د فرهنګ او هنر سفیران
د سفر کوونکو لپاره د هندوستان فرهنګ ترټولو پیژندل شوې ځانګړتیا ده. لیکواله او بشردوسته سودا مورتي د هیواد په هغو څو توپیر لرونکو ځانګړتیاوو باندې خپل نظر شریکوي چې اړیکي اسانه کوي او ان د پولو څخه تیریږي
دا سیلانیانو ته عامه ده چې وړاندې له تګ څخه د سیمې په اړه معلومات ولري. دا کار نه یوازې د سفر کوونکو سره د سفر په پلان کې مرسته کوي بلکه هلته د شاوخوا ګرځیدو تجربه لا هم خوندوره کوي. ما لپاره د یو ځای تاریخي ارزښت اړین دی چې هلته سفر وکړم. د بیلګې په ډول، ما د شوق له امله څو کاله وړاندې د کانډا ژبه زده کړه چې په اصل کې په اتمه او نهمه پيړیو کې ورباندې خبرې کیدلې، زه یې وهڅولم چې د هند سویل ته ډیر سفرونه ولرم. همداراز، کله چې زه بهر ته د سفر کولو چانس پیدا کړم، زه اول ورباندې څیړنه کوم او ځان پوهوم چې ولې دا ځای مشهوره دی. په دې ډول سفر پلان کولو کې زه داسې ځایونو ته هم تللې یم چې د هغه ځای په اړه ډیری هندیان نه پوهیږي. هغه څیړنه چې زه کوم، هغو خلکو سره چې زه مخ کیږم او هغه معلومات چې د خلکو سره شریکوم، هغه څه دي چې د خلکو – خلکو ترمنځ د اړیکو بنسټ جوړوي او په پایله کې ملتونه سره نږدې کوي.
د بیلګې په ډول زما وروستی سفر اسرائیلو ته و چې د عیسی (ع) په پل مې قدم کیښود. زما موخه دا وه چې نه یوازې د هغه هیواد طبیعي ښکلا وګورم بلکه په هغو کیسو او واقعو پوهه شم او معلومات ترلاسه کړم چې خپله عیسی (ع) دې ځمکو کې سفر کړی و او ورسره مخ شوی و. ما د انجیل درې میاشتیني کورس کې داخله کړې وه ترڅو لږ ترلږه د هغه ځای تاریخ او فرهنګ په اړه پوهه شم.

پداسې حال کې چې د هندوستان کیسې، دیني فکرونه او فلسفې په نړیواله کچه پیژندل کیږي، زه چې په هغه څه خوښيږم په نړۍ کې د هندوستان معاصر فرهنګ مشهوره کیدل دي، ان د نړۍ په لرې برخو کې د هر ډول عمر لرونکي خلک زمونږ فرهنګ پيژني. لکه: په اروپا کې د پخواني هندي موسیقۍ او نڅا ښوونځۍ ، په نیویارک کې د امریکایانو څخه ډک کلپ چې د بهانګرا اوازونو ته خپل تمرین کوي، د توکیو څخه تر ټورنټو پورې د یوګا تمرین، په لندن کې هندي رستورانتونه او په ګرده نړۍ کې د هندي فلمونو لیدل! هر چیرې مې چې سفر کړی، زما د هیواد میراث او زما هندیتوب زما فرهنګي پاسپورت ګرځیدلی!
زما هندوستاني ريښو ته د محلي خلکو ځواب له ما څخه یوه غوره انسانه جوړه کړه. کله چې تاسې په ایران کې ښایسته او تاریخي مسجدونه وګورئ او یا د کمبودیا هندوانو مندرونه وګورئ، تاسې پوهیږئ چې دا هیڅکله معمولي نه دي – دا په حقیقت کې کیدای شي زمونږ د هیواد څخه هم ښایسته وي. خو دا معنی تاسې د ټیټوالي احساس نه درکوي، دا یوازې ستاسو سترګې بیلابیلو توپیرونو ته خلاصوي. تاسې چې ساري یا کاډي جامو په څیر ساده کالي اغوستي وي او په لومړي ځل څوک درسره په اساني مخامخ کیږي او د هغوي تواضع تاسې لیدلی شئ.

په دې هکله، بالیوډ اصلي رول لوبولی چې زمونږ ښکلی فرهنګ یې د نړۍ په لرې کنجونو کې ښور کړی. زما یاد دي چې ایران کې د سفر پر مهال زه یوه دکاندار سره د ډوډۍ (نرمه، هواره ډوډۍ) اخیستلو لپاره مخ شومه. کله چې دوکاندار ماته ډوډۍ راکوله او زما ساري یې ولید ماته یې وویل: امیتا بچن؟ کله چې زما ځواب د پر خوښه نه وه، هغه دوام ورکړ سلمان خان؟ شاه رخ خان؟. د مشهوره هندي اداکارانو نومونو اوریدلو وروسته زه پوهه شوم چې هغه څه ویل غواړي. ورته مې ځواب ورکړ چې: هو زه هم د هغوی له هیواد څخه یم. هغه په مسکا شو او ویې ویل: پیسې نه اخلم. هرڅومره تاکید مې چې وکړ هغه راته په ماته انګلیسي وویل: هندوستان. بالیوډ. ډیر ښایسته دی. ښه نڅا لري. ښه کالي. ښه موسیقي، ایرانیان یې خوښوي! زه هم لاچاره ورته په مسکا شومه.
زه په خپل سفرونو کې د ازبکستان یو ښار، بخارا ته هم تللې یمه. زه د ماښامني قدم لپاره ووتلم، د بالیود سندرو ضعیف اوازونو پسې ولاړم. په څو دقیقو کې د جهیل غاړه کې یوه رستورانت مخې ته ورسیدم – لیابي هاوز. ما هغه اداکار ته وویل چې: زه د هندوستان څخه یمه او دا سندره زما د هیواد څخه ده. هغه یوه لهزه سندره ویل بس کړل او پوښته یې وکړه: هندوستان؟ ما ورته سر وخوځاوه. نمستې! هغه په خندا راسره مخ شو او په خپل سر یې په خوښۍ سره وخوځاوه، لکه چې زمونږ په منځ کې نوې اړیکه پیدا شوې وي. خو بیا بالیوډ د هندوستان ترټولو نامتو فرهنګي سفیر ګڼل کیږي. د مرحوم یاش چوپرا، نامتو فلم جوړونکي مجسمه د سویس په انترلاکن کې ده، او د شاه رخ خان او کاجل انځور د تیتلیس غره دخول کې ده، چې د یوري الپ له غره څخه لړۍ اخلي. دا یادګارونه نه یوازې د مشهوره سینما بیلګې دې، بلکه د ټول فرهنګ مشهوره کیدل دي – د هندوستان فلمونو شاته نظرونه، د هیواد او د خلکو ورځیني ژوند کیسې دي. پداسې حال کې چې د هندوستان فرهنګ نښې په ټوله نړۍ کې پیدا کیدای شي، زه په دې باوري یمه چې هرځل زمونږ سفر سره، مونږ هم د هندوستان سفیران کیدای شو، چې د هیواد دودونه، فلسفه او روح تیتوو.