وروستی پاڼه

هندي اغیزې

مسله 04, 2020

هندي اغیزې

د هند لید |لیکوال

مسله 04, 2020


--

نړیوال استازیتوب

هندوستان د 2020 کال د سپتمبر په 15مه د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت کمیسیون (UNSCW) غړي په توګه وټاکل شو، چې اصلي موخه یې د جنډر مساواتو او ښځو پیاوړتیا باندې متمرکزه ده. UNSCW د ملګرو ملتونو اقتصادي او ټولنیزې شورا (ECOSOC) فعاله کمیسیون دی. ECOSOC هندوستان د څلور کلنې دورې لپاره په 38 رایو سره انتخاب کړ چې د 2021 کال څخه پیلیږي. دا ټاکنه لا نور هم د ویاړ ځای دی چې هیواد د ملګرو ملتونو امنیت شورا عالي میز کې د غیر دایمي غړي په توګه د کښيناستلو تابیا نیسي.

د یخ کنګلولو کار

د یخبندانونو اوبه کیدل او د اقلیم بدلون نورو خوندي سیمو ته د لډاک کلیوالو کډوالیدلو ستر لاملونه دي. د هندوستان دولت د همالیه اختیار انسټیتوټ سره یو پروګرام پیل کړی چې د ژمي په موسم کې (نومبر څخه تر مارچ پورې) پدې کلیو کې سترې واورینه ګنبدونه جوړ کړي. د یخ ګنبدونه د مصنوعي یخبندانونو جوړولو یو تخنیک دی چې ژمي کې د اوبو د ذخیره کولو لپاره په مخروطي بڼه جوړیږي (که نه نو بې ګټې به وي). دا پروژه د ځایی خلکو، سازمانونه چې دې برخه کې تخصص لري، د انجیوګانو او حکومت ترمینځ د همکارۍ هڅو یوه بیلګه ګرځیدلې.

د ځان بسیاینې درس ورکول

د کویډ-19 وبا په نړۍ کې ټولو باندې اغیز کړی. موږ تاسو ته د هغو هندي میرمنو هڅې وړاندې کوو چې دا ناورین یې په فرصت بدل کړی ملساومتلوانګي همر، د میزورام څخه د زو اوبدل پیل کړ، هغه شبکه چې د ایالت څخه یې 60 اوبدونکي ټول کړي او لوړ کیفیت لرونکی پوان تولیدوي، چې د میزورام څخه په دودیزه بڼه اوبدل شوی کالی دی سریشتي تیهري، په ګوروگرام کې د اړیکو او فیشن رسنیو 25 کلنه فارغه ده، ګوروګرام د بنجارې کسبګرو بنسټ ایښودونکې ده، چې د کوچیانو ټولنې دودیزو او لرغونو لاسي صنایعو لپاره آنلاین پورټل دی او اوس په ټول هندوستان کې پیژندل کیږي.

د کیڼ څخه ښي لورته: ملساومتلوانګي همر خپلې لور سره ګلابي پوان اغوستی، بنجاره والا ښځه چې اوس د سریشتي پا ڼې څخه په مستقیمه بڼه ګټه اخلي

error: Content is protected !!