همکاري

راتلونکي ته یوه لار

مسله 01, 2020

راتلونکي ته یوه لار

انیل واهدوا |لیکوال

مسله 01, 2020


د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ سفر د فیبروري 24 – 25 هندوستان ته د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه لوړ پوړه اړیکو دوام نښه وه. پخوانی سفیر انیل وادوا د دې سفر په ارزښت باندې رڼایي اچوي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هندوستان ته د فیبروري 24 څخه تر 25 پورې ډیر بریالی سفر درلود. د امریکا متحده ایالتونو لومړۍ میرمن، میلانیا ټرمپ، د ولسمشر لور ایوانکا ټرمپ او زوم جرد کوشنر هم ورسره دې سفر کې ملتیا کوله چې د احمد آباد، اګره او نوې ډیلي څخه یې لیدنه وکړه. د احمدآباد موټیرا سټوډیم لویه عامه غونډه هم ورکې شاملیږي چې د خلکو بیروبار ډیر و ترڅو د لومړي وزیر موډي او ولسمشر ټرمپ څخه هرکلی وکړي. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر د خلکو په هرکلي حیران شو چې دې لپاره په لاره د میدان هوايي څخه تر سټوډیوم د سرک په غاړو ولاړ ول، او هندوستان او لومړي وزیر موډي څخه یې ښه مننه وکړه چې ملګرتیا ترې ښکاره شوه. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر او لومړی وزیر موډي په تیرو اتو میاشتو کې څو څو ځله د یو بل سره وکتل، او د یو بل سره یې ملګرتیا جوړه کړه، چې ولسمشر ټرمپ یې اړ کړ ترڅو لومړي وزیر موډي ته (استثنايي ملګری) او (خورا بریالی مشر) وویل.

د هندوستان – امریکا متحده ایالتونو اړیکو په وروستیو څو کلونو کې د سوداګرۍ، پانګونې، دفاع، د ټروریزم پر وړاندې مبارزې، انرژي، په سیمه ایزو او نړیوالو موضوعاتو همکاري برخو کې هر اړخیزه لوړوالی لیدلی، او ان د خلکو ترمنځ رد او بدل هم ښه شوی. د هندوستان بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سفر د امریکا متحده ایالتونو ته د 2+2 ډیسمبر 2019 دویمې ناستې لپاره د صنعتي امنیتي ضمیمې ISA او د دفاعي تکنالوژي او سوداګرۍ نوښت درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل ترڅو د تکنالوژي لیږد او د اړینو تکنالوژیو بیا تولید مطمئن شي.

لومړي وزیر نریندرا موډي، د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د متحده ایالتونو لومړۍ میرمن، میلانیا ټرمپ، سبرمتي اشرام د لیدنې پر مهال، چې د ګاندي اشرام په نوم هم یادیږي، احمد آباد

دواړه هیوادونه د نظامي لوژیستیکونو لکه د لوژستیک تبادلې یادداشت LEMOA، د مخابراتو مطابقت او امنیتي هوکړه لیک COMCASA، د امن اړیکو او تبادلې کليدي تړونونه لاسلیک کړل. د لیدنې په جریان کې هوکړه وشوه چې د ځمکې ټکې ورکولو همکاریو لپاره د اساسی تبادلې او همکارۍ تړون BECA،  لاسلیک کولو په لور چټک روان شي. دا هوکړه لیکونه په راتلونکي کې د ګډو عملیاتو مخه پرانیزي. خو بیا هم هندوستان به د لوی دفاعي ملګري په توګه، د ټیکنالوژۍ او ګډ تولید لیږد په لټه کې وي ترڅو هندوستان د امریکايي تجهیزاتو د تولید په مرکز بدل کړي.

د بحث بل مهم ټکی سوداګري وه. په 2018 کال کې د امریکا متحده ایالتونو 25 سلنه نړیواله مالیه وضع کړه او 10 سلنه یې په اوسپنه او المونیم باندې وضع کړه، چې دې سره هندوستان هم زیانمن شو. د 2019 کال د جون په 5، د امریکا متحده ایالتونو د GSP (د ترجعیاتو عمومي سیسټم) حالت د هندي اموالو لپاره وویست، چې دې سره د 6.3 میلیارده امریکايي ډالرو په ارزښت هندي اموالو یې اغیز وکړ. د 2019 کال د جون په 16 امریکا په 28 امريکايي تولیداتو اضافي مالیه وضع کړه. د امریکا متحده ایالتونه غواړي چې طبې آلاتو، د معلوماتو او مخابراتي ټکنالوژي اسبابو مالیه ټیټه وي. هند غواړي چې د خپل GSP ګټې حالت بیرته ښه کړي، او په اوسپنه او المونیم اضافي مالیه لرې شوه او هم وکولای شي چې د خپلو میوو لکه انګور او ام لپاره بازار ته لاسرسی ومومي.

د هندوستان ولسمشر رام نات کوینډ د نوي ډیلي راشترپتي بهاون کې د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ سره وکتل

د H1 B ویزې لاندې په دنده ګمارل او تخصصي دندې او د هغه اغیز د هند په معلوماتي تکنالوژي صنعت او د انتظار موضوع او هند لا هم ادامه ورکوي چې د امریکا متحده ایالتونو اقتصادي پرمختګ ته د لوړ تخصص لرونکو مسلکي هندیانو په وسیله د ارزښت تاکید کوي. د لیدنې پر مهال، نریندرا موډې د داسې هوکړې باندې خبرې وکړې چې د هغه له مخې به هندي مسلکیان په متحده ایالتونو کې کار کوي.

د امریکا متحده ایالتونو د د اټمي انرژي انسټیټیوټ یو هیئت د ټرمپ سفر څخه مخکې هندوستان ته راغلی و، او د ټرمپ راتګ سره دلته و، او دسې  تګلارو ملاتړ باندې یې بحث کاوه چې له مخې یې هندي اټمي بریښنا شرکتونو او نورو پیرودونکو ته د امریکايي تولیداتو او خدماتو وړاندې کولو سره سره، امریکايي اټمي صادرات هندوستان ته پیل کړي. د امریکا – هندوستان انرژي سوداګري یوازې په تیرو څلور کلونو کې د کال 20 میلیارده امریکايي ډالرو ته رسیږي، او د دواړو هیوادونو سوداګریزو اړیکو نوی اړخ دی. د متحده ایالتونو مالي پرمختګ شرکت داسې تصمیم ونیو چې دایمي حضور یې اعلان کړ او د بیانوي کولو وړ انرژي پروژو لپاره یې د 600 میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت مالي سهولت برابر کړ. ولسمشر ټرمپ یو خبریز کنفرانس ته په وینا کې وویل چې دواړو خواوو په خوندي بی سیمه 5G تکنالوژي باندې بحث کړی، او د د نوې تکنالوژي اړتیا د ازادي، پرمختګ او نیکمرغي لپاره لیدل کیږي او پرته له دې چې دا مهار شي او سیل یې وشي.

د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ په اګره کې د تاج محل څخه لیدنه کوي

دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د خپل ملګرتیا حالت (نړیوالې جامع ستراتیژیک ملګرتیا) ته لوړ کړي. او دواړو مشرانو په ګډه بیانیه ډیر تاکید د ټروریزم جاسوسي او د سرحد هاخوا هر نوع ټروریزم پر وړاندې مبارزې باندې وکړ. هغوی په پاکستان غږ وکړ چې اجازه ورنکړي د اثر لاندې سیمه یې د ټروریستي حملو لپاره وکارول شي. او په چټک ډول د داسو حملو لاملین د قانون منګولو ته وسپاري په شمول د 26 نومبر حمله، ممپ او راتنکوټ. دواړو خواوې د نښلود ارزښتونه وپیژندل چې وویل د سیمه ایزې ساتنې، د دولتونو حاکمیت، ښه دولت داري، شفافیت او مسولیت لپاره دې ونښلول شي. په اعلامیه کې هندوستان د امنیت اصلي ورکوونکي په توګه پیژندل شوی، او همدارنګه ویل شوي چې هندوستان انساني او پرمختګ مرستې د هندي بحر سیمه کې کوي. دواړو خواوو د USAID سره د نوې ملګرتیا باندې هوکړه وکړه چې د هندوستان – پاسفیک سیمې او د نورو هیوادونو لپاره د هندوستان پراختیايی ملګرتیا ادارې په خاطر 400 میلیونه امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه. او متحده ایالتونو د ملګرو ملتونو بیا اصلاح شوې امنیت شورا کې  د هندوستان پر دایمي غړیتوب باندې بیا ټینګار وکړ او وعده یې وکړه چې د ملګرو ملتونو اټمي ملاتړ ګروپ کې به د یو ځای لپاره د هندوستان ملاتړ کوي.

دواړه خواوې کولی شي چې د سفر رضایت لپاره شاته وګوري، چې ډیر خلک ورته سترګې په لار ول او ښې لاسته راوړنې یې هم لرلې، او ان د هندوستان او متحده ایالتونو لا جامع اړیکو لپاره یې په راتلونکي کې لار پرانیستله.

انیل واهدوا

انیل واهدوا په ایټالیې، پولنډ، عمان او تايلنډ کې د هند سفیر و. د جولای د 1، 1979 څخه د می 31، 2017، د هند د بهرنیو خدماتو غړی، واهدوا په هانګ کانګ، بیجینګ، جنیوا، وارسا، مسکو، بانکاک او روم کې د هند په ماموریت کې خدمت کړی دی. نوموړی اوس مهال په ډیلي کې د وینوکاننډ نړیوالې بنسټ کې یو لوړ فیلو او کلستر لیډر دی.
error: Content is protected !!