یو ډول اوبدل بیا ژوندي شول
د ماشرو ښکلې ټوټه د ورکېدو په غاړه و، نږدې و چې له هیره ووځي، خو د فیشن مشهوره لیبلونو ومونده
500 کلن زوړ دود چې د پخواني اوبدونکو د مهارت کیسه کوي. په زړه پورې یو یارډ اوبدل شوې ټوټې هر خم او پیچ کې د پاچاهانو او ټولنو، د شویو جګړو او له لاسه تللو پاچاهیو کیسې لري. دا د ماشرو میراث دی، یو ښکلی لاسي اوبدل شوی دودیز ټوکرچې یو وخت په ګجرات کې وده کړې وه. ماشرو د ورېښمو او پنبې تارونو هغه ځانګړی ترکیب دی چې یو وخت سلطنتيانو او د سیمې اشرافوغوره کاوه.
ماشرو چې بهر ته د وریښمو ځلا ورکوي او دننه نخي یې چې اغوستونکي د راحتي احساس ورکوي. ماشرو د زیور رنګونو او خیره پټارو په لرلو په خپل اوج کې د جامو او کالیو لپاره یو مشهور ټوکر و.
د ګجرات په ایالت کې یې قوي مرکز درلود چې د پټان او منډوي سیمو به په پراخه کچه اوبدل کیده. د کرتۍ، ساریګانو او لنګونو لپاره کار ترې اخیستل کیده. ماشرو یو طلایي تاریخ لري چې د وخت په تېریدو له منځه لاړ. خو بیاهم، ساده مګر ښکلی ټوکر بېرته د پام لاندې راغلی، او د فیشن ډیزاینرانو په کوښښونو بېرته را ژوندی شوی.

یو بریالی تاریخ
د 16 پیړۍ په جریان کې، د عثمانیانو مقتدرې امپراتورۍ چې په ټول منځني ختیځ یې واک درلود د ګجرات سوداګرو سره یې په پراخه کچه تجارت کاوه. د دانو، مرچ او مسالو او ډول، ډول کالیو ترڅنګ تر ټولو لوړ قیمت لرونکی جنس د تبادله لپاره وريښم ول. د وریښمو زړه راښکونکې ځلا د امپراتورۍ اسلامي اشرافو په منځ کې مشهور شو. که څه هم د دوی ځیني په دې باور ول چې وریښم باید د دوی جلد لمس نکړي. او د هغوی د وچو ځمکو په ګرمي کې د اغوستلو لپاره ناراحته و. دې ستونزې ته د حل لپاره ماهرو اوبدونکو ماشرو جوړ کړ، داسې یو ټوکر چې خلکو ته یې دا توان ورکړ چې د عقایدو پوره کولو ترڅنګ په وريښمینو ځلیدلې جامو کې پوښل شوي ول.
ماشرو (مشروع) د اوبدلو عمودي تارونه د وريښمو او د اوبدلو افقي تارونه یې د نخو څخه و. د ماشرو نوم د فارسي مشروع څخه اخیستل شوی چې د جایز په معنی دی. ځینې وایې چې د سانسکریت میشرو څخه اخیستل شوی چې د ګډ شوي په معنی ده. په ډیرو بېلابېلو ښکلو رنګونو کې اوبدل شوی لکه شین، سور، زیړ او ابي، ماشرو د وخت په تېریدو د ښایست سمبول شو.
لکه څنګه چې د هغه عصر غوره سلطنتونه خاورو سره خاورې شول، په همدې ډول د هغوی هنر او کسب هم د وخت په تېریدو له منځه لاړ. خو اوبدونکو د ساده ماشرو ټوکرو اوبدل د سیمه ایزو ښځو لپاره پیل کړل، چې هغوی به د لمنې او ګنډک سره ګنډل. خو هغه هم کم شول ځکه چې بازار کې ارزانه تکې مشهوره شوې. نن ډیرې کمې کورنۍ د ګجرات په پټان کې لاسی اوبدل شوې ماشرو جوړوي. حسن کاکا یو د هغو هنرکارانو څخه دی چې لا اوس هم لاسي اوبدل شوې ماشرو اوبي.
د رنګ تارونه
د حسن کاکا په نیمه روښانه ورکشاپ کې هر سهار کار پیل کیږي. د هغه درې زامن ورسره مرسته کوي، چې هر یو یې د ورځې درې متره ټوکر اوبي. محمد زبین د کاکا زوی وایي: د ماشرو څو ډوله اوبدل شته. کتریه ماشرو چې د رنګونو خطونه لري چې د مختلفو عمودي تارونو په کارولو جوړیږي. دانه دار چې ده یو ټکي لرونکی نقش دی چې څلور اضافي میلې لاسي دستګاه ته اضافه کیږي.
72 کلن حسن وایي: چې یو نیم میاشت وخت نیسی چې یو قطعه ټکر تیار شي. او زیاته یې کړه چې یو ساری کیدای شي په دریو میاشتو کې تیار شي! هغه وایي: کار ستړې کیدونکی دی او لږې پیسې لري. د همدې لپاره زړه نا زړه دی چې زامن یې دا کسب زده کړي او کنه. اوسني 25 – 30 اوبدونکو ته چې په پټان کې ګورې، د څو لیسیزو پخوا نږدې 400 اوبدونکو وچه دښته په رنګونو پوښول د نه منلو خبره ده. یونس بهایی د یو وړوکي رنګارنګ دکان خاوند دي چې په پټان کې د مشهوره سیلاني ځای، راني–نو–هاجیرو ته مخامخ چې نوم یې ګامتیوالا دی. هغه وایي: چې زما د نیکه په وخت کې زمونږ کورنۍ د ماشرو په خرڅولو ژوند کاوه. له وړوکي دوکان څخه یې پیل وکړ او درې لویې مغازې یې پرانیستې، خو ټولو هغه وخت کې همدا ټوټه اخیسته. خو نن یې هیڅوک هم نه غواړي. خو زه ډاریږم که سیناریو بدله نشي نو څو کاله وروسته به ماشرو یوازې په موزیمونو کې لیدل کیږي.
د هیلې یوه ځلا
که څه هم لا تر اوسه پېرودونکي شته، په ځانګړي ډول په ښاري هند کې، خلکو اوس د ماشرو پیژندلو ته مخ اړولی. یو شمیر ځایي ډیزاینرانو د ډیزاینونو او رنګونو سره تجربه پیل کړې او د رنګ کولو او پرنټ کولو کارونه ورباندې کوي چې په محلي مارکیټ کې خورا ډیر ستایل کیږي.
یو له ډیرو مشهورو ډیزاینرانو څخه چې د ماشرو سره تجربې کوي، سنجې ګارګ نومیږي، د را مینګو (خام ام) له کمپنۍ څخه دی. د هغه کار د دې لامل شوی چې د نړۍ تر ټولو مزین ټوکر چې اشرافو ترې کالي کول بیا د ډیرو پیرودونکو د خوښې وړ وګرځوي، او دا قیمتي میراث بیرته را ژوندی کړي.

کله چې ګارګ د ډهلي په 2016 کال پسرلي – اوړی ماډل کې د هند امازون فیشن اونۍ AIFW کې د فیشن تجربه کاران ناست وو او خبر شول چې د ماشرو څخه یې کرتۍ ګانې، لنګونه او ان عصري پطلونونه جوړ کړي. د عصري هندي ښځو غوښتنو مثال یې ښکاره کړ، د هغه ماډلو په ښکلي کالیو کې قدم واهه چې د دود مینه یې لرله خو ګډوډ جوړ شوي نه و. حیران لیدونکي پوه شول چې پنبه د دې ټوټې عمر ډیروي. په درې اصلي لپاره ماشرو ښه انتخاب دی – اسانه اغوستل، د مغلق ډیزاینونو ساده والی او ښکلا.
ګارګ د ماشرو په راتلونکي خبرې کولې او وویل: د ماشرو راتلونک د اوبدونکو د ټولنو په علاقه کې نغښتی دی، او په وروستیو لسیزو کې مخ په وده دی. زما د ټولو مجموعو څخه ماشرو زما DNA ته نږدې دی، په ځانګړي ډول د پلار کورتۍ چې زه یې کله کله ګورم چې ترې اغیزمن شم.
ګارګ د اوبدونکو میراث څخه نمونې او نقشونه رسم کړي چې عصري جوړښت یې ورکړی، او د ماشرو ټوټې یې په بې څاري ډول ښکلې کړي. په ګجرات کې د کرفټ روټ کمپنۍ چې یو ځانګړی ځای دی او ماشرو ټوکر جوړوي خپل کار یې د ماشرو سره د 2001 څخه پیل کړی. د دوی یو ویاند راجو تاکور وایي: زمونږ ساري ګان، د کور ښایست سامان او د نارینه و کالي په ټول هند کې خرڅیږي ان بهر هیوادونو ته هم روان دي. ماشرو یو بډای ټوکر دی. اوه مرحلې لري چې په مکمل ډول یو ښکلی او ښایسته ماشرو جوړ شي، که چیرې یوه مرحله یې هم پاتې شي نو اعلی کیفیت سره نه جوړیږي. د ماشرو جوړول لکه د خپله د ماشرو په څیر جاذبه کار دی. لکه څنګه چې د ماشرو ټوټې په لویه کچه پلورل کیږي نو داسې ښکاري چې دا میراث بیرته په ژوندې کیدو دی.