د کلیوال ژوند یوه برخه
څرنګه چې نړۍ د کویډ-19 وبا څخه په کراره خلاصیږي، د سفر نورمونه هم بدلیږي – ډیر زیات پام په سیمه ایز سیل دی. د دولت مرستې سره دا کار به نه یوازې د فرهنګونو او تجربو وهڅوي بلکه دې سره به د کلیو مالي ملاتړ هم وشي
د اوتر پردیش، وارنسای لمنو کې پروت د لامي کلي پلان لري چې نړیوال سیلانیان بیا د کویډ-19 وبا وروسته راجذب کړي. د سیمه ایز ټوریزم نامتو ځای د هندي غوره لکیوال، مونشي پریمچاند د زوکړې ځای، د لامي کلی دی چې د هندوستان اصلي جوهر لري. د ژوند بڼه ډیره ساده او ډیره آرامي ده، د ښارونو سره خورا ډیر توپیر لري، سیلانیانو ته یو چانس ورکوي ترڅو د هندي کلیوال ژوند ښيګڼو څخه خوند واخلي، له همدې کبله د لامي کلی په اوټرپردیش کې د سیمه ایز ټوریزم برخه ګرځیدلی دی. هغه څه چې دا کلی نور هم ښایسته کوي، د لامي نږديوالی وارنسای او د بودا زایرینو مرکز سرنات ته دی. کله چې د اوتر پردیش سیمه ایز ټوریزم افسر، کیرتیمان سریواستاوا رسنیو ته وینا کوله چې څرنګه د ایالت ټوریزم ډیپارټمنت غواړي ترڅو د وارنسای او شاوخوا سیمه ایز ټوریزم ته پراختیا ورکړي هغه وویل: سیلانیانو ته به دا اختیار ورکړي ترڅو د ګنګا سیند غاړې څخه دې کلیو ته د کښتیو په وسیله ورسیږي. د دې نوښت یوه برخه دا ده چې سیلانیانو ته دا ارامامه چاپیریا کې چکر ورکړي، دوی ته به کایتي کې د کلي ژوند ښکاره کوي، او یا به د هندوستان لومړي وزیر نریندرا موډي کلي جیپور ته وړل کیږي.
د پام لاندې
په داسې حال کې چې د تیرو څو کلونو راهیسي د ټوریزم صنعت په نړیواله کچه د ځانګړو او تفریحي تجربو خوند اخیستلو، د نالیدل شوي ځایونو لیدل او څومره چې امکان لري طبیعت سره نږدې اوسیدلو ته ارزښت ورکاوه، هومره خلک د وبا پر مهال په خپلو کورونو کې پاتې شول. همدا راز په هندوستان کې، د هیواد د کرنېز ژوند خزانې سفر کوونکو ته ښودل کیږي، او په دې برخه کې د ایالت ټوریزم ډیپارټمنت کار کوي. د تیر کال نړیوال ټوریزم ورځ (د سپتمبر 27) د هغوی کوښښونه وستایل – ټوریزم او کلیواله پراختیا. په راجستان کې ایالتي دولت کار کوي ترڅو د نوښت سره د ټوریزم داسې پروګرامونه جوړ کړي چې سفرکوونکي د ځانګړو تجربو سره جذب کړي او په کلیوالو سیمو کې نوي فرصتونه پیدا کړي. په بیهار او کیرالا کې هم کلیوال ټوریزم پروګرامونو ته پراختیا ورکړل شوې او د هندوستان دولت، ټوریزم وزارت په دې دوه ایالتونو کې دوه پروژې پيل کړي ترڅو د هیواد کلیو ته ټوریزم ورسوي. پروژې به د بیهار د بیتيهاروا، چانداراهیا او تورکاولیا کلیو او د کیرالا د ملاناد ملابار کلي ته پراختیا ورکړي.

ټوریزم او کارموندنه
کلیوال ټوریزم یا د سیلانیانو هڅول چې کلیو څخه لیدنه وکړي، نه یوازې سفر کوونکي ته ښه تجربه ورکوي بلکه سیمه ایز اقتصاد سره ډیره مرسته کوي. کله چې سیلانیان یو کلي ته لاړ شي، هغوی خوراکي توکي اخلي، د اوسیدلو ځای په کرا نیسي او سیمه ایز لاسي صنایع او یادګاري شیان اخلي. سیمه ایز هنرکاران او لاسي صنعتګر نه یوازې د خپل تولید نوي او مستقیم پيرودونکو سره مخامخ کیږي بلکه د خپلو پيرودونکو نظرونه هم ځای پر ځای اخلي. ځیني وختونه نړیوال سیلانیان په یوه کلي کې، سیمه ایزو کارکوونکو ته فرمایشونه ورکوي چې دې سره د هغوی د کار بڼه کې تغیرات راځي. خو لوی اغیز یې هوټلونه او په کورونو کې اوسیدل دي. د کلیوال ټوریزم ډیروالي سره، د کورونو خاوندان، ان په لرې پرتو سیمو کې کولای شي سیلانیانو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکړي چې دې سره به سیمه ایز دود، فرهنګ او خوړو څځه هم خوند واخلي او د کوربه عاید به ورسره هم لوړ شي. ټوریزم د ښاري او کلیوال اوسیدونکو سره مرسته کوي چې د پوهې انتقال له لارې د جیبونو ګډ ژوند اړیکي جوړې کړي. سفرکوونکي کولای شي کلیوالو ټولنو ته سفر وکړي او خپله پوهه، تکنالوژي او سرچیني سیمه ایزو ټولنو سره د تجربې او میراث پر وړاندې تبادله کړي.

فرهنګي تړاو
د هندوستان کلیوالې ټولنې د فرهنګي توپير او میراث له امله غني دي. دا ټولنې ډیری وخت د خپل ژوند لپاره په کرنیزو توکو تکیه کړې او نشي کولای د خپل فرهنګي میراث وپيري چې پایله کې بیلا بیل کسبونه، هنرونه او لاسي صنایع د ورکیدلو خطر سره مخ دي. په نني عصر کې، د کلیوال ژوند تړاو داسې حقیقت سره نښتی چې ډیر ښاري سفرکوونکي دي چې غواړي دې پټو فرهنګي پانګو په اړه پوه شي، خو نشي کولای ځکه چې دوی لپاره کم پوهاوی شوی دی. د سیلانیانو پيل سره، دا پانګې کولای شي د مالي پلوه د تل لپاره په خپلو پښو ودریږي.د مزدحم ښارونو او مشهوره ټوریستي ځایون څخه لري، کلي کولی شي د سفرکوونکو لپاره د سولې او روغتیا زانګو وي. په هندوستان کې، د دوامداره او کلیوال ټوریزم به سره د سیمه ایزو خلکو همکارۍ سره یوځای شي، د کلیو مسولیت پذیره سفر هغه څه دي چې نوی نورمال به شي.