خواړه

یو بشقاب دود (فرهنګ)

مسله 01, 2020

یو بشقاب دود (فرهنګ)

موناف کپاډیا |لیکوال

مسله 01, 2020


د عادي خوړو خلاف، د بوري دودیز خواړه د خوږو سره پیل کیږي. د منځني ختیځ او ګجرات خوړو خوندونو او ذایقو څخه اغیزمن شوي بوري خواړه په هندي هاضمي برخه کې ځانته پلویان موندلي

زه چې کله 10 کلن وم، یو ټولګیوال مې راڅخه پوښتنه وکړه چې زه په کوم دین یم. ماورته په ځواب کې وویل چې زه بوري مسلمان یم. ټولګیوال مې نور هم کنجکاو شو او پوښتنه یې وکړه چې هغه په څه معنی او ما ویلو ته هیڅ نه لرل. زه چې کله هغه ماښام کور ته لاړم، نور مې د هماغه وخت څخه د خپل ټولنې ریښو او تاریخ په اړه د خپل مور او پلار څخه په پوښتنو پیل وکړ. ما د خپل زلمیتوب ټول دور په دې سوچ تیر کړ چې ولې زمونږ هویت، دودونه او خواړه ډیرو خلکو ته معلوم نه دي. په ځانګړي ډول زمونږ خواړه چې ګجراتي خوړو سره ډیر ورته والی لري، چې لومړي زمونږ نیکونه هلته اوسیدل، او د هند نورو مسلمانو ټولنو سره هم ګډ مشهوره خواړه لري، خو بیا هم ځانته خوند او نوم لري.

د بوري په ټولنه کې خواړه د میوو یا خوږو سره پیل کیږي او ورپسې اشتهاوره یو څه خوړل کیږي او بیا اصلي خواړه خوړل کیږي. بوریان په 3.5 فوټه پراخه اوسپنیز بشقاب کې خوراک کوي چې ورته تال وايي او شاوخوا یې (د اوو څخه تر اتو کسان) په ځمکه، اوږه په اوږه کښیني. دا یوه ځایي تجربه ده چې تال به څو برخو ویشو (بڼه ایز ډول) لکه د پیزا ټوټې او خپل ځانته د بشقاب منځ خوړو څخه اخلو او خورو یې. مخکې له دې چې ډوډۍ پیل شي، یو کوچنی تال راوړل کیږي چې مرچ او مساله او نمک داني (د مالګې قطۍ) په منځ کې لري.

خوندور لګن نې سیخ – مشهوره بوري خواړه چې د پسه کفته شوې او اخته شوې غوښې څخه تیاریږي

مخکې له دې چې د خوړو لومړۍ برخه پیل شي، د تال شاوخواته ناست تر ټولو کشر کس نمک داني اخلي او نورو ته مالګه وړاندې کوي. د مالګې خوړولو نظر د میکروب پر وړاندې د مبارزې په توګه استعماليږي خو په ځانګړي ډول دې لپاره وي چې زمونږ د خولې د خوند غدې د اصلي ډوډۍ څخه وړاندې فعاله کړي! وروسته له دې چې د مالګې خوند وکتل شي، مونږ یې خوندور ګڼو چې خوراک د خوږو وریجو سره پیل کړو چې سودانو (د وریجو 100 دانې) ورته وايي. چې د غوړو (تصفیه شويو کوچو) سره پخیږي، دا خوشبویه خواړه د بوري خاراس-میتاس دود څرګندوي، چې مونږ مزه او خوند د خوږو سره بدلوو. دا کار دې لپاره کیږي چې دوامداره ډول بشقاب بیا ډک شي او ډاډمن شو د خوړو هره برخه ښه خوندوره وي!

د بالیوډ وتلې اداکاره رشي کپور د بوري پخلنځي TBK کې د هغې خواړه خوند کوي.

د بوري تالونو په زړه پورې ډول یا سودانو په بل څه بدلوي او یا ورپسې آیسکریم یا سوفله (د هګیو زیړي، پنیرو او غوښې ګډ خواړه) وي. او دې پسې د پیل کوونکو (یا خاراس) لومړۍ برخه مل وي – په عادي توګه د کیمه پتي سره شوې د پسه غوښې سموسې (د کفتې غوښې څخه جوړې شوې او په اوړو کې تاوې شوې او پخې شوې) یو قاب هم وي. مونږ خپل خواړ ډیر جدي نیسو، دا حقیق ثابت شوی چې کله موسمي بوري ټولنې غړی وګوري په سموسه (ښه سره شوې مثلث ډوله د خوندوره سابو او غوښې ډکه) باندې د لیمو یو څو څاڅکي اچوي او بیا یې خوري. دا وايي چې د لیمو تیزاب د غوښې سره کیدل فعاله کوي. خاراس چې وخوړل شي، بیا میټاس (خواږه) ویشل کیږي او خوړل کیږي.

وروسته له دې چې په بشقاب کې خواږه کیښودل شي، بیا په سره مسال کې قیمتی ران (ورون) راوړي – د وزې یوه پښه، چې دوه ورځو لپاره په مسالو کې اخته شوي وي. دا کار په بوري خوړو کې عام دی، په کراره پخولو باندې باوري دي. دا ورون په زنجبیل او اوږه کې د دڼیا، زیرې، کورکمن او د سور مرچو پوډر سره اخته کیږي. مخکې له دې چې تیار شي بیا هم د څو ساعتونو لپاره په مستو کې اخته کیږي او بیا په تیز اور باندې کیښودل کیږي ترڅو غوښه یې ښه نرمه شي او په خوله کې اوبه، اوبه شي. بیا د کچالو چپس او دڼیا سره په قابونو کې د خوړلو لپاره کیښودل کیږي.

په پای کې د یو یا دوه خوږو خوړو وروسته، جامن یا اصلي خواړه خوړل کیږي. چې په معمولي ډول د ډم بیریاني (وریجې او غوښه) وي چې د الوګانو سره پخه شوې وي. د هندوستان په شان پراخه او متنوع هیواد کې د پخلي بې شمېره ډولونه شته، چې هر یو یې د بل څخه ډیر په زړه پورې وي. په دودیز ډول د خوراک تیارول مونږ ته د فرهنګ یوځایوالي احساس راکوي. د ملګرو، کورنۍ او اشنایانو سره د قاب شریکول یو چا ته د ښه والي او قوت احساس ورکوي او مونږ اړ باسي چې په غوره ډول د خپل توپیرونه پریږدو او د مینې او یووالي سره مخکې ولاړ شو.

موناف کپاډیا

موناف کپاډیا د بوري پخلنځي د خوړو رئيس CEO (Chief Eating Officer) دی، دا پخلنځي په کورني سټایل 14 کسانو ته خوندور او مزه داره شپږ برخې خواړه ورکوي. موناف د خپل خوښې خوړو هنر لپاره د خپل څلور نیم کلنه انلاین تجارتي وظیفه پریښوده.
error: Content is protected !!