د وارنسای څخه د یو لیدونکې پرمختګ
سوپر ماډله ریچل هنټر د هند سره مینه لري، هغه هیواد چې دې سره مرسته کړي ترڅو د خپل روحي ځان سره یوځای شي. هغې مونږ د ځان سره د خپل د خوښې دوه روحاني ځایونو، وارنسای او ریشی کیش ته ویوړلو
د 2015 یوه شپه وه چې زه د ریچل هنټر د ښایست سفر یو تلویزیوني سیریال ډکولو لپاره نوې ډیلي کې ښکته شوم. کله چې ما د هوايي ډګر څخه بهر قدم واهه زما ذهن د تعجب څخه ډک و، ما انتظار نشو ایستلی چې نا لیدل شوي شیان وګورم خو بیا هم هر څه ډیر اشنا ښکاره کیدل. زه په یوه هوټل کې پاتې شوم او سبا سهار مې وارنسای ته الوتنه لرله. پداسې حال کې چې زما انتخاب ډیر حیران کړل خو ما احساس کړه چې دا زما د ژوند غوره انتخاب دی. دا یو ډیر په زړه پوری، ډک او ډوک، حیرانونکی او بدلېدونکی ښار دی. د نړۍ یو له خورا پخوانیو او دیني ښارونو څخه شمیرل کیږي، او داسې ویل کیږي چې شیوا دلته اوسیږي. د ځینو لپاره کیدای شې په لومړیو کې د وارنسای د شور څخه ډک کلتور او دودونه ډیر وي خو د اموخت او پوهې لپاره باید لږ حوصله وکړي. دلته په وارنسای کې د ژوندې میراث لیدلو لپاره باید انتظار وویستل شي، چې په یو وخت کې یوه برخه وګوري.
د هغه ګروپونو لیدل په زړه راښکونکې ده چې خلک یې په سیند کې خوشې کوي او ورسته د ارتي بیا د شپې په تیارو کې ورکیږي
وارنسای د روحانیت او معبودیت ګرمي سره یو لوی روحاني ارزښت لري. چې پر دې ځای باور لرونکي خلک ورته د ګردې نړۍ څخه راځي. زه هم د باور په لټه کې دلته راورسیدم، چې خپل روح تازه کړم او د غربي نړۍ د ژوند اصولو او عقایدو خلاف دلته یو ارام ژوند پیدا کړم. په وارنسای کې زما لومړی سهار د نږدې مندر په اوازونو پیل شو. زما د هوټل کوټې څخه بهر اسمان لا هم تیاره وه، خو داسې ښکاریدله چې ښار په ویښیدو دی، او د خپل معبود د ورځني کارونو لپاره ځان تیاروي. کله مې چې د ګنګا د سیند په غاړه قدم واهه، چې د هند د مقدسو سیندونو څخه ده. زه په دې پوه شوم یوازې د ښکلې لمر خاته لپاره دا سهار ځانګړی نه دی. دا خلک او پاکه فضا وه چې د دې ښار تجربه یې ځانګړې کړې.

پداسې حال کې چې لمر د ګنګا د سیند پر سر وتلی او سره ځلا یې کوله او په کښتیو يې شعاع لږیدله، ښار د خپلې لومړنۍ دعاګانې خپلو معبودانو ته پیل کړې وې. هوا ټوله د خلکو دعاګانو، د مندر اوازونو او د مندر زنګونو څخه ډکه وه، چې داسې ویل کیده چې د معبودانو ویښیدو لپاره وه. لکه څنګه چې ښار ویښیدو سیند هم ویښ شو. روحانیانو سیند ته او د لمر خدای ته عبادت پیل کړ، ماشومانو په اوبو کې غوټې وهلې، د یوګا علاقمندانو خپله اسانه د سیند په غاړه تمرین کوله، او د کښتۍ خاوندانو د سهار وختي خوندور سفر لپاره خپلې کښتۍ تیارې کړې وې. زه په کښتۍ کې ناسته وم، هغه سفر زما په حواسو کار کاوه او داسې ښکاره کیدله چې د وارنسای ښار د سیند څخه اوچتیږي، د یو لید او خوب په څیر. د ورځې په پای کې زه په بله غاړه، مکارنیکار برابره شوم، چې د هندویزم دودونو پر بنسټ د مړو مراسم روان ول. ما ولیدل چې د مړو کورنیو او خپلوانو د خپلو مړو ویاړ پرځای کاوه او دهغوی لپاره یې ارامي غوښتله. داسې انګیرل کیده چې په دې ښار کې ژوند د خپل دوران تکمیلوي. او په پای کې د وارنسای لیدلو د سانکت موچان مندر ته ورسولم چې د هنومانا په نامه یو معبود ته ځانګړی شوی. دا مندر د خپل سادګۍ کې ځانګړی دی. د هنومانا غوره چلیسا (دعاګانو) اوازونو او شادیانو سره، د دې معبود علاقمندان په دې ځای کې ازاده ګرځي، دا ډیره په زړه پورې ده چې ته په ځمکه کښینې او خلک وګورې چې تیریږي را تیریږي.

په وارنسای کې د روحانیت احساس لپاره خلک باید په ښار کې وګرځي. زما په یاد دي چې زه کله پروسکال خپل سفر څخه راستنه شوم، زه د ویشونات مندر د زینو په پلګو کښیناستم او د مندر اوازونو ته مې غوږ ونیو. کله چې زه ناسته وم او دې اوازونو زما په حواسو داسې کار وکړ چې ما فکر کاوه زه بیا وزیږیدلم! وارنسای نوې فکر ته زیږنده ورکوي، او تاسې ته اجازه درکوي چې د خپل دننه حواسو ته زیر شئ، او تاسې اړ باسې چې ژوند ته د یو زیرک ماشوم له سترګو وګورئ. نفس واخلئ او نفس وکاږئ او اجازه ورکړئ چې جادو پیل شي.
هغه څه چې باید وشي



ریشيکیش
د وارنسای څخه وروسته د ریشیکیش وار و، دا په اوټرکنډ کې د روحانیت او یوګا ښار دی، او همالیه کې پروت دی چې په ټول هند کې زما د خوښې ځای دی. دا ښار د ګنګا سیند او د شور څخه ډک خلک لري چې آرتي (د ګروپونو یو دیني کار چې د سیند په غاړه) هر ماښام اجرا کیږي. وارنسای کې د ګنګا سیند ښکلې منظره لري: زبردسته خو ارامه بیا په ریشیکش کې د غرونو څخه لاندې بهیږي. د شپې پیل سره خلک د ګروپونو سره چې د اوبو پر سر وي په تیاره کې ورکیږي.

د کنجاپوري ديوي مندر هم عجیبه منظره لري. د سیلانیانو یو لارښود کرایه کړئ چې د دې مندر ښکلا تاسې ته په لمرخاته کې ښکاره کړي. اواز وکړئ او یا ارامه کښینئ چې د همالیه د غرونو پر سر د لمر ختل وګورئ. پنډت عبادت کوونکو ته بخښنه کوي کله چې د مندر دروازه پرانیزي.

دا ښارګوټی په ځان کې ډول ډول تجربې لری: د ګلاب خوند لرونکي لسی، د سړک پر سر ترخه خواړه، د خوږو خوړو خوږ بوی، د خوښۍ خبرې کول او ان غواګانې چې د دوکانونو مخې ته ولاړې دي ترڅو ورته یو څه ورکړل شي. داسې یو مندر نه دی چې زه پکې هوساینه ومومم؛ دا ټول د روحاني سفر یوه برخه ده. نه یوازې ما لپار بلکه د هند زیارت کولو لویه برخه خلک د خپل ژوند اسانتیا او خپل ژوند ته د بیا کتنې لپاره دلته راځي او ترڅو په مکمل ډول د ژوند څخه ګټه واخلي. دلته یو متل دی: پداسې حال کې چې نوره نړۍ بهرته سفرونه لري، هند داخل ته لري. دا د هند وعده ده روح ته، هغه وعده چې د پیړیو راهیسې پرې وفا شوې. هیواد ومنئ او هند به تل تاسې سره مینه ولري.
هغه څه چې باید وشي


