یو قاب دودونه
کریسمېس هم د نورو جشنونو په څیر د خوړو پرته بشپړه بڼه نه لري، خو هندوستان کې بیا دا دود سیمه ایز خوند لري. نامتو اشپز توماز ذکریا مونږ ته د هیواد بیلابیلو برخو څخه لږ پیژندل شوي خو ویاړ بخښونکي خواړه را پیژني
عیسوي ټولنه په کال کې یو ځل خورا ډیر چمتوالی نیسي چې هغه کریسمیس دی. دا هغه ورځ ده چې کورنۍ سره یوځای کیږي او د شپې لخوا غونډې نیسي او ډول ډول خواړه خوري. د کریسمیس ماښام کې د خوړو میز د ډول، ډول غوښو او سابو څخه تیار وي، چې د کال نورو وختونو کې دا ډول تیاری ډیر کم په سترګو کیږي. او په هندوستان کې ټولې لمانځنې همدا ډول وي، یوازې یو څو ډوله دودیز خواړه یې توپیر کوي. په کیرالا کې، چېرته چې زه رالوی شوی یم، مونږ به د اناناس او انګورو کورني شراب کله کله څښل چې زما انا (اماما) به په احتیاط سره په خپل یخ، تیاره کوټه کې په میاشتو میاشتو ساتل. یو بل ډول خواړه چې هیریدل یې ستونزمن دي د اماما خوندوره قورمه ده چې شنو کوپرې څخه جوړیږي او ورسره کچالو او پیاز کارول کیږي. موسمي سابه لکه کورکه (چې د چینايي کچالو په نامه هم یادیږي)، د سرو مرچو، هوږه، او لږې غوښې سره په غوړو کې سره کیږي. او د کریسمیس آلو کیک چې بې حده ډیر وي د سهارني وروسته، د چای لپاره ان د شپې ډوډۍ وروسته د خوږو پرځای خوړل کیږي.

د عیسویت تاریخ په هندوستان کې نږدې 2000 کاله پخوا ته رسیږي، د هیواد بیلا بیلې سیمې خپل جلا دودونه لري. که څه هم عیسویت یوازې د هیواد 2.3 سلنه نفوس جوړوي خو بیا هم څو مهمه عیسوي ټولنې په هیواد کې خورې پرتې دي، عیسویان په ځانګړي ډول ګوا، کیرالا، ټامیل ناډو او د ناګلنډ، میګالیا او میزورام شمالختیځ ایالتونو کې پراته دي. په ښکاره ډول څرنګه چې عیسویان هلته خواره دي، د هغه ځایونو د خوړو دودونه هم هماغه شان توپیر لري. د بیلګې په توګه، پیغام رسونکی توماس چې د بیت المقدس څخه راغلی و، هغه ته دا ځانګړنه ورکول کیږي چې عیسویت یې کیرالا کې خلکو ته په 52 م کال کې وپيژانده. دا په دې معنی ده چې د کیرالا د خوړو دودونه به د ګوا سره توپیر لري ځکه چې ګوا په 16مه پیړۍ کې د پرتګال مستعمره وه.
په پوډوچیري کې، انیتا دې کانګا او د هغې مور پوشپا د چیز پوشپا په نامه یو کوچنی ځای لري، چې یوازې کورني پاخه شوي او له پخوا خبر شوي کسانو ته د خوړو ځای شته او د فرانسوي پوډوچیري خوړو څخه یې الهام اخیستی. دې کانګا وايي: لومړۍ پداسې حال کې د کیلو خواږه تیاریږي، چې ځان سره دعا وایو ترڅو د خوړو تیارول په غوره ډول پیل شي.

د نای موروکس، د کوچ غونډاري، لډو او اداراسم (سره شوي خواږه چې د بورې شربت کې غوټه کیږي) په څیر خواړه چې په دودیزه بڼه تیاریږي او وړاندې له دې چې کور کې و خوړل شي په ګاونډیانو او خپلوانو ویشل کیږي. د کریسمیس په ورځ، په مینیو کې د ویویکم کیک، پوډوچیري او د کریسمیس آلو کیک، او وینای پوټا، یو ډول خواږه چې د وریجو د اوړو، د کوپرې شیدو او بورې څخه تیاریږي. د ایشیدلو هګیو، زردکو، لبلو، رومي او لوبیا مخلوط سلاد، چې له پاسه یې سرکه، د زیتون تیل، مالګه او تازه میده شوي تور مرچ هم دودیز سلاد دی. پیس دې رسیستینس، یو ډول غوښې خوندوره بیریاني ده چې رومیانو خوږې چتني، د پیازو دودیزه چتني او د بادنجان چتني سره خوړل کیږي. د کریسمیس میلې په عادي ډول د نومبر په پای کې ناګلینډ کې پيل کیږي، چې د غوښې خواړه په ځانګړي خوندور ډول تیاریږي. د ایالت اصلي او قبیلي یو غړي، لیپوکینلا ایچا وویل: د کریسمیس ځانګړي خواړه پانګسین دي. چې معنی یې د بامبو منځ کې پخلی کول دي. چې د غوښو کوچنیو ټوټو، ادرک (زنجفیل)، هوږې او د بامبو تازه نودو څخه د بامبو تونل کې په بخار پخیږي. د ناګلنډ بل ډول خواړه چې کریسمیس کې پخیږي د وریجو بیسکویټ دی چې سیمه ایزو سرو وریجو څخه تیاریږي.
د ګوا ځانګړي دودونه او خواړه چې د کریسمیس وخت کې تیاریږي د هیواد نورو برخو خوړه څخه ډیر شهرت لري. خو پرته د بورې څخه تیار شوي خواږه چې کولکولز په نامه یادیږي، نور ډولونه یې بیا ډیر شهرت نه لري. مارګاریدا تاورا چې ګوا–پرتګالي رستورانت، نستالجیا مالک دی په سویلي ګوا کې، هغه ډول خواږه تیاروي چې په 1950 لسیزه کې د پرتګال تر نفوذ لاندې ګوا کې تیاریدل. د کریسمیس د خرما او ممپلي حلوا چې د تورتا دې نوزیز یې تمارا په نامه یادیږي، په ګوا کې د وچې میوو او ممپلي برسیره ګوړه او سنځلې کاروي. تیاس دې ارانها تک سپین رنګ لري، او د کوپرې ټوټې چې په بوره کې پاخه شوي وي د پاڼو په سر ستوري بڼه باندې غوڅ شوي وي. پاپوس دې انجوس یا د ملکو زنه – بل ډول خواږه دي چې پرتګالي تاریخ لري – چې د هګیو زیړي او بورې څخه تیاریږي. په کریسمیس کې د ګوا خواړه پاستیس دې بکالهوا یا د ماهیانو د وریجو کوفته، رایسوس دې کماروا یا د پرانز میده شوي خواړه، بحري صدف یا په داش کې پخه شوې غوښه وي.

ناهوم او زامن، یوه غوره کلچه پزي ده چې د کلکتې تاریخي نوي مارکیټ کې موقعیت لري، د اسرائیل ناهوم راهیسې د میو غني کیک پخوي، ناهوم د بغداد څخه راغلی و او دکان یې په 1902 کې جوړ کړ. که څه هم دا یهودي کلچه پزي څه باندې 140 ډوله تولیدات لري، خوو د میوو څخه غني کیک او د آلو کیک یې په ځانګړي ډول د کریسمیس پر مهال ډیر شهرت لري. اسحق ناهوم، د بنسټ اوسنی د څلورم نسل خاوند، د خپل دوامدارې بریا راز مونږ سره داسې شریک کړ: د لوړ کیفیت ترکیباتو باندې د حد څخه ډیر پام کوو او ځانګړي تخنیکونه کاروو چې مونږ سره مرسته کوي ترڅو د خپلو سیالانو څخه قیمتونه ټیټ وساتو.
که څه هم داسې معلومیږي چې هندوستان ته ځانګړي د کریسمیس خوړو دودونه خپل شهرت په وروستیو کلونو کې له لاسه ورکړی، خو د کورنۍ او خپلوانو سره د خوړو پرمهال د راټولیدلو دود اوس هم پرځای دی. زما خپله کورنۍ کې، چې زما انا څو کاله وړاندې مړه شوه، د کریسمیس خواړه به هسې ډیر او ښایسته نه وي، خو د هغې سور شوی چرګ او بته اوس هم زمونږ د خوړو لیست کې شامل وي.