فیشن

د دود یوه بښۍ

مسله 04, 2021

د دود یوه بښۍ

اشدین زی لیلاوالا |لیکوال

مسله 04, 2021


د هندوستان زردشتې ټولنې د پارسي ګارا په نامه د ګلدوزۍ یو ځانګړی دود ژوندی ساتلی. د کپړو جایزه ګټونکی ډیزاینر آشدین ز. لیلوالا وايي چې: د دې هنر په ګلانو او ونو باندې ښکلې شوي ساري نن ورځ یو غوره اثر ګڼل کیږي، او دا صنعت بېرته د ژوندي کیدو حال کې دی

کله چې ډیری خلک په لومړي ځل د پارسي ګارا ګلدوزي وګوري، دوی یې ښکلا، ظرافت او غوره والي ته حیران پاتې کیږي ځکه چې په ریښتینه توګه یې د طبیعت څخه الهام اخیستی. خو دوی نشي کولای دې ګلدوزۍ لپاره جغرافیایي، فرهنګي، ملیتي هویت ورکړي. او دلیل یې هم د پارسي ګارا پیدایښت کې څرګند دی، چې د هندوستان زردشتي ټولنې سفر منعکسوي. پارسیان هغه زردشتيان دي چې د فارس څخه یې په اومه میلادي پیړۍ کې هندوستان ته کډه کړې. کوچینۍ ټولنه ګجرات ته ورسیدله او د هندوستان لویدیځو غاړو کې استوګن شول. د پارسي ګارا ګلدوزي– د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه د کپړو دودونو یوځایوالی، د ټولنې سوداګرۍ او سفرونو پایله ده.

د ګلدوزۍ پیدایښت کیسه

د نولسمې پیړۍ په لومړیو کې، پارسي ټولنې لرې ختیځ ته سفرونه پیل کړل، د چین او هانکانګ سره یې سوداګري کوله. د هندوستان څخه یې تریاک او پنبه وړله او هلته چین کې یې د چای سره تبادله کوله. کله چې د بحر له لارې بېرته راتلل د ځان سره یې د د خوښې وړ ګلدوزۍ کپړو په شمول، چینايي اثار راوړل. کیسو کې داسې هم راغلي چې یو پارسي سوداګر په کنټون کې د ګلانو او ونو ګلدوزي دومره خوښه شوه چې شپږ یارډه وریښمینه کپړه کې یې د ګلدوزۍ فرمایش ورکړ او ځان سره یې راوړه چې ښځه یې هندوستان کې د ساري په توګه وکاروي. په اصل کې چینايي کپړې په بشپړ ډول د یوې څنډې څخه بلې څنډې پورې، په ګلانو پوښل شوې وې. خو په ورو، ورو ډیزاین کې داسې بدلون راغی چې د ساري بڼه خپله کړي، او غاړو کې د ګنډلو لپاره خالي ځایونه ولري. چې وروسته، پارسي میرمنو په هندوستان کې د ګلدوزي تخنیک زده کړ او دې سره د ګارا هنر کې د هندي نقاشي، رنګونو او احساسونو لار پرانیستل شوه. پارسي ټولنه چې په بمبئ (اوسنۍ ممبی) کې استوګنه وه، غني شوه او غوښتل یې چې غنا یې په جامو کې له ورایه څرګنده وي. نو له همدې کبله یې د ګارا اغوستل خپل اصلي جامه وګڼله.

ځانګړې ښایست پیژندنه

د ګارا دودیز پارسي ډیزاینونو کې کنډا پاپیټا (پیاذ او الوګان)، مرغا مرغي (خراس او چرګه) او چینا چیني شامل دي چې د چینايي نقاشۍ څخه یو لړ اخیستل شوي رسمونه دي او دې کې بتخانې، ښاماران، سړي او ښځې هم شامل دي. د ګلانو او ونو نقاشي هم خورا مشهوره ده چې طبیعت لپاره د زردشتي آیین درناوي ښکارندويې کوي. د سل پاڼې ګلان، ګلاب ګل، داودي ګلان او د اوبو نیلوفر ګلان د تاکونو، شبکو او باغونو په بڼه څرګند شوي. د چینايي کپړو څخه د بامبو اخیستل شوې نقاشي هم ډیره مینوال لري. حقیقي او غوره خلاقیتونو د پارسي ګارا کپړو ته ښکلا بښلې چې جنتي مرغان، بحري مرغان، د اور مرغه، ماهیان او ښاماران هم ورکې راځي. بل په زړه پورې نقاشي د چینايي دود څخه سپيڅلی فنجي دی. څرنګه چې پارسیانو په پراخۍ سره خپل سفرونه پیل کړل دوی د اروپايي ښکلا، د ښایسته ژۍ ګنډل، کمانونو ګنډلو او د تسمو ګنډلو سره بلد شول او دې سره په زړه پورې اروپايي رنګونو او د اروپايي رنګونو ترکیبونو د ګارا هنر ته لار پیدا کړله. اصلي کپړه چې د ګارا لپاره کاریدله د سالي ګاچ په نامه یادېده. نن ورځ وریښمینو کپړو، جارجیت، کریپ، جالۍ ګانو او نورو سپکو کپړو د اصلي تکې ځای نیولی دی. په دودیزه بڼه د ګارا ساري د اولټا پلا سټایل کې اغوستل کیږي او د اروپايي سټایل بلوز او جالۍ سودره (دودیزه لاندینې کپړه چې پارسيان یې د کوستي او سپیڅلو تارونو سره اغوندي) سره ګډ اغوستل کیږي.

د پارسي کورنیو پخواني انځورونه چې دودیزه کالي یې په تن دي

د لاسي ګلدوزۍ معجزه

د پارسي ګارا ګلدوزي ساټین، نخي تارونه یا آري او د اوږدو لیکو بخۍ ډیرې کاروي. ځانګړې بخۍ لکه په زړه پورې فرانسوي غوټه یا خاکه او جالي تخنیک څخه الهام اخیستل شوې جالۍ اوبدل هم استعمالیږي. د کار ګڼوالي ته په کتو، د یوې جوړه پارسي ګارا ساري بشپړ اوبدل د اته هنرکارانو ګډه کار سره، سره د درې اونیو څخه تر دوه میاشتو وخت نیسي. دا زیار ایستونکی لاسي کار دی چې د پارسي ګارا ګلدوزۍ ته یې اهمیت بښلی، د نورو څخه یې جلا کړې او قیمت یې ورته لوړ کړی. دا د ګارا دود دی چې د زړو او ویجاړې شويو ګارا ګانو څخه دګلدوزۍ غني غاړې وایستل شي چې د کور په نامه یادیږې او نوې ګارا ساریګانو کې ولږول شي، د ساري دا لباسونه په ډیر احتیاط سره ساتل کیږي او راتلونکو نسلونو ته پاتې کیږي.

یو کاریګر د آشدین کارخونه کې په زیار او زحمت سره د فینیکس (اور مرغه) نقش اوبي

د دود ژوندي ساتل

د دودیزه پارسیانو منځ کې هم، ګارا کله، کله په ودونو، نوجوټ (د زردشتي پيلامې لمانځنه) او نورو میلو کې اغوستل کیږي. پداسې حال کې د دې دودیزه ګلدوزي اصلي اهمیت ساتنه اړینه ده چې استعمال کې یې هم نوښت رامنځ ته شي. د کپړې مجازي او فزیکي نندارتونونه کولای شي د ځوان نسل پام ځان ته واړوي ترڅو یې په اړه معلومات لاسته راوړي. زما ټیم او ما د نویو کپړو او رنګونو سره تجربه کوو ترڅو دې دودیزه هنر ته یو معاصر لیدلوری ورکړو. مونږ همدا راز د دې کار کسبه کارانو ته ټریننګ ورکوو ترڅو د دې ګلدوزۍ په باریکۍ پوه شي او عملي یې کړي. مونږ یوازې د کپړو میراث ساتل نه غواړو بلکه ورسره د یوې ټولنې پخوانی دود او فرهنګ هم ژوندی ساتو.

اشدین زی لیلاوالا

اشدین زیډ لیلاوالا، د NID فارغ شوی، د جایزې ګټونکی ټوکر ډیزاینر، لیکوال او کیورټر دی چې د خپل نومي لیبل ASHDEEN له لارې د پارسي ګارې په اړه د هغه د څیړنې او بیا ژوندي کولو کار لپاره پیژندل شوی، د لاسي ګنډلو سایرو کې تخصص لري چې له پوړیز هنر څخه الهام اخیستی. هغه د پارسي ګنډلو په برخه کې د هند د نساجۍ وزارت او د یونیسکو د پارزور فاونډیشن سره هم کار کړی دی.
error: Content is protected !!