همکاري

بشپړ نوی معیار

مسله 03, 2020

بشپړ نوی معیار

اکشت جین |لیکوال

مسله 03, 2020


د نوي کرونا ویروس نړیوالې وبا وروسته، دواړه د هیواد دننه او بهر هندوستان د ډیجیټلي کنفرانسونو مرکز ګرځیدلی. د لومړي وزیر موډي د رهبرۍ لاندې، هیواد د خلکو لاسرسي نوی ډول په لاره اچوي، چې د خلکو توپیر په فرصت بدلوي

څرنګه چې زموږ شاوخوا نړۍ په چټکۍ سره د بدولون حال کې همدا راز په لوړه کچه کې دیپلوماسي او د هغه لري هم بدلون مومي. هره دقعه په نړۍ کې واقعې کیږي او معلومات په دومداره ډول جریان لري، پرته له دې چې ګرځ بندیزونه یا د وخت زونونه ورباندې کوم اغیز ولري چې نوي کرونا ویروس (کویډ -19) وبا پر وړاندې مبارزه وکړي. د نړيوالې ډیپلوماسي کې، په ځانګړي ډول په داسې بیړني حالت کې د اړیکو ارام، اغیزمن او دوامداره چینلونه لا نور هم کړکیچن شوي.

څرنګه چې د نړۍ ګوټ، ګوټ کې هیوادونه په ګرځ بندیز او ټولنیز واټن کې دي او دا یو نوی معیار ګڼل کیږي، نو ډیپلوماتیکې لیدنې هم په ټپه ودریدلي. خو ډيپلوماسي لا روانه ده. د لومړي وزیر نریندرا موډي د زعامت لاندې، هندوستان دا توپیر په فرصت بدلوي، ځکه چې په منظم ډول انلاین بڼه ډیپلوماتیکې ناستې لرې او نړۍ هیوادونو او مشرانو سره خبرې کوي، په ځانګړي ډول داسې وضعیت کې چې تقاضا کیږي د نړۍ مشران لا هم د کار کولو ښه هماهنګي ولري ترڅو د دې وبا د انتشار مخنیوي لپاره یو ګټور نړیوال ځواب ولري.

مجازي ډیپلوماسي، واقعي پایلې

په وروستیو دوه میاشتو کې، د هندوستان دولت په دې سخت وختونو کې په څو مجازي کنفرانسونو او غونډو کې ونډه اخیستې ده. هندوستان مخکې شو چې د سویل ختیځ اسیا مشران وهڅوی چې ویډیو کنفرانس ونیسي او دهماهنګۍ لارې پرانیزي ترڅو د کرونا ویروس کړکیچ سره مبارزه وکړي او د سارک (د سیمه ایزو همکاریو لپاره د سویلي اسیا انجمن) غړي هیوادونه په یوه عمل کلک کړي. هندوستان همداراز وغوښتل چې د G20 هیوادونو ویډیويي ناسته ترسره شي چې د مارچ په 26 مه وه. له هغه وخته UNSC، اروپايي اتحادیې او ناټو هم د ویډیو کنفرانس له لارې خپلې ناستې پیل کړي.

د مې په 4مه لومړي وزیر موډي د غیر-لیکه حرکت NAM انلاین غونډه کې د 30 نورو دولتونو مشرانو، د ملګرو ملتونو رئیس او نړیوال روغتیا سازمان WHO عمومی سرمنشي سره ګډون وکړ. د 2014 کال راهیسې چې دفتر یې اشغال کړی، WHO ته په خپله لومړۍ وینا کې موډي وویل چې د کویډ -19 نړیوالې وبا پر وراندې د ګډې مبارزې لپاره په اړین اصلاحاتو ټینګار وکړ.

د بیلابیلو هیوادونو سفیران او لوړپوړې کمیشنران خپل اعتبارنامه د هندوستان ولسمشر، رامنات کوینډ ته د ویډیو کنفرانس له لارې وړاندې کوي

د جون په 04، لومړي وزیر نریندرا موډي، لومړي دوه اړخیزه مجازی غونډه د خپل آسټرالیايي سیال سکاټ موریسن سره د ویډیو کنفرانس له لارې ونیوله، چې په وروستیو 18 میاشتو کې د دوی څلورمه ناسته ګڼل کیږي.

د غونډې بله مهمه برخه د بحري خوندیتوب زیاتوالي لپاره ترتیبات ول چې د دواړه هیوادونو همغږۍ ته اړتیا لري. لومړي وزیر موډي ټینګار وکړ چط هندو-پاسفیک سیمې امنیت یوه نړیواله انديښنه ده او لومړي وزیر موریسن اعتراف وکړ چې د هندوستان مخ پر ودې رول به په سیمه کې سوکالي او نیکمرغي راولي.

نه یوازې لومړی وزیر، بلکه د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر س. جیشانکار هم د بریکس بهرنیو چارو وزیرانو مجازی غونډه او د شانګهای همکاري سازمان بهرنیو چارو وزیرانو مجازي غونډه کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

د هندوستان لومړی وزیر نریندرا موډي په مجازي بڼه په بنګلور کې د راجیف ګاندي روغتیايي ساینس پوهنتون د بنسټ ایښودنې 25مې کلیزې لپاره وینا کوي

د لوړپوړو ډیپلوماتیکو ناستو پرته، د هندوستان ماموریتونو سره په ګرده نړۍ کې ټولې اړیکې ډیجیټلي دي. د بهرنیو چارو وزارت په منظم ډول په وروستۍ ورځو کې په بیلا بیلو سیمو او فرعي سیمو کې د هندوستان سفیرانو سره په اړیکه کې دي. د 2020 کال د اپریل په 23مه، د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر س. جیشانکار ټویټ وکړ: د کرونا دور ډیپلوماسۍ د بدلون نړۍ. پیاوړې ملګرتیاوې ان په مجازي ډول شونې دي. چې دې سره یې په نورو هیوادونو کې میشت هندي سفیرانو او د نړۍ سرتاسر بهرنیو چارو وزیرانو سره مجازي غونډو ته رجوع وکړه. د بهرنیو چارو وزیر د څو هیوادونو څخه خپل سیالانو سره تفصیلي بحثونه کړي دي. په وروستیو کې یې د خپل سویلي کوریا سیال، کانګ کیونګ-وها او د انګلستان او ډومینیک راب بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې اترې کړي دي.

ډیجیټلي دور

څرنګه چې هندوستان د سوداګرۍ کولو لپاره مجازي نړۍ ته ووت، دولت د دولتي دفترونو او عامه سکتور معاملو او شخصي وګړو پیاوړی سایبري امنیت نیسي. د کورنیو چارو وزارت د وګړو لپاره تفصیلي لارښوونه جوړه کړې چې بیلابیل کنفرانسي اپلیکشنونه څرنګه وکاروي، او هغوی ته یې د معلوماتو خوندیتوب ننګونې هم روښانه کړي او ورته یې د کارولو معیاري لارې هم ښوولې دي. په اوسني کړکیچن وضعیت کې، نړیوالو مجازي غونډو او کنفرانسونو په بریالۍ توګه د هیوادونو ترمنځ د اړیکو خلا ډکه کړې ده

د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر س. جیشانکار او د (ختیځ) معاون ویجې تاکور سینګ (ښي خوا) د کوریا جمهوریت بهرنیو چارو وزیر، کانګ، کیونګ-وها سره یوه مجازې غونډه نیولې

څرنګه چې د نړۍ هیوادونه د نامعلومه ننګونو سره مخ دي چې د کویډ-19 وبا پر وړاندې جګړه وکړي او د سفر نړیوال محدودیتونو ته په کتنه په وړاندویل شوي راتلونکي کې اړینه ده چې ډیپلوماسي په پراخه کچه د مجازي لارو څخه وشي، او دا کیدای شي مخ پر وړاندې تګ لپاره د ډیپلوماسي لاره وي.

اکشت جین

اکشت جین یو لیکوال، مقاله لیکونکی، داستان لیکونکی، بلاګ لیکونی او د IIT ډیلي څیړنیز کس دی. هغه کتابونه، ډیرې مقالې لیکلې او په بیلا بیل نظرونو یې سپنې پاڼې ډکې کړي دي. د هغه ترټولو وروستی کتاب – زما خیال – زما اشتباه د پولوامه حملې 40 کورنیو ته ورکړل شوی دی.
error: Content is protected !!