لوبې

د روغتیا یوه کڅوړه

مسله 05, 2020

د روغتیا یوه کڅوړه

ابیشیک دوبې |لیکوال

مسله 05, 2020


د هندوستان سالم بدن حرکت (The Fit India Movement) د لومړي وزیر نریندرا موډي لخوا د هیواد ټولو اوسیدونکو روغتیا لپاره پیل شو. مونږ د دې حرکت په لومړۍ کلیزه، د دوی لاسته راوړنو ته یوه کتنه لرو او دا ګورو چې څرنګه په یو لوی کمپاین بدل شوی

لومړي وزیر موډي د نوي ډیلي اندراګاندي سرپټ سټیډیوم کې د هندوستان سالم بدن حرکت د 2019 کال د آګست په 19مه پیل کړ چې هندوستان کې د سپورت ملي ورځ په توګه هم لمانځل کیږي. د سالم بدن حرکت یو پراخه کمپاین دی چې خلک هڅوي ترڅو فزیکي فعالیتونه او سپورت دخپل ورځیني کارونو برخه وګرځوي. دا حقیقت چې ټوله نړۍ د انسانانو تاریخ کړکیچنې وبا سره ګیر پاتې، زمونږ حرکت په یوه لیدلوري بدل کړ.

د 2020 کال د پوهنې ملي تګلارې NEP له مخې به سپورت د ښوونځیو نصاب اصلي برخه وګرځي

د پیل څخه یو کال وروسته د هندوستان سالم بدن حرکت نه یوازې پیاوړی شو بلکه په خپله لومړۍ کلیزه یې د لومړي وزیر موډي لخوا د هندوستان غښتلې تحریک لقب هم وګاټه. د دې حرکت لومړۍ کلیزې لمانځلو په ترڅ کې لومړي وزیر د سالم هندوستان انلاین ناسته جوړه کړه، چې د هندي سالم بدن لرونکو سره یې خبرې اترې وکړې لکه د هندوستان کرکټ کپتان، ویرات کوهلي، مشهوره تغذیوي متخصص رجوتا دیویکار، د سالم بدن نفوذ کوونکی میلیند سومن، د معیوبینو المپیک ګټونکی دیویندرا جهاریا او فوټبالر افشان عاشق. دا ناسته د 2020 کال د سپتمبر په 24مه جوړه شوه، چې د سپورت او ځوانانو چارو اتحاديي وزیر، کرن ریجیجو هم ورکې ګډون کړی و.

درې بنا

د هندوستان سالم بدن حرکت پر درې پایو ولاړ دی. لومړۍ بنا وایي چې حرکت یو دوامداره فعالیت دی، چې د روزمره ژوند اصلي برخه ده او کلنۍ غونډه نه ده. دویمه بنا وايي چې هرڅوک د عمر لرونکی چې وي کولای شي حرکت کې ګډون وکړي. لومړي وزیر موډي د کلیزې لمانځلو پرمهال دعمر درې ګروپونو لپاره د عمر په تناسب د هندوستان سالم بدن ځانګړي پروتوکولونه په لاره واچول. د پروتوکول لارښوونې آن د آسانا یوګا هم د عمر له پلوه په کتګوریو ویشلې ده.

د یوګا منظم تمرین فزیکي، رواني او ذهني روغتیا ته ګټه لري

دریمه بنا وایي چې دا نوښت ټولیز ډول لري، هرڅوک کولای شې ګډون وکړي، او موخه یې ده چط د ټولو خلکو پر حرکت بدل شي.

ښکاره بدلون

په 2019 کال کې د کمپاین په پیل کې، لومړي وزیر موډي وویل چې د هندوستان سالم بدن حرکت به د ژوند نامنظموالي او غیر انتقالي ناروغیو مخه ونیسې. تیر کال د سالم بدن درلودلو لپاره د هندیانو په منځ کې د نظر وړ بدلون راغی او عامه پوهاوی زښت ډیر و. یو حقیقت د سپورت اتحادیې وزیر کرن ریجیجو تائيد کړ او ويې ویل: چې د سالم بدن حرکت له پيل څخه تر اوسه 100 میلیونه کسانو دې کمپاین کې ګډون کړی دی. لوړ شمیر کسان په منظم ډول تمرین کوي او د خوړو په عادتونو کې هم تغیر لیدل کیږي. د کلیزې لمانځلو وینا کې لومړي وزیر موډي وویل چې هغه خوښ دی چې: روغتیايی خواړه د خلکو د ژوند برخه ګرځیدلي دي.

پورته او لاندې: د هندوستان سالم بدن انلاین بحث یو انځور چې د لومړي وزیر موډي په کوربتوب د هندوستان سالم بدن حرکت لومړۍ کلیزي په ترځ کې جوړ شوي و؛ د هندوستان سالم بدن بحث پراختیا اعلان یا پوسټر

د 2020 کال د پوهنې ملي تګلاره وايي چې د ښوونځۍ نصاب کې باید سپورت او د سپورت اړوند پوهنه حتمي وي. دا هیله بښونکی بدلون کیدای شي زده کوونکي وهڅوي چې د خپل دندې لپاره د فزیکي فعالیتونو او سپورت انتخاب غوره وګڼي. د هندوستان سالم بدن حرکت خپل لومړی کال پداسې حال بشپړ کړ چې ټول بشریت د کویډ-19 پروړاندې جګړه کوي. د روغتیا نړیوال سازمان په خپله نړیواله ستراتیژي کې د نورو پیشنهادو ترڅنګ پرهیز، فزیکي فعالیت او روغتیا شامل کړي. که چیرې هندیان وکولای شي د روغتیا پخواني پوهې او د یوګا او ایورویدا له لارې د هندوستان سالم بدن حرکت اصول د خپل ورځیني ژوند برخه وګرځوي، نور به هیواد وتوانیږي چې روغ، پیاوړی او باوري ملت ولري.

ابیشیک دوبې

ابیشیک دوبې د هند وتلی سپورتي ژورنالست دی، چې د 15 کلونو راهیسي په نړیوال سپورت باندې خپرونې لري. هغه د درې غوره کتابونو لیکوال دی او اوس دهندوستان دولتي خپرونې، پرسار بهارتی سپورت، ملي سلاکار دی.
error: Content is protected !!