نویزونه

د رڼا سفر

مسله 05, 2019

د رڼا سفر

اشیتا ګویل |لیکوال

مسله 05, 2019


د نوي کارونو پیل په نسل کې، ټولنیز موضوعات اوس په مستقیم ډول په سیمه ایز هند کې پر پرمختګ اغیز کوي او اوس د هیواد ګوټ، ګوټ څخه د پاک – تکنالوژي نوښتونو سره یې ستونزې حل کیږي

یوه کوچنۍ ښوونځۍ چې د بِهار په لرې سیمه کې پرته ده، د زنګ په وهلو د ټولګیو پیل اعلانیږي. پداسې حال کې چې زدکوونکي کوښښ کوي ټولګیو ته داخل شي، هغوي استعمال شوې قطۍ، درز شوي شیشه يی بوتلونه او هر ډول سیمان د ځان سره لري. کله چې ښوونکي د چوپ شئ اواز وکړي او ټول په کار کولو پیل وکړي، په مهارت سره د بیا استعمال وړ مواد سره یوځای کوي او لمریز ګروپونه ورڅخه جوړوي.

د دې کار ترسره کیدل په لرې پرته سیمه او بې بريښنا کلي کې د بِهار په ایالت کې د باور وړ نه ده. خو زدکوونکي په ویاړ سره ګروپونه خپل ښوونکي ته وړاندې کوي، او خوښ دي چې د ځان سره یې کورونو ته ویسي. د پاکې – تکنالوژي بنسټ ایښودونکی او اجرایوي رئیس ګویندا اوپادیای وايي: زمونږ د LEDسفري نوښت موخه د همدې کار کول دي – ترڅو لمریزه انرژي غیرمتمرکزه کړو او نړۍ ټولو کنجونو ته یې په ساده بڼه ورسوو چې قطۍ او سیمان ورکې کارول کيږي او ان ماشومان هم کولای شي چې سره یوځای یې کړي. نوم یې د سواحلي ژبې (په ختیځ افریقا کې خلک پرې خبرې کوي) څخه اخیستل شوی. او معنی یې د د رڼا سفر ده. مونږ خلکو ته دا ښکاره کوو چې څه ډول د خپلې بریښنا سرچینه جوړه کړي، او بیا هغوی یې نورو ته زده کوي – همدا راز، دا ټوله نړۍ روښانه او پیاوړې کیږي.

ګویندا اوپادیای د بِهار، مدانپور کلي کې د DIY سولري ګروپ په اړه یو روزنیز سمینار ورکوي

د تیارو کنجونو رڼا کول

د بِهار، ارا ولسوالۍ، کوچني کلي مدانپور چې د اوپادیای کوچینوالي دوران کې یې بريښنا نه لرله، نوه هغه د لومړیو څخه د انرژي په ارزښت پوه شو. د فوربس مجلې 2016 غوره 30 د 30 کلونو څخه ټیټ عمرلرونکو له ډلې هم دی او د دوامداره انرژي متخصص دی وویل: دا ماته ښکاره وه که مونږ غوښتل چې پاکه انرژي راوړو نو له لاندې څخه به پورته خلکو ته خبر ورکول کیږي ترڅو انرژي ازاده شي. اوپادیای ډیره کړه: په دې ډول مونږ د کلي سطح ته تغیر راوستی شو، ما د همدې موخې سره LEDسفري نوښت پیل کړ، د پاکې انرژي استعمال روزنې څو پوړیز ماموریت، د دندو پيداکیدلو سبب ګرځي او تکنالوژي د اقلیم بدلون لپاره کارول کیږي.

ویاړلي ماشومان د خپلو سولري ګروپونو سره انځور ته تیاری نیولی چې د ورځني ایسته اچول شیانو لکه بوتلونه او مرتبانونو څخه جوړ شوي ول.

لرو سیمو ته رسیدل

د کاربن نړیوال کموالي په کمپاین کې هند تر ټولو مخکښ دی، ځکه لومړي وزیر نریندرا موډي د 2019 کال د ملګرو ملتونو اقلیم غونډه کې په نیویارک کې نړۍ ته وویل چې موخه یې تر 2022 کال پورې د 175 ګیګا واټه د بیا نوي کولو وړ انرژي تولید دی. د ټاټا پاور او راکر فیلر په څیر بنسټونه پدې برخه کې لویه پانګونه کوی او اعلان یې کړی چې د 10،000 بیا نوي کولو وړ کوچنۍ شبکو په جوړولو نږدې 5 میلیونه کورنیو ته پاکه بریښنا برابره کړي. نو پداسې حال کې د LEDسفري رول اړین دی.

اوپادیای په کینیا کې د بریالي روزنیر پروګرام وروسته

اوپادیای وایي: په لرې پرتو سیمو کې د کوچنیو شبکو یا نورو سولري پانګو د موثریت لویه ستونزه د هغوی څخه نظارت ده چې ډیر قیمته او لوی کار دی. یوه چټکه اړتیا لیدل کیږي ترڅو دا شبکې د مصنوعي هوښ حل لارو او IoT (د شیانو انټرنټ) سره یوځای کړو، نو دې سره د سولري پانګو د ژوند مهال اوږديږي. دې موخې لپاره، LEDسفري یو AI جوړ کړ چې هارډویر آله ځواکمنه کولی شي، نوم یې هیلیو هیلت سینسر دی، یو ارزانه حل لاره ده چې کولای شي سولرونو څخه نظارت وکړي او کوچني/  وړوکي شبکې د پاکې انرژي بريښنا لپاره د مسولیت ملاتړ کوي، د سولري تختو تولید چک کوي، او لرې سیمو ته د خدمتونو ساتنې څانګو ته یې راپور ورکوي، او معلومات تحلیل کوي، او که چې د سمیدو عمل ته اړتیا وي، وړاندیز کوي يې، چې دې کار سره به د تولید کچه 20 سلنه لوړه شي.

د کډوالو کمپونو کې کار کول

د اوپادیای کار هغه په افریقا او سویلي امریکا کې ډیر جګړه ځپلو او کډوالو سیمو ته رسولی هغه وايي: په شپه کې پرته له روښنايي د ښځو او ماشومانو وتل ډیر خطرناک کار دی. هغوی په ريښتیا سره د وسې سره برابر حل لارو ته اړتیا لري. کله چې ته هغوی ته د دې روزنه ورکړې چې په خپله یې جوړ کړي، تاسې یو چټک بدلون لیدلی شئ. هغو د ځواکمني احساس کوي.

د دندو ډیروالی

LEDسفري نوښت په فعاله توګه د سیمه ایزو ځوانانو په روزنه کې ونډه لرله ترڅو په موثره ډول د کوچنیو شبکو او سولري تختو ساتنه وکړي. سیمه ایز خلک زمونږ د تکنالوژي اصلي استعمالوونکي دي، چې کیدای شي هغوی ته د کوچنیو نوښتګرانو په څیر روزنه ورکړل شي ترڅو د بريښنا ورکړې پروسه په دوامداره ډول وساتي.

یو لمریز الکین د روندا کډوالو کمپ کې د پلاستیکي بوتلونو څځه جوړ شوی

لومړی مونږ ځایونه انتخابوو چې هلته پاکې انرژۍ ته لږ لاسرسی وي او دندې نه وي. مونږ خلکو ته روزنه ورکوو چې تکنالوژي څرنګه استعمال کړي ترڅو د هغوی په ورځیني ژوند کې پرمختګ راشي. کولای شو هغوی ته درس ورکړو چې څرنګه د بطرۍ سیستم ډیزاین کړي ترڅو هغوی سره مرسته وکړي چې څه ډول د سولر بريښنا کنټرول کړي او د سولر تختو، ګروپونو، څراغونو او نورو شیانو کې استعمال کړي. په دې ډول مونږ کولی شو چې د سیمې اقتصادي فعالیتونو جوړولو کې مرسته وکړو.

د ټولې نړۍ د ملتونو بريښنایي تیم سره چې ټول د داسې تکنالوژي په استعمال متعهد و چې شین راتلونکی ولري، LEDسفري نوښت د ګډې او خلص حل لارو لپاره لاره هواروي چې راتلونکي نسلونو ته یو چانس ورکړي ترڅو د اقلیم بدلون پر وړندې پیاړي پاتې شي.

اشیتا ګویل

ایشیتا ګویل نوې ډیلۍ میشته خبریاله ده. د هندي ایکسپریس سره د لنډ مهال کار کولو وروسته، هغه په فعاله ډول اوس د هند میراث او اوسنیو چارو په بیلابیلو برخو لیکنې کوي.
error: Content is protected !!