساهو د هندوستان د دولت د جل شاکتي وزارت، د څښلو اوبو او پاکوالي ډیپارټمنټ، د جل جیوان ماموریت، رئیس دی
error: Content is protected !!