سفر

د لډاک یو څو رازونه

مسله 02, 2021

د لډاک یو څو رازونه

انوراګ ملک او پریا ګنپتي |لیکوال

مسله 02, 2021


د لډاک پلازمینه لیه او چاپیرې سیمې د لید وړ منظرې او ژوندی کلتور لري. د سفر علاقمندان انوراګ ملک او پریا ګنپتي مونږ په یوه چکر وړي ترڅو د سیمه ایزو اوسیدونکو سره د لیه میراث او دودونو څخه کتنه وکړو

د لډاک غرنۍ سیمه چې د قراقرم او همالیه غرونو په منځ کې پرته ده، یو وخت یواځې د کوچیانو قبایلو هلته ژوند کاوه او خلکو هلته دایمي ژوند نه درلود. ان نن هم دا سیمه د نړۍ په کچه کم نفوس لري. د 1974 کال راهیسې چې لډاک د سیلانیانو پر مخ پرانستل شو، لډاک په ځانګړي ډول لیه د اتحادي سیمې اصلي ښار څخه ډیر سیلانیان (د مې او سپتمبر میاشتو کې) لیدنه کوي او د ښکلو منظرو، او د سفر لپاره ښایسته ځایونه او ژوندي کلتور څخه خوند اخلي. په لډاک کې د اوسیدلو پرمهال تاسو د ځانګړي کلتور او غرنۍ منظرو څخه خوند اخیستی شئ چئ بودايي مندرونه د غرونو لمنو کې جوړ شوي. خو یوه ښکلې بڼه یې د سیمه ایزو خلکو سره سفر کول دي چې د سیمه ایز ژوند انځور لیدلی شئ او د سیمې نالیدل شوي ځانګړنو څخه خبریږۍ. د لیه یو څو د لیدلو وړ ځایونه په لاندې ډول دي

Gurudwara Sri Datun Sahib as viewed from the Central Asian Museum
ګوردوارا سري ډاټون صاحب

زوړ ښارګوټی

د پنځلسمې پیړۍ پیل کې د لډاک شاهي سیمې هغه وخت پاچا ډرګ پا بومډې په خپل پلازمینه لیه کې لومړۍ کلاګانې او کوچني تسیمو ماڼۍ جوړه کړه. په اولسمه پیړۍ کې، پاچا سینګې نمګیال د لیه نهه منځله ماڼۍ یا لاچن پالکر ماڼۍ جوړه کړه. که څه هم دا ماڼۍ د شاهي کورنۍ لخوا د نولسمې پیړۍ منځ کې د استوګنې لپاره منع شوه، خو اوس هم دا ودانۍ د خټین دیوالونو پاتې شونو سره ولاړه ده او لرغونی ښارګوټی راښکاره کوي. پداسې حال کې چې د لیه لیدلو وړ ځایونو څخه یو ځای همدا ماڼۍ ده، ډیری وخت لرغونی ښار خلک له هیره وباسي. په سیمه ایزه بڼه یې د ټولنیز ځایونو او استوګنځایونو له کبله خلک خاریوګ بولي. د لرغوني لیه لیدلو بشپړه معرفي میراثي قدم وهل دي. چې لارښوونه یې سونم ګیاتسو، د اقتصاد پخوانی ښوونکی کوي او اوسمهال د لډاک کلتوري نوم خوندي ساتي، په دې قدم وهلو کې سیلانیان د لرغوني ښار په لارو کې قدم وهي. د اولسمې پیړۍ لرغونی لیه ښارګوټی د 200 کورونه لري چې د خټو، تیږو او لرګیو څخه جوړ دي او د لیه ماڼې لاندې خټین دیوالونه ورڅخه راتاو دي. د کلونو رژیدلو وروسته، د لیه لرغونی ښارګوټی د تبت-همالیا ښاري اوسیدنې یوه ژوندۍ بیلګه ګڼل کیږي. په زوړ ښار کې د 180 پاتې کورونو څخه، یواځې 40 کورونه خوندي پاتې شوي، چې دې کې اونپو (ستوری پیژندونکی) کور، صوفي (سوداګر) کور او هور یارکندي هم شامل دي، چې د چین یارکند څخه 100 کاله پخوا یوې کورنۍ لډاک ته کډواله شوې وه او د هغوی اولادې پورې تړاو لري. لومړۍ پروژه د آهنګر کور، د ښې ساتنې لپاره د یونیسکو جایزه وګټله.

A stunning image of Leh at sunset
لیه په لمر پریواته کې

د مرکزي آسیا موزیم

لډاک د مرکزي آسیا سمرقند او بخارا (اوسني ازبکستان)، تبت، د چین ځینې برخې او افغانستان کاروانونو په لاره پرته سیمه وه چې ډیری لارې په لیه کې سره یوځای کیدلې. د وخت په تیریدلو، لیه په فرهنګي مرکز بدل شو. له همدې کبله د لیه مرکزي آسیا موزیم جوړ شو چې د لډاک تاریخ دا خورا ارزښتناکه برخه له هیره ونه ایستل شي. د څلور پوړیزې موزیم ودانۍ چې ملاتړ یې د هندوستان دولت، د فرهنګ وزارت لخوا کیږي، د تساس سوما باغونو کې جوړه شوې، چې یو وخت د کاروانونو لپاره دم ځای و. د تبتي-لډاکي کلا برج په څیر ډیزاین شوې او په ودانیزو چارو کې د ځايي موادو لکه تیږه، لرګي او خټې څخه کار اخیستل شوی دی.په منځ کې د کاروانۍ سوادګرۍ څخه پخواني شیان، د کړکیو زاړه چوکاټونه، غله خانه، او لډاکي پخلنځی– چې د پخواني کاسو یوه ښکلې ټولګه هم لري – او د غرمې ډوډۍ لپاره کارول کيږي. همداراز موزیم په وریښم سوداګریزه لاره کې د لیه رول ریکارډ کړی او پر دې سربیره د لیه لرغونی مسجد او سپیڅلې ونه ډاتون صاحب هم شته، چې ویل کیږي 500 کلنه ونه ده. داسې ویل کیږي چې سیک پنډیت، ګورو نانکجي تبت ته په خپل سفر په 1517م کال کې د لیه څخه تیریده او د خپل مسواک یې هلته اوسني موزیم سره نږدې یو ځای کې ښښ کړ. چې ونه شوه او کاروانونو یې له سیوري ګټه اخیستله. چې هغه ځای اوس د ګورودواره سري ډاټون صاحب په نامه یادیږي.

The Central Asian Museum boasts a stellar collection of artefacts and manuscripts from Central Asia, Tibet and Kashmir dating back to the 18th and 19th centuries;
د مرکزي اسیا موزیم کې د مرکزي اسیا، تبت او کشمیر څخه د غوره اثارو ټولګه شته چې تاریخ یې اتلسمې او نولسمې پیړیو ته رسیږي

د فرشونو کوڅه

د نوشیر سړک، ډیری وخت سیلانیان د لیه یو زوړ سړک بولي، خو د فرشونو دوکانونه لري او له همدې کبله ورته د فرشونو ډیر دوکانونه لي، له همدې کبله هم ورته د فرشونو کوڅه وایي. سیمه ایز ډیزاینر جیګمت نوربو، چې یو لډاکي مغازه لري، ویل یې دلته د ګمرک یوه دروازه وه چې مالیه یې ټولوله، خو اوس نشته. خو بیا هم تاسو کولای شو 120 کلن کاروان سرای څخه لیدنه وکړئ، چې وروستۍ جوړ پاتې شوی میراث دی.د پولو میدان ته نږدې د جیګمت اوسیدنې ځای کې د کپړو یو ښکلی موزیم دی چې هغه د پنځه کلونو په اوږدو کې جوړ کړی. او دلډاکي مهندسۍ څخه یې ځینې عناصر کارولي، د لډاک زرین کارونه د فیشني تختو له لارې نندارې ته وړاندې کوي. یوازې په بلنه ورڅخه لیدنه کولای شئ، ډیر د دوی شخصي خوراک خونې ته ورته یو ځای دی.

An artisan from Chilling stands with her products
د چیلینګ څخه یوه هنرکاره د خپلو تولیداتو سره ولاړه ده (ښي خوا)

چیلینګ – د اهنګرانو کلی

چیلینګ چې د لیه څخه یو ساعت لرې پروت دی، هلته اهنګران د پیړیو راهیسې د اوسپنو څخه د موسیقۍ الې، مجسمې او د کور لوازم جوړوي. په 16مه پیړۍ کې شاه دلدان نامګیال د نیپال څخه پنځه مسلکي اهنګرانو ته بلنه ورکړه چې د بودا مسي دوه پوړیزه مجسمه د لیه ښار ته نږدې د شیه مندر لپاره جوړه کړي. کله چې د هغوی مهارت یې ولید، ډیر یې خوښ شو هغوی ته یې د دایمې استوګنې لپاره ځای ورکړ. هغوی د زنسکر سیند ته نږدې یوه دره انتخاب کړه چې ډیر مس یې لرل (تبتي کې مس ته زنګ وايي). هغه ځای کې چې هغوی استوګنه غوره کړه د چیلینګ په نامه و، چي د بهرني په معنی او لینګ د ځای په معنی و – یا د بهرنیانو ځای. د پیړیو په تیریدو، د هغوی اولاده د سیمه ایزې ټولنې سره یوځای شو او په بودايي سټایل د شیوا عبادت کوي. د چیلینګ کارکوونکو په ټول لډاک کې د نوبرا او هیمیس مندرنو لپاره د موسیقي الو برسیره مجسمې جوړې کړې او نږدې هر لډاکي پخلنځي لپاره یې د برنزو او مسو سامان الات جوړ کړي.تسیوانګ چې د اهنګرانو له کورنۍ څخه دی، سیلانیان خپل کورني موزیم ته وړي چې د خپل کورنۍ څخه پاتې شوي سامان یې نندارې ته وړاندې کړی. د پرمختللې وسایلو پرته هغوي په لاسي تخنیکونو او لاس کار باندې د 16مې پیړۍ راهیسې، د اوسپنې، مس، سپین زرو او برنزو څخه ښکلي سامان الات جوړ کړي. په ننداره ایښودل شوي وسایلو کې بیلابیل چاقو، برمې، څټکونه او میخونه لیدل کیږي همداراز ملاقې او ظروف، قطئ او د اوبدلو وسایل هم شته. ذوب ته په پام لیدل یوه په زړه پورې پروسه را په زړه کوي – هنرکاران د زردالو په مخلوط کې اوبه اچوي او الې ورکې د شپې ډوبوي؛ تیزابونه د اوسپنې زنګ له منځه وړي او اوسپنې ته پایله کې ښکلې ځلا ورکوي.

کلالي

د لیه څخه نږدې 40 کیلومتره لرې د باسګو (ګمپا) مندر دی، هغې ته نږدې لیکیر دی چې شاه جمیانګ نامګیال خلک د کلالي لپاره وهڅول، ځکه هلته خټه تیار موجود وه. هغه تپه چې مندر ورباندې جوړ شوي د یو پیچي منجیلې (کوایل) شکل لري. کیسې وایي چې ګمپا د دوه مارانو نندا او تکساکو لخوا ساتل کیږي او له همدې کبله د کلو-کخیل یا منجیله شوي مارنو نوم لري. شپیته کلن لمچونګ تسیپیل چې زوی یې ریزګین نمګیال ورسره مرسته کوي، د 15 کلنۍ راهیسې کلالي کوي او د 350 کلن کسب یوازینی کسبګر پاتې دی. دا یو ستونزمن کار دی ځکه چې د خټینو کاسو پخولو اور لپاره باید د شاوخوا تپو څخه غوشایي راټول شي.د ګاونډیو هیوادونو څخه د اموالو او فکرونو په راټولولو د لډاک کلتور جلا بڼه لرلې، او همدا راز د وریښم لارو په جلا سړکونو سره نښلول شوې ده. که څه هم د پیړیو په تیریدو، ځیني فرهنګي هویتونه یې ورک شوي او میراثي ځایونه یې له منځه تللي. اوس د دولت په لارښوونه، او د سیمه ایزو اوسیدونکو او علماوو په کوښښونو، د سیمې تاریخ او دودونه بیرته راژوندي کیږي او د راتلونکي لپاره ساتل کیږي.

A group of Ladakhi
د لډاکي ښځو یو ګروپ په دودیزه جامو کې د ناروپا میلې پر مهال. دا میله چې د هیمیس مندر کې ترسره کیږي، د ناروپا ژوند درسونه لمانځي، چې د دوی یو مذهبي روحاني او عالم و

انوراګ ملک او پریا ګنپتي

پ رسنیو کې لکه اعلاناتو، راډیو، فلم او انټرنیټ کې د کار کولو وروسته انوراګ ملیک او پریا ګنپتي دواړو خپلې دندې پريښودې ترڅو د سفر په لیکنو کې مهارت او تخصص پیدا کړي. په بنګلور کې دواړه د ریډ سکرب ټراول او میډیا په نامه د سیلانيانو سفر او حل لارو یوه کمپنۍ لري.
error: Content is protected !!