نویزونه

د NavIC سره سمبال هند په خپل ځان بسیا کیږي!

مسله 04, 2019

د NavIC سره سمبال هند په خپل ځان بسیا کیږي!

ګجانم خرګامکر |لیکوال

مسله 04, 2019


په فضا کې د هند پرمختګونو هیواد په ساینسي څیړنو کې مخکښ کړی او د ملت ځای یې هم د نړۍ پیاوړو هیوادونو ترڅنګ کلک کړی

ډیر ژر به تاسې په خپل زیرک ټلیفونونو یا موټرو کې GPS (د ځای نښه کولو نړیوال سیستم) نه چک کوئ! د دې پر ځای به تاسې یوه داخلي نسخه کاروئ چې د هند فضاي څیړنو سازمان (ISRO) جوړه کړې. د نړیوال معیارونو اداره 3GPP، چې د مبایلونو لپاره پروتکولونه جوړوي، په دې وروستیو کې یې د هند د لارې پیداکولو سیمه ایز سیستم NavIC (د هند ستورو سره لاره پیدا کول) ومانه چې د سوداګرۍ په موخه یې نړیوال او سیمه ایز مبایل جوړونکي وکاروي.

پداسې حال کې چې نن ISRO د دې لاسته راوړنې څخه خوښ دی خو د NavIC کیسه پخوا په 1999 کې پیل شوه، کله چې پاکستاني عسکرو ځانونه په کارګیل کې ځای پر ځای کړل. د هند اردو د امریکا متحده ایالتونو څخه د هغوی په واک کې د ځای نښه کولونړیوال سیسټم (GPS) د سټلایټ معلومات وغوښتل چې دې سیستم به د هندپاکستان پر پوله د وضعیت په اړه حیاتي معلومات ورکړي وای خو هغوی هند ته د رد ځواب ورکړ. دې کار د هند ملت دې ته اړ ویست چې دوی په خپل واک کې د سټلایټ ځای ښوولو کورنی سیسټم

ولري. بیا د 2013 کال جولای په لومړۍ هند د خپل سټلایټ IRNSS-1A د هند سیمه ایز ځای ښوولو سیسټم IRNSS لومړی سټلایټ فضا ته وتوغاوه، چې په نورو شپږو کلونو کې یو لړ نور سټلایټونه هم فضا ته واستول تر هغه چې د 2018 کال د اپریل په 12مه IRNSS-1L و توغول شو ترڅو د نهو عملي سټلایټونو لړۍ مکمله کړي او په پوره ډول د سټلایټ په وسیله د ځای ښوولو سګنلونه چمتو کړي.

د PSLV-C32 اوچتول (دویم پړاو) د ماشین یوځای کولو لپاره،

د 2016 کال د اپریل 28 د IRNSS-1G بریالي توغولو وروسته لومړي وزیر نریندرا موډي دا سیسټم د نویک NavIC په نامه ونوماوه چې په هندې کې د کښتۍ والا په نامه ده. وویل چې دا د هند خلکو لپاره تحفه ده او زیاته یې کړه چې د سارک هیوادونه هم ترې ګټه اخیستلی شي. نریندرا موډي د NavIC معنی (د هند د سټلایټونو سره ځای ښوونه) وویله. دې سره هند د امریکا متحده ایالتونو، چین او روسیه او اروپايي اتحادېې په شان د غوره هیوادونو لیګ کې شامل شو چې د ځان لپاره د سټلایټ ځای ښوونې سیسټم ولري. مګر دا سفر اسانه نه و. خو دې سختي هیڅکله د ISRO اراده ضعیفه نکړه. د خپل نوم په ژوندي کولو یې د اته میاشتو لپاره خپلې ټولې سرچینې په کار واچولې ترڅو IRNSS-1L یې د 2018 کال د اپریل په 12 وتوغاوه چې دې سره د NavIC اته سټلایټونو لړۍ مکمله شوه. دا 1425 کیلوګرامي سټلایټ په بنګلور کې د الفا ډیزاین ټکنالوژي کمپنۍ لخوا د ISRO په همکارۍ جوړ شوی و او دا دویم سټلایټ دی چې په فعاله توګه په خصوصي سکتور جوړیږي.

لومړي وزیر نریندرا موډي په دې سیستم د نویک NavIC (کښتۍ والا)
نوم کیښود او وویل چې د سارک هیوادونه هم ترې ګټه اخیستی شي

 

نویک NavIC په کور کې جوړ شو، موخه یې د ځمکني، هوایی او سمندري ځای ښوونه، د وسایطو تعقیب او بیړې مدیریت، د ناورین مدیریت، نقشه اخیستنې او جیوډیټیک معلوماتو راټولولو او د لید او اواز ځای ښوونه کې د ډریورانو سره مرسته کول دي. او همداراز د دې توان لري چې د مبایلونو سره یوځای کړای شي، NavIC د سفرکوونکو او غره ختونکو لپاره په هند کې د ځای موندلو غوره سیستم دی. د نظامیانو لخوا د میزایل په توغولو او د طیارو په تعقیب او ځای موندلو کې یو محدود خدمت چمتوکونکی په توګه ترې ګټه پورته شي.

په زړه پورې خبره داده چې د امریکایی سیسټم په پرتله نویک یوازې هند، د هند بحر او د هند شاوخوا چاپیریال تر پوښښ لاندې لري چې دې سره یې د دقت کچه لوړه ده. دا به ټولو کاروونکو ته پنځه متره پورې د دقیق ځای ښوولو معیاري ځای ښوونې خدمتونه وړاندې کړي. پداسې حال کې چې د GPS ځای ښوولو دقیق والی بیا 20 – 30 مترو پورې رسیږي.

 

د هند فضايي څیړنیز سازمان (ISRO) د سټلایټ ځای ښوولو مرکز د هند سیمه ایز ځای ښوونې سټلایټ سیستم لپاره په IDSN (د هند عمیقې فضا شبکه) په ځای کې پرانیست

د نویک سره د هیواد فضايي اداره د GPS مرستندویه ځمکنی ملاتړي ځای ښوونه (GAGAN) پروژې باندې کار کوي ترڅو ورڅخه د سټلایټي ملاتړ سیستم (SBAS) په توګه د هند هوايي فضا کې کار واخلي. که چیرې دا کافي ځان غوښتنه نه وي، نو هند د هند نړیوال ځای ښوونې سیستم (GINS) باندې کار پیل کړی چې د ISRO په وینا چې دا به یو خپلواک سیمه ایز د ځای ښوونې سټلایټي سیستم وي چې دا به استعمالوونکو ته په دقیقه کچه په هند او همدا ډول په سیمه کې د هند پولې څخه په 1500 کیلومټري واټن کې خدمات ورکړي. کله چې دا عملي شي نو هیواد به په ټولو ځواکمنو چوکاټونو کې د نړۍ زبرځواکو هیوادونو په کتار کې ودریږي. هند په اطمینان سره دې ته رسیدلی او پوره چمتو دی چې ان په فضا کې مدیریت وکړي چې وروستۍ پوله ده.

ګجانم خرګامکر

ګجانم خرګامکر یو ایډیټر، د اسنادو جوړونکی او د مستند فلمونو جوړونکی دی چې د ډرفټ کرفټ فکري مرکز رئیس هم دی. هغه د ډرفټ بنسټ ایښودونکی ایډیټر دی. هغه په نړیواله کچه په حقوقو، ډیپلوماسي، عامه پالیسي او نړیوالو چارو لیکنې کوي.
error: Content is protected !!