انځورونه

د رنګونو میله

مسله 01, 2021

د رنګونو میله

د هند لید |لیکوال

مسله 01, 2021


د هندوستان یوه روښانه میله هولي ده چې د هیواد بیلا بیلو برخو کې په جلا ډول لمانځل کیږي. مونږ د هیواد بیلابیلو برخو کې د هولي لمانځلو او دودونو ته یوه لنډه کتنه کوو

د هندوستان یوه روښانه میله هولي ده چې د هیواد بیلا بیلو برخو کې په جلا ډول لمانځل کیږي. مونږ د هیواد بیلابیلو برخو کې د هولي لمانځلو او دودونو ته یوه لنډه کتنه کوو

هولي په لویدیځ بنګال کې د ډوی جترا په نامه یادیږي. او په ایالت کې د میلې ځانګړې بڼه په شانتینکتن کې لیدل کیږي، چې د بوسنتو اوتساب پ نامه یادیږي. دا دا دود د زرین لیکوال او ادیب ربیندرا نات ټاګور لخوا په ویسوا بهارتي کې پیل شو، هغه د داسې یو پوهنتون بنسټ ایښی چې په دودیزه جامو، فرهنګي پروګرامونو او د رنګونو میلې هلته کیږي چې د رنګ کیلا په نامه یادیږي

لاندې: د راجستان یو ښار، بیور کې ښځې د مستۍ څخه پر هغه ټوټو سړیان وهي چې په رنګ کې غوټه شوي. دا ډول میله چې د ایالت دې سیمه کې کیږي، د ښینو او اوښو ترمنځ یوه ننداریزه جګړه کیږي.

هولیکا ډان، چې د هولي څخه یوه شپه وړاندې د هیواد ډیرو برخو کې لمانځل کیږي، د هولیکا بت او مجسمې سوځول په نښه کوي، هولیکا یو هندي افسانوي کرکټر دی چې اور ورباندې کار نه کاوه. د کیسې له مخې د هولیکا ورور هیرانیاکاشیاپ (یو ظالم پاچا) د خپل زوی پراهلاد څخه غوښتل چې عبادت یې وکړي. خو دا هلک ویشنو ته عبادت کاوه. هیرانیاکاشیاپ د هولیکا سره ګډ تصمیم ونیو چې پراهلاد قرباني کړي، چې هغه وژغورل شو او هولیکا د ظلم په نتیجه کې په اور کې وسوځید. هولیکا ډان له همدې کبله پر ظلم د ښو بریا لمانځنه کوي

پورته: په بیهار کې یو دود چې د فاګوا یا فګواه په نامه یادیږي، د هولي پر مهال ترسره کیږي. فولک موسیقي او نڅا لري. دلته زده کوونکي د پټنا ښځینه کالج کې د هولي پرمهال اجرا کوي

ښي: بهرنیان د اوټرکنډ، ریشیکیش کې هولي ته حیرت وړي. په دې ایالت کې د بیلابیلو دودونو سره هولي لمانځل کیږي. یوه ته یې بیتکي هولي وايي، چې نارینه کښيني او د موسم او میلې په اړه سندرې وایي

error: Content is protected !!