یو ښکلی شین ځای
اروویلي په سویلي هند کې یو نړیوال ښارګوټی دی او اوسیدونکي یې د کلونو راهیسي پایداره ژوند کوي. او دا کیدای شي د نړیوال اقلیمي بحران حل لاره هم وي
هغوی په خپله د خپل خواړه کري. او خپل اړتیایوې د لمریزه بریښنا څخه پوره کوي. او خپل فاضلات بیرته سایکل کوي. د 50 هیوادونو څخه دا جوړه شوې نړیواله ټولنه د چاپیریال او یو بل سره په بشپړه توګه ارام او سوکاله ژوند لري. د سیلانیانو لپاره اروویلي یو ښکلی ځای دی چې خلک پایداره ژوند کوي، او هغه دښته چې د پوډچیري متحده سیمې او ټامیل ناډو ایالت منځ کې پرته ده، په خپل زیار سره بیرته راژوندۍ کړې. دوی چې د ازادي جنګیالي او فلیسوف سري اروبیندو او مور څخه اغیز اخیستی، د ژوند باور دلته په داخلي ارامي او د ذهنی، بدن او چاپیریال په یووالي اړه لري. په پایله کې، د پایداره او شین ژوندون لپاره د بشپړې ټولنې یو ښکاره ټولنیز یووالی شتون لري.
اروویلي دوه ډوله اوسیدونکي لري: دایمي او موقت. یو څوک کولی شي چې د یو ورځ سیل لپاره راشي او یا په ښارګوټي کې د ورځیني کارکولو سره د ډیر وخت لپاره پاتې شي. ما د 32 ورځو لپاره په داوطلبانه ډول، د یوازیتوب فارم په ټولنه کې کار وکړ.

د یوازیتوب فارم
د یوازیتوب فارم ته په رسیدو سمدلاسه د څو مسلسلو پوښتنو سره مخ شوم. چې ستا ډوډۍ به له کومه کیږي؟ ته پوهیږي چې چا کرلي او په کرلو کې یې کیمیاوي توکي کارول شوي کنه؟ تاسې پوهیږئ چې ستاسې خواړه څنګه له یو ځایه بل ځای ته وړل کیږي او څرنګه ساتل کیږي؟ دا پوښتنې یوه سړي وکړې چې لونګۍ یې په سر وه او د هندي بزګرانو په څیر و. هغه انګریزی و خو د اروویلي په کریشنا میکنزي بدل شوی، چې د یوازیتوب فارم بنسټ یې هم ایښی، چې په ارویلي کې د عضوي کرلو پروګرام دی. میکنزي وايي چې هغه د انګلستان څخه ارویلي ته په 19 کلنۍ کې راغلی او د خپلې ښوونځۍ – بروکوډ پارک – درسونو څخه اغیزمن ساده ژوند کولو لپاره راغلی و. دا ښوونځۍ د هندي فلیسوف او ښوونکي ج. کریشنا مورتي لخوا جوړه شوې. میکنزي وویل: د جاپاني بزګر او ماسټر مسانوبو فوکواکا فلسفو په ما ډیر اغیز وکړ چې په طبیعي ډول یې کرنه کوله. فوکواکا پر دې باوري و چې د کرلو لپاره هیڅ هم مه کوئ، هغه وایی چې طبیعت په خپله تیار دی او مونږ یې د ښه والي لپاره هیڅ نشو کولی.
په ارویلي کې د 25 کلونو ژوند وروسته میکنزي (که څه هم هغه د کریشنا په نامه خوښ دی) نن د شپږ جریبه یوازیتوب فارم بنسټ ایښودونکي په نامه یادیږي. هغه چې په روانه ټامیلي ژبه خبرې کوي وویل چې ټامیلي ښځه او دوه ماشومان لري، او دا یې هم وویل چې څرنګه يې په فارم کې د دومداره مفکوره پکار اچولې.
په کار کې ژوند
د داوطلبانو لپاره د سهار اته بجې کار پیل کیږي او شاوخوا 12 بجې پای ته رسیږي. ما هره یوه ورځ وروسته د څلور ساعتونو لپاره داوطلبانه کار وکړ. داوطلبان کولی شي چې چیرته یې خوښه وي په فارم، قهوه خانه یا دننه کار وکړي. د اونۍ پای ورځې رخصت دي، داوطلبانو ته ښودل کیږي چې څرنګه تخمونه وکري، اوبه ورته ورکړي او څرنګه یې خوړو لپاره ټول کړي. د بازار لپاره د تولید پاکټ کول هم دې فعالیتونو کې شته. یو کس کولی شي چې اداري برخو کې هم کار وکړي، ما غوښتل چې بیرون په فارم کې کار وکړم.

د صابون جوړول
یوه ورځ میکنزي د خپل صابون جوړولو ځای ته ویوړلو چې مونږ ته د عضوي موادو څو موخې لرونکی صابون وښي چې دې فارم کې کارول کیږي. هغه چې مونږ دا پروسه تشریح کوله ویې ویل: د لیمو پوټکې درې برخې کاروي، یوه برخه جګري او لس برخې اوبه. دا مخلوط د ورځې یو ځل ښه ښوروي او په یخ ځای کې یې ساتي. د دوه اونیو لپاره پریښودل کیږي چې ښه ورسیږي. او بیا د صابون دانو اوبو برابر مقدار (لس برخې) اضافه کیږي. په تدریجې ډول دا مخلوط په صابون باندې بدلیږي او د ظرفونو، جامو او ان د حمام کولو لپاره کارول کیږي. وروسته له هغې چې کار مې پای ته ورسید، زه د اروویلي شاوخوا وګرځیدم، او د هغه ځای اوسیدونکو سره مې خبرې وکړې او د هغوی انځورونه مې واخیستل. او یو ځل یې د سالم علاج غونډې ته د ګډون لپاره وبللم.

په کراره کیدل
مخکې له دې چې زه اروویلي ته ورسیږم. زه اندیښمن وم. خو په څو ورځو کې، زه د یو جلا ژوند سره بلد شوم. کله به مې د اوسیدنکو سره سدنا ځنګل سیمه کې ونې کښینولې او کله به چې هغوی خپل ورځیني کارونه کول، ما د هغوی انځورونه ایستل، په اروویلي کې زما تیر شوی وخت، زما د ژوند ترټولو غوره تجربه وه. په زړه پورې ېې دا ده چې د هغه پایداره ژوند اوصولو څخه تر اوسه ګټه اخلم چې په ارویلي کې مې زده کړي. زه د خپل ورځني ښاري ژوند کې، زه خپل تولید شوی کاربن په ښه ډول چک کوم، د عامه ترانسپورت کارولو او پلاستیک استعمال څخه نیولی تر دې چې خپلې جامې په لاس مینځم، زه په پوره ډول پوه شوم چې خپل تړاو په اتومات ماشینونو کم کړم. کیدای شي د هندوستان په دې لرې پروت کنج کې د ټولې نړۍ ستونزې حل موجود وي!