د توکیو المپیک ټکټ
هیلي شته خو فشار هم ډیر دی چې د هند نارینه او ښځینه هاکي ټیمونه د توکیو لپاره بریالي شوي او د راتلونکي کال تیاری نیسي
دا خو ټولو ته واضح ده چې هند په هاکي کې د بل هر چا څخه د المپیک سروزرو ډیر مډالونه ګټلي! د المپیک په تاریخ کې د هند هاکي د سروزرو اته مډالونه ګټلي دي، چې نړۍ کې ترټولو ډیر دي. که څه هم دا د لسیزو پخوا خبره ده خو اوس یې هیواد بیا تقاضا لري او زمونږ لوبغاړي هم تیار دي چې دې هیلې ته ورسیږي. او د توکیو 2020 المپیک غوره والي لوبو شاهدان و چې د نومبر 1 او 2 باندې د اودیشه په بوبانیسوار کې ترسره شوې او ومولیدله چې د هند نارینه او ښځینه هاکي ټیمونو خپل سیالانو روسیه او د عربو متحده اماراتو ته ماتې ورکړه. د نارینه ټیم پوره بریا او د ښځینه ټیم د نمرو بریا هغوی ته د توکیو په المپیک کې ځای وګاټه.
که څه هم د نارینه ټیم په تیرو درې، څلور کلونو کې د عوامو لخوا د پیاوړې خوښي او ستاینه احساس کړې، د ښځو ټیم په نړیواله درجه بندي کې نهم ځای خپل کړی، خو بیا هم دوی هومره تشویق شوي نه دي. په تیرو دوو کلونو کې د دوی پرمختګ د دوی په پیاوړتیا او مهارتونو کې د شک ځای پريښی نه دی. ددې برسیره، د 2017 کال د اسیا کپ غوره ګټل، د اسیايي لوبو دویم مقام خپلول، په نړیوال جام کې اتم ځای نیول او د FIH لوبو پایلوبه د اسیاګټونکي جاپان پر وړاندې، زمونږ ښځینه ټیم المپیک ته پر لاره رڼا خپروي.

د ښځو په ټیم کې د کپتانې راني رمپال په شمول یو څو تنه شته چې د ځانګړې یادولو ارزښت لري. د ځوانانو وینه ښه کار کوي او زه پوره ډاډمن یم چې دوی به د 2020 کال المپیک کې ځلیږي.
که څیړنیز مرکزونه – روزونکي، اداره کوونکي، تمرین ورکوونکي – وکولای شي چې غوره شونې تګلاره جوړه کړي او د جزايي کنجونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي، زمونږ انجونې او هلکان به وکولای شي چې زمونږ د هاکي زرین دور بیرته را ژوندی کړي. د هند اوسني هاکي اداره د رهبري یا استعداد هیڅ کموالی نه لري مونږ د ګراها راید (د نارینه ټیم) او سجورد ماریجنې (ښځینه ټیم) په څیر روزونکي لرو، چې په بریالۍ توګه یې د لوبغاړو ذهنونه بدل کړي او هغوی ډیر ډاډمن او حمله ور کړي. مونږ اوس د نارینه ټیم کې تر ټولو غوره خلک لرو. د هند د نارینه ملي هاکي ټیم کپتان منپریت سینګ پاور یو پیاوړی لوبغاړی دی. سریجیش پاراتو رویندران، س.و. سونیل، چینګلیسانا سینګ کانګوجم، امیت روهیداس او امیت ګوده موسمي لوبغاړي دي. ټیم نړیواله تجربه لري او ښه مهارتونه لري، زه باور کوم چې په المپیک کې ښه چانس لرو. لکه چې د غوره والي سیالیو کې مو وکتل، زمونږ هلکانو روسېې ته د ضعیف سیال په توګه وکتل او د روسیې ضعیفوالی په وروستیو کلونو کې څرګند و! مونږ لاندې هم ګورو چې ډیر با استعداده لوبغاړي هاکي کوي. یو وخت هر ماشوم چې لوبه کوله نو یوازې کرکټ یې کاوه. خو اوس کیسه بدلیدونکې ده او خلک بیا هاکي خواته زور کوي.

د هند دولت په تیرو څو کلونو کې د هاکي پرمختګ او تشویق لپاره ډیر ملاتړ کړی دی. ګټه یې مثبتې پایلې دي او لا وړاندې د ښې اجرا تمه کولای هم شو. کله چې د کیلو انډیا (هنده لوبې کوه) کمپاین پیل شو، ټولو ورزشکارانو ښه فرصت پیدا کړ که په ښوونځۍ کې و یا بل ځای کې. څو تګلارو کې بدلونونه راغلل او د ورزشکارانو او د روزونکو پرمختګ لپاره زیربنا جوړه شوه. د هرې لوبې لپاره باید لوبغاړي په ټولو برخو کې تیار وي. ما یو شپه مخکې د یوې لوبې لپاره تیاری ونیو.

ته باید ځان ډاډمن کړې ترڅو د اوبو او خوړو سمه اندازه وخورې ترڅو په میدان کې په سمه توګه لوبه وکولی شې. یو کس باید خپل تګلاره پلان کړي چې څومره خطر په ځان ومني، او داسې نور. کله چې ټولو اندازې برابرې شي، ته کولی شې ډاډمن پر مخ لاړ شې او ښه اجرا وکړې. پداسې حال کې چې پر دواړو د ښځو او نارینه ټیم باندې ډیر فشار دی په ځانګړي ډول اوس چې د المپیک مهالویش اعلان شوی (د ښځو ټیم به خپله سیالۍ د نړۍ اتل ټیم هالنډ پر وړاندې پیل کړي او د نړۍ پنځم نمبر د نارینه ټیم به د نیوزیلاند پر وړاندې میدان ته لاړ شي)، پیاوړې هیله شته چې هند به د سروزرو مډالونه وګټي.