انځورونه

یو سفر چې تل به زړونو پاتې وي

مسله 02, 2021

یو سفر چې تل به زړونو پاتې وي

شرابستي ملک |لیکوال

مسله 02, 2021


موزیمونه یوازې پخوا وختونو یادونه نه تازه کوي. موزیمونه د تیرو زمانو پاتې شوي اثار د راتلونکي نسلونو لپاره خوندي ساتي او د هیواد زرین تاریخ – که څه موسیقي، پولي (پیسو)، نظامي یا فرهنګي تاریخ وي، نندارې ته یې وړاندې کوي. د موزیم نړیوالې ورځ (مې 18) په مناسبت، مونږ تاسو ته د هندوستان ځینې ځانګړي موزیمونه درپیژنو

د هندوستان ذخیروي بانک د پیسو موزیمممبئ، مهاراشټرا

دا ځانګړی موزیم د هندوستان ذخیروي بانک (RBI) لخوا جوړ شوی، ترڅو د پیسو سیستم ریکارډ په هندي نیمه وچه کې ریکارډ کړي. دا په زړه پوره نندارې چې د سکو او کاغذي پسو څخه نیولی تر بريشنايي-پیسو پورې لري، لیدونکو ته اجازه ورکوي چې د زرکلونو په تیریدو په هیواد کې د پیسو انقلاب باندې پوه او ورڅخه لیدنه وکړي. هرڅوک وړیا ننوتلی شي او هره دوشنبه موزیم د خلکو پرمخ بند وي.

Exhibits at the RBI Monetary Museum in Mumbai are accompanied by information about the origin and evolution of money, and its role in India’s economic history

د INS کوروسورا اوبتل موزیمویشکپتنام، اندار پردیش

دا ځانګړی موزیم د ریښتینې اوبتل منځ کې جوړ شوی! د INS کوروسورا اوبتل، د شوروي اتحاد لخوا I-641 کلاس جوړ اوبتل، په 1969م کال کې د ډیسمبر په 18 هندي بحري ځواک ته وسپارل شوه، او د 2001 کال، فیبروري په 28 بیرته د کار څخه وغورځیدله. دا موزیم ملته لپاره د دې بحري اوبتل سفرونه، لاسته راوړنې او خدمتونه د اثارو، انځورونو او لیکل شویو نوټونو په وسیله نندارې ته وړاندې کوي. د موزیم سیلاني لارښوونکي د هندي بحري ځواک متقاد افسران دي. د اوبتل ځینې برخې لکه رادار خونه او کنټرول خونه په موزیم کې نندارې ته وړاندې شوي، چې دوشنبه د خلکو پر مخ بند وي.

The INS Kurusura Submarine Museum has been recognised by the Indian Navy as a War Memorial

د ترانسپورت میراثي موزیمتارو، هریانا

د ترانسپورت په زړه پورې موزیم کې، د vintage Morris Minor ماډل څخه د پذیرايي میز کار اخیستل کیږي او د موټرسایکل هنډلونه د دروازې دستګیر په توګه کارول کیږي. دا موزیم چې ګوروګرام ته نږدې د هریانا په تارو کې موقعیت لري، د موټرونو علاقمند، تارون تکرال لخوا جوړ شوی. د موټرونو، موټرسایکلونو، بسونو او اوسپنې پټلۍ واګون څخه نیولی تر غوا ګاډی، ټانګې، تر جالو او د 1940 کال Piper J3C Cub الوتکې پورې چې د بام څخه ځوړند شوې، دا موزیم تاسې ته د هندي ټرانسپورټ میراث د 2500 وسایطو او اړوند یادګارونو سره نندارې ته وړاندې کړي.

One of the most attractive displays at the Heritage Transport Museum is that of a 1962 Chevrolet covered in dome mirrors suspended in the atrium

سرود ګارګوالیور، مادیا پردیش

سرود ګار چې د سرود موزیم په نامه هم یادیږي، د هندي کلاسیکې موسیقي ځینې ځانګړې الات نندارې ته وړاندې کړي دي. د نامتو استاد حافظ علي خان سرود څخه د افسانوي هنرکار استاد بدیع غلام علي خان سورمدال یا سوارمندار (د هارپ هندي بڼه) پورې – دا موزیم د هندوستان غني هنري میراث خزانه ده. دلته په منظم ډول د موسیقي پروګرامونه او ژوندۍ اجراګانې په لاره اچول کیږي. دا موزیم هره یکشنبه د لیدونکو په مخ تړلی وي.

The museum is housed in the ancestral home of noted sarod master and Padma Vibhushan recipient Ustad Amjad Ali Khan, who is also the son of Ustad Haafiz Ali Khan

د جدايي موزیمامرتسر، پنجاب

د 1947 کال جدايي نه یوازې د بشریت په تاریخ کې د لویې کډوالۍ لامل شو بلکه په 150 میلیونه کسانو یې اغیز پریښود. د جدايي موزیم چې د امرتسر ښار مرکزي هال ودانۍ کې موقعیت لري – انځورونه، یادګاري شیان، رسمي اسنادو او نقاشي – او هغه واقعې بیانوي چې د جدایي لامل شوې. د موزیم په 14 دهلیزونو کې غږیز-ویډیويي ستیشنونه جوړ شوي. د موزیم اثار د جګړې څخه ژوندي پاتې شویو کسانو له کورنۍ لخوا ورکړل شوي. دا موزیم چې هره دوشنبه د لیدونکو په مخ بند وي، کوښښ کوي چې د جدايي په تړاو د شفاهي تاریخ په شمول نور اثار، اسناد، فلمونه او انځورنه هم راټول کړي.

The barbed-wire tree called Tree of Hope is the piece de resistance of the Partition Museum’s Gallery of Hope (the last gallery). Visitors are encouraged to pen down messages of love, peace and harmony on leaf-shaped papers and hang them on the branches of the tree

د کرن نادار د هنرونو موزیمنوی ډیلي

د کرن نادار د هنرونو موزیم (KNMA) د هندوستان د هنرونو لومړی شخصي موزیم دی. کله چې په 2010 کال کې پرانیستل شو، دا په هیواد کې د یو څو ګوتو په شمیر د مرکزونو له جملې څخه و چې لیدونکو کولای شو د جمیني رای (1887 – 1972) او د شلمې پیړۍ نامتو مجسمه جوړونکي انیش کپور کارونو څخه د یو بام لاندې خوند واخلي. پداسې حال کې چې د موزیم اصلي ټولګې د شلمې پیړۍ هندي نقاشانو کارونه دي، د خپلواکۍ وروسته دورې کارونه هم ورکې شامل دي او همدا راز په پراخه ډول د ځوانانو دور بیلابیلو کارونو کې ونډه لري. او په ورته وخت کې د نړۍ هنر ځینو بانفوذه غږونو سره خبرې او بحثونو زمینه برابروي.

One of Kiran Nadar Museum of Art’s treasured art pieces is an installation titled 8’x 12’′ (2009) by late Indian artist Hema Upadhyay. It is an interactive piece created using maquettes of tin houses made from aluminium sheets, car scraps, enamel paint, tarpaulin, pieces of metal, and other objects collected from Dharavi in Mumbai

د کلیک هنري موزیمچینای، ټامیل ناډو

ادعا کوي چې د هندوستان لومړی 3D متقابل هنري موزیم دی، د کلیک هنري موزیم د تقابل یو ځای دی چې نندارو ته په مهارت د چل هنر یا لیدلو هنر وايي – دوه بعدي انځورونه چې کله د یو ځانګړې زاویې څخه ولیدل شي، درې بعدي معلومیږي. د نورو موزیمونو برخلاف، لیدونکي کولای شي نندارې ته ایښودل شوي انځورنه لمس کړي او عکسونه ورسره واخلي. دا موزیم داسې 24 نندارې لري چې د ا.پ. شریتار لخوا جوړ او نندارې ته وړاندې شوي، چې خپله یو هنرکار دی. د موزیم د یو چټک لارښود سره پیلیږي چې یو کس باید کوم ځای کې ودریږي او له کومې زاویې وګورې او کمره ونیسي ترڅو دریم خیالي بعد په بشپړ ډول څرګند شي.

د انوکي لاسي پرنټ کولو موزیمجیپور، راجستان

د عامر تاریخي ماڼي ته نږدې د چانور پالکیون کې حویلي په ښکلې انداز بیا جوړه شوه. دا بې څاری موزیم د لاسي ګلانو پرنټ کولو لپاره ځانګړی شوی. د پرنټ شویو کپړو بیلابیل ډولونه نندارې ته ایښودل شوي چې د راجستان د سنګانیر د کپړو ښارګوټي د نقاشي، اړوند انځورونو او اړوند وسایلو بدلون ښکاره کوي. د موزیم دایمي ټولګه کې طبیعي او کیمیاوي پروسې لکه دودیزه ډبو یا د خټو ضد پرنټنګ شامل دي چې د لرګیو یا برونزو وسایلو سره حک کیږي. د نندارې وړ اصلي ځای آرشیف دی چې د جامو او کور لوازمو خزانې په توګه عمل کوي او د 1960 لسیزې څخه تر ننه پورې اثار لري.

The Chanwar Palkiwon ki Haveli, which houses the Anokhi Museum of Hand Printing, has earned a UNESCO award for ‘Cultural Heritage Conservation’ in 2000

شرابستي ملک

د هندي انسټیټیوت د ټولیز اطلاعاتو څخه فارغه ده، هغې د MYCityLinks، د باهوبانیشوار ځايي کوچنۍ ورځپاڼې او The Pioneer مجلې سره کار کړی. هغه د موسیقي څخه خوند اخلي، د کتاب ټولونکې ده او مینه لری چې د سفرونو، موسیقي او نورو موضوعاتو په اړه لیکنې وکړي چې هغې ته په زړه پورې وي.
error: Content is protected !!