ټوله نړۍ یو ستیج ده
د ټولنیزو شکونو سره په شجاعت مبارزه کړې او د مالي خنډونو څخه پورته شوي اواوس د نڅا دا ګروپونو د ممبۍ د لیکو څخه د نړۍ سرتاسر ستیجونو باندې طوفان جوړ کړی
خوښه مو چې مایا ناګري، د خوبونو ښار یا ممبی ورته وایئ – د هند د تفریح مرکز ښایست او مستي نه ورکیږي. هره ورځ په سلګونه هیله مند هنرکاران د لویو هیلو سره په دې تمه ښار ته راځي او خپل خوبونه تعقیبوي چې د توجه وړ ځای ته ورسیږي. پداسې حال کې چې د زرګونه کسانو هیلې یې ساتلي، د یو څو نڅا ګروپونو کور هم دی – چې واړه او لوی ګروپونه دي – چې یوازې نړیوال احترام، مقام او ستایل یې راټول کړي نه دي، بلکه هند ته په نړیال نڅا ستیج کې یو ارزښت ورکړی. د مثال په توګه کینګز یونایټید. د کینګز په نامه مشهوره دي، او هېپ هاپ ګروپ دی، او د خپل بنسټ ایښودونکي سوریش موکوند لخوا رهبري کیږي، په لومړی ځل یې 2009 کال کې د بریا څکه و څښله کله چې یې د بوګي وګي (دهندي نڅا ریښتینې ننداره) جایزه ځان سره کورته لاړل. او دا یوازې یو پیل و. په راتلونکو کلونو کې یې په داسې نندارو کې لومړي مقامونه واخیستل لکه انټرټینمنټ کې لیې کوچ بهی کریګا (2010) او انډیا ګاټ ټالینټ (2011). کله چې د امریکا ریښتینې نندارې نړیوالې نڅا دریم فصل په 2019 کال کې وګاټه، هغوي د نړۍ غوره معاصرو نڅاګرو ته د ماتې ورکولو سره د متل په خبره د هغوی په تابوت کې میخ ټک واهه.

مګر د دې نڅا ډلې د بریالیتوب کیسه چې مکوند یې د پارت سره په ګډه بنسټ ایښی د ګلانو د بستر څخه پرته هرڅه کیدای شي. د ګروپ غړي نه یوازې د شکونو سره مخ شول، بلکه مالي ستونزو سره هم لاس په ګریوان ول. مکوند وایي: زموږ د ډلې د ډیرو غړو لپاره نڅا د مالي خنډونو څخه د خلاصون یوازینۍ سرچینه وه چې خپلې کورنۍ وچلوي. مونږ به نندارو ته تللو او هغه پیسې مو چې اخیستې هغه به مو خپلو کورنیو ته ورکولې. د نړیوالې بریا وروسته د کینګز یونایټید لپاره ژوند په مکمل ډول بدل شو. مکوند چې د بالیووډ نڅاګر ریمو دیسوازا د 2015 کال Any body Can Dance فلم څخه متاثره شوی و او خپل سفر یې پیل کړ، وایي: مونږ ته یې د بې شماره فرصتونو دروازې خلاصې کړې، او مونږ په دوامداره ډول بیلابېلو هیوادونو ته د څو نندارو لپاره سفرونه لرو. مونږه اوس خپل لومړی نړیوال ورکشاپ د امریکا متحده ایالتونو سرتاسر پای ته ورساوه او اوس غواړو چې کاناډا او بیا په نږدې وخت کې اروپا ته سفر وکړو. مونږ پدې وروستیو کې د خپل لومړی نړیوال شوټینګ په فلپین کې هم وکړ. دا یوازې پیل ده، زمونږ په مخ کې لا اوږده لار پاتې ده. او د مکوند وروستۍ موخه به څه وي؟ او د ایمې جایزې لپاره د نڅا په برخه کې نوماند کیدل!
مکوند او د هغه نڅا ډله یوازې نه دي چې د بدمرغیو سره یې په مېړانه مبارزه کړې او بریا ته رسېدلي. B.E.A.ST (په سړکونو کې زیږیدلي اخلاقي وړتیاوې) د موډ خدمه دویم ته نږدې شول. د باینګ او ډوګي، پاپینګ او لاکینګ او لایټ فیټ – او ځیني نور د سړک سر نڅاګانې دي چې د بریالۍ ډله پکې تجربه نه لري. هغه فکتورونه چې لامل شول ترڅو په 2013 کال کې د B.E.A.ST موډ جوړ شي لکه د دوی د سفر کیسې په څیر یوه په زړه پورې کیسه لري. د ډلې څخه سونیک وایي: چې مونږ (نڅاګر ننجا، مایک 62 او سونیک) د بنګلور څخه ممبۍ ته روان وو چې په لاره غلو لوټ کړلو. د یو بل سره د مرستې له کبله مونږ ژوندي پاتې شو او کور ته ورسیدو. مونږ هلته پوه شو که چیرې مونږ د دې وضعیت څخه د یوبل په مرسته وتلی شو، نو مونږ یو ځای هرڅه کولای شو. او همدا و چې دا ډله مو جوړه کړه چې یوازې b-هلکان نه بلکه b-انجونې، هیپ هاپ، او د سړک نڅاګر یې لرل. که څه هم زمونږ مزل اوږد او د ستونزو ډک و خو هیڅ شي ونشو کولای چې د دې ډله د پرمختګ مخنیوی وکړي. سونیک زیاته کړه چې: مونږ سټوډیو نه لرله، په ختیځ اندري کې مونږ د ناګرادا سړک په سر د یو دکان مخې ته خپل تمرین کاوه. دکان به د ماښام اته بجې 08:00 بندېده او مونږ به نیم ساعت ورسته خپل ځان د ماښام په 08:30 ځان هلته رساوه او راټولیدو مونږ د ډیرو ستونزو سره په مېړانه مبارزه وکړه لکه بارانونه، د ګاونډیانو انتقادونه او داسې نور.
خو لکه څنګه چې دوی وايي، یو شی د بې څارې هڅې سره تعقیب کړئ او هغه به تاسې داسې لوړو ته ورساوي چې فکر به مو هم نه وي کړی – دې خدمې نه یوازې د خپل نوم د نڅا په محلي او نړیوال ډګر کې حک کړ بلکه په b-boying کې یې د لیمکا ریکارډ ونیو! خو هغه پروګرام چې د دوی نڅا یې بریا ته ورسوله د نڅا کوئ (KOD) د سړک سر نڅا نړیوال کپ مقام و، چې دوی په 2017 کال کې کور ته راوړ. د پیل لپاره KOD د سړک سر نڅا او هیپ هاپ ته داسې ده لکه کریکټ ته چې نړیوال کپ دی. B.E.A.ST موډ نه یوازې د بیجینګ مشهوره مسابقو کې په 2004 کال کې د شرایطو وړ شو، بلکه په سهیلي کوریا کې یې هیواد د مسابقو پایلوبې ته وویسته او بیا یې پایلوبه وګټله! په 2020 کال کې دوي د دفاعي اتلانو په څیر ګډون کوي.

سالسا ډیو ایلویس مسکارینهاس او نمرتا ویتکه هم دومره شاته نه دي پاتې. په 2018 کال کې هغوی د ممبی څخه د امریکا متحده ایالتونو، میامي ته ورسیدل چې د هند نمایندګي هلته د سالسا نڅا په نړیواله غونډه کې وکړي. د سفر بیه 8 لکه هندي روپۍ وه خو هغوی هیڅ سوچ هم ونکړ او خپل ټول امکانات یې په لاره واچول. په حقیقت کې چې نمرتا خپله وظیفه په تلویزیون کې پریښودله چې د خپل هیله د نڅا مسلک تعقیب کړي خپل ټولې شوې پیسې یې راوویستې ترڅو هلته ورسیږي. ایلویس هم د خپلو ټولو شویو وروستۍ پیسې مصرف کړې چې نیویارک ته پرې ټکټ وپیري. او دوی زیار او قرباني ورته ثمر ونیو. پداسې حال کې چې ایلویس د نارینه وو یوازینۍ برخه کې د طلا مډال وګاټه او وتلی ستوری ونومول شو، نمرتا په فري سټایل کټګوري کې دویم مقام خپل کړ. ایلویس چې د نورو منځ کې د پرابو دیوا، مایکل جکسن او ټایټ ایز په څیر خلکو څخه متاثره شوی، وایي: مالیات یو د غټو ستونزو څخه وو. د خپل هیواد ښکاره کولو لپاره د خپلو پیسو مصرف باندې تلل اسانه کار نه دی. نڅا د یو مسلک په توګه په هند کې نه پیژندل کیږي. مونږ باید په تمریناتوکې پیسې مصرف کړو او داسې مالي ملاتړې هم څوک نشته. خو نړیوال ستیج ته سفر کول یواځې د نڅا په زور داسې یو کار دی چې هر نڅاګر یې هیله لري. دا د فروتني خبر ده چې زه د نړۍ په کچه وپیژندل شوم او زما سټایل یې خوښ شو.